کور / خبرتیا او پيغامونه / د خواشينۍ خبرتيا

د خواشينۍ خبرتيا

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ چې زمونږ د هيواد پياړې نامتو ژورنالستدافغانستان دراډيو تلويزيون پخوانى نطاق ډاکټر عبدالطيف جلالي  د ښاغلی علی احمد جلالی مشر ورور، د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه .نوموړي تر يوې مودې پورې دازادۍ راډيود مشاور  په توګه هم  دنده پر مخ وړې وه .

ډاکټر لطيف جلالي داساسي قانون د لويې جرګې پر مهال ، په دغه جرګه کې  د يو وکيل په حيث هم برخه اخيستې وه .نوموړي به په کابل راډيو کې د خپل کار پر مهال کله چې کوم نطاق په وخت نه و رسيدلى ،خپله ميکرافون په لاس کې واخيست او بې له چمتو والي به يې د خبرونو په ويلو پيل وکړ .دازادۍ راډيو ته به نوموړي هره اونۍ ځانګړي يادښتونه ليکل چې ورکې به د افغانانو دردونه منعکس کيدل ، او په پاى کې به يې ويل (( يا هو ……..))

خو اوس د (( ياهو ….))بدرګه کونکې ژبه  د تل لپاره خاموشه شوه ، اروا يې ښاده ، په ګور يې نور . مونږ د پيوستون موسيسی مشرتابه او ټول غړي او د ازاد افغانستان د خبرې بولتيون ګرځونکې په داسې حال کې چې د خدای بښلي  پاک روح  ته لاس په دعا يؤ ،  کورنۍ او خواخوږو ته خلپې ژورې اندېښنې او  خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندو٠

 اناالله واناالله الرجعون

تبصره نسته

  1. سلامونه اوښي چاري
    كله سي مي دنوركله په شا ن دلراوبر پاڼه پرانستله دخواشني خبر تيامي تر ستر ګوسوه دستي مي پاڼۀ پرانستله چي دښاغلي دراډيو تلويزون دتګړه ويان لطيف جلالي د مړيني خبر پكي وركړل سوي وو،
    دښاغلي لطيف جلالزي دمړيني دادراډيو تلويزون دتكړه اووتلي ويان سي له غږسره يي ټول اشنايو له امله د ښاغلي كورني اوخپلوانو ته پوره ډآډګيرنه اوتصليت وړاندي كو م اوخداي بښلي ته دلوي ځښتن تعالي نه دفردوس جنتونه غواړم ،دښاغلي مړينه دراډيو تلويزن دوياندوپه منځ كي لويه تشه رامنځ ته كړيده سي ډكول يي ډير ګران كاردي ،ښاغلي جلالي صاب هيواداواولس ته په زړه پور ي خدمتونه كړي دي ، دكورني پاتي كسانو ته يوځل بيا جمل صبر اوده ته دفردوس جنتونه دلوي خداي ج نه غواړم روح دي ښا دو ي .// په دره ناو ي

  2. Khudai pa de marhoom wabakhi aw lawaheqeeno ta sabar jameel warkree..dasey kasaan chey de iblaagh danda tarsara kawi de qawm aw milaat rekhtoonai khidmat dey.

  3. موږهم عپدالطېف جلالي كورنې ته دخواخوږې پېغام وړاندې كوه خداې پاك دې جنت پردوس وركړې آمېن