کور / تازه خبرونه / د بي بي سي پاڼي د نوی ډيزاين په هکله څو خبري

د بي بي سي پاڼي د نوی ډيزاين په هکله څو خبري

تازه د اکتوبر د څلرويشتمي را هيسي د بي بي سي نوې فارسي پاڼه چي خاصتاً د ايران د پاره  ډيزاين سوېده    په دغه لاندي لينک کي ليدل کيږي :

http://www.bbc.co.uk/persian/

نوموړې پاڼه چي د تير ډيزاين سره څرګنده توپير لري و ليدونکو ته زياتي معلوماتي آسانتياوي برابروي  چي د ستايني وړ دي  .  کله چي څوک دغه پاڼه و پرانيزي نود همدې پاڼي په چپه اړخ کي د بي بي سي تر نامه لاندي د فارسي نوم ليدل کيږي . د پا ني د اصلي عناوينو په برخه کي افغانستان ته هم يو  فرعي  لينک ور کول سوی دی چي  په دغه  پته  تر ﻻسه کيږي :

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/

دلته هم د پاڼي په چپه اړخ کي د بي بي سي تر نامه  ﻻندي يوازي  د فارسي نوم ليکل سوی دی .!

ددې تر څنګه کله چي څوک د افغانستان پاڼه و پرانيزي نو د هغه په آدرسي لينک کي /persian/Afghanistan/ ليکل سوی دی او داسي ښيي چي ګواکي ا افغانستان هم لکه ايران غوندي يوازي يوه رسمي ژبه لري او هغه هم ايرانۍ فارسي ده .

خو د همدې پاڼي د لومړي مخ په په پای کي بيا په يوه  پيکه چوکاټ کي د سایت های مرتبط در بی بی سی تر عنوان  لاندي دغه نومونه تر سترګو کيږي :

тоҷикӣӣ

پښتو

عربي

دلته چي کله د پښتو پر نامه باندي کليک شي نو د پښتو پاڼه پر هماغه پخواني شکل په دغه ﻻندي آدرسي  لينک و پرانيستل سي :


http://www.bbc.co.uk/pashto/index.shtml


په نوموړې پته کي  لکه د فارسي د پاڼي په څېر د آدرس  سره چي د افغانستان نوم ليکل سوی دی، د پښتوتر څنګ د افغانستان نوم ندی راغلی . 

لومړۍ خو ددې کار په حکمت څوک نه پوهيږي چي دا ولي داسي دئ؟!

بل داچي دبي بي سي په دغه نوي فارسي  ډيزاين کي د افغانستان د ملي او رسمي ژبي پښتو سره چي  د دې هيواد د پراخو پرګنو داکثريت ملي او رسمي ژبه ده بر الا او معنی داره ايرانۍ تعصب پلی سوی دی .  بي بي سي  ځانته دا حق ور کړی دی چي  زموږ د وطن ملي او رسمي ژبي یعني دري او پښتو دي د ايران په فارسي  ژبه پوري و تړي او هغه دي د افغانستان د پاڼي څخه ليري کړي .

په بي بي سي کي د افغانستان پاڼه بايد لکه د پخوا په شاني چي  د يوې مستقلی پاڼي په توګه برجسته وه همداسي زموږ د دواړو پښتو او دري  ژبو د لينکونو  برخي د پاڼي په تندي کي د بي بي سي تر نامه لاندي روښانه او څرګنده را وستل سي ، تر څو هر ليدونکی په خپله خوښه و خپلو افغاني وطني ژبو( پښتو او دري) ته ور ننوزي . يعني دا چي د فارسي (دري) نامه  تر څنګه دي د پښتو نوم هم راسي تر څو پاڼه  يوازی  و فارسي (دری)  ته نه وي ځانګړی سوې .

دبي بي سي پښتو خپرونیزي پښتو پاڼي او د هغوی چلونکي و پښتو ژبي ته بې ساری خدمت کړی دی ، دغه خدمتونه بايد د افغانستان په اصلي پاڼه کي منعکس  او په نوې بڼه  دوام پيدا کړي .


هيله ده چي  دبي سي سي د فارسي څانګي انګليسي چارواکي زموږ د وطن حساسيتونه چي و دوی ته ښه مالوم دي  لا نور هم  ښه تر ها  درک کړي او پرې نږدي په خپله د ستګاه کي و پرديو مغريضينو ته چي هلته يې ځاله جوړه کړېده داسي کار وکړي چي  زموږ د هيوادوالو غصه را وپاروي او زياتي پوښتني را پورته کړي .

تبصره نسته

  1. د لروبر پاڼي خواخوږو وړونو!

    د بي بي سي په هکله مي د موسکا خور ليکنه و لو ستل او بيا و
    نوموړو سايټو ته لاړم . په رشتيا هم دلته بي بي سي والو په څومره ظرافت سره د پښتو
    ژبي سره دښمني را اخيستې ده . سړی پې پوهيږي چي دغه د
    پوهنتون او دانشګا، دا د ښاروالی او شهرداری لوبي بس د همدې بي بي سي والو لخوا پلي
    کيږي .

    په رشتيا کله چي په بي بي سي کي دا فغانستان پاڼه پرانيستل کيږي
    نو هغه د ايران غوندي په پاړسي ژبه و خلکو ته معرفي کيږي او پښتو ته بيا په يوه
    کونج کي د سايت های مرتبط په نامه هغه هم د عربي او تاجکي ژبو سره ځای ورکول کيږي ؟

    ايا داسي نده چي په وطن کي دغه ژبنۍ د فساد لوبه د بي بي سي يوه
    پروژه وي ؟

    هيله ده چي په دې اړه نور ښاغلي او خويندي هم يو څه پرې ووايي .
    او بي بي سي و خپلو کړو ته متوجه کړي .

    ماته دلته دبي بي سي په اړه د هيواد د يوه سپېڅلي شاعر ښاغلي
    ريشاء صاحب يو شعر را په ياد شو چي عين دوه ويشت کاله پخوا يې د بي بي سي په هکله
    خپور کړی وو :

    بي بي سي

    چـي مـي کـلـه اورېـدلـې بـي بـي ســي
    ده
    کـه اردو ده کـه پښتـو ده که فارسـي ده
    پــــه تــرخـــه ژبـــه کــوي
    خـــوږې خــبــري
    زما په خيال چي داسي ژبه سياسـي ده
    د خـبـــرو پــــه
    پـالـــــش کـــــي ده مــاهـــره
    ځـــکــه دې لـــره حـــاصــلـه بــرﻻســــي
    ده
    د بــل ګــټـي کــلـه نـيســي په نــظــر کــــي
    خـپــل مــطلــب يـې د
    خـبــرو پاليسي ده
    ازادي يـې نــه خـوښيــږي و بــل چـــا تـه
    تـش په
    خــولــه يـې تــل ډيموکراسي ده
    نوکان جنګوي چي دوه پر له اخته وي
    دغـه مـشې،
    دغـه ﻻره يـې اسـاسـي ده
    د جنـګو خبـري ډيـري پـه خـونـد وايـي
    سـرې لمبـې ور
    لـره ښـه ګـل هـوسـي ده
    شـايـد بـل چـا تر مـا ښــه وي پېـژندلـې
    مـا ريشـاء
    خــو کـړې هسـي بــرسـي ده

    کندهار ــ ۲۸ حوت ۱۳۶۶

  2. ښاغلى موسكا او يا اغلې موسكا! له پښتني احساس څخه مو ډېره مننه.
    پښتانه په پښتو پښتانه دي او له پښتو پرته پښتانه هم نورنو پښتانه نه پاتې
    كيږي،تعصب بېله خبره ده او د ځان غوښتنې او ځان بر ګڼلې غير مجوزه بڼه دى چې د نورو
    خلكو او قومونو ګټې زيانمنوي. د بېلګې په توګه كه پښتو د پښتنو له پاره غوښتل كيږي
    په دې كې د تعصب هيڅ ځاى نشته او د يو روا حق غوښتنه ده او كه پښتو د تاجكو او نورو
    له پاره غوښتل كيږي نو دا بيا تعصب دى. تر كومه ځايه چې ليدل كيږي د پښتو د پښتنو
    له پاره د غوښتلو مخه هم نيول كيږي او په دې توګه ويلاى شو چې پښتان متعصب نه بلكې
    د نورو د تعصب ښكار او تر ظلم لاندې دي، اوس چې كله يو څوګ ګېله كوي نو تر ټولو
    ړومبى مخ يې خپل دوست او عزيز ته اوړي، اوس مخكې له دې چې ووايو انګريزان له پښتو
    سره څه كوي بايد ورسره جوخته دا پوښتنه هم مطرح شي چې زموږ پښتانه له پښتو سره څه
    كوي؟ دا روښانه حقيقت دى چې پښتانه د توكم پر بنسټ 72 سلنه د هيواد د نفوس جوړوي خو
    د ژبې پر بنسټ دغه سلنه بيا 53 ده او د رسمياتو پر بنسټ دغه سلنه بيا 28 ده.

     اوس نو وګورئ چې پښتانه له څرنګه ژبني
    ظلم سره مخ دي.له نورو بېلګو يې تېرېږم تاسې يوازې د ژورنالېزم په برخه كې دغه
    اختلاف ته متوجه شئ: د توكم پر بنسټ د ژورنالېزم په برخه كې د پښتنو ګډون 53 سلنه
    دى او د ژبې پر بنسټ په ټولو رسنيو او تلويزيونونو كه يوازې 6 سلنه د پښتو
    پروګرامونه دي.

    يانې په سلو كې 47 پښتانه ژورناليستان په نورو ژبو خپرونې جوړوي
    او دا ځكه چې د پښتو ژبه لا اوس هم ماركېټ ته نه ده وتې او په ازاد ماركيټ كې
    خريدار نه لري. د ژبې ماركېټ ته د وتلو او د بازار موندلو يواځنى لار داده چې ژبه
    پياوړې شي او مهم اثار په كې چاپ شي. ژبه په ښوونځيو كې په تدريس او د زده كړو او
    پوهنې په نورو مركزونو كې په پالنې سره پياوړې كيږي. د پښتو ژبې د پياوړتيا او
    پراختيا له پاه تر ټولو مهمه دا ده چې پښتنو ته په خپله مورنۍ ژبې د زده كړې زمينه
    برابره شي او د پښتنو ماشومانو له خپلې ژبې څخه د بېګانه كېدلو مخه ونيول شي.
    پښتانه چې له موره وزېږي، پښتو زده كوي، چې ښوونځيو ته ورشي بيا د پارسي په زده كړې
    بوخت وي، او ځيني خو بيا د پوهنتون په دوره كې له دغې ستونزې سره مخ شي. د ارواپونې
    پر بنسټ د يوې ژبې د اساسي زده كړې له پاره نيې پېړۍ ته اړتيا ده او د يوې ژبې د
    نسبي زده كړې له پاره له 2 څخه تر شلو كلونو پورې اړتيا ده، اوس نو كله چې پښتانه
    زده كوونكي په ښوونځيو كې په پارسي ژبه زده كړې كوي نو هغوى ته كلونه كلونه په كار
    دي چې يوازې پارسي هغه هم په نسبي ډول زده كړي او د علم او ساينس له پوهې بې برخې
    پاتې كيږي، يانې هغوى يوازې دومره كولى شي چې پارسي په نسبي ډول زده كړي او كوم
    مضمونونه چې هغوى ته په پارسي تدريس كيږي هغه نه شي زده كولى او په پايله كې زده
    كړه يې نيمګړې وي او په نيمګړې زده كړه بيا په رسمي او دولتي څانګو كې پورته څوكيو
    ته هم څوك رسېدلاى نه شي او په يو ډول سبوتاژېږي او يا په بله وينا پښتنانه تر
    فراغت وروسته هم د مسلك له زده كړې پاتې شي او هم له پارسيوان كېدو، يانې په پاى كې
    نه د دين شي او نه د سادين. لكه څنګه چې په كابل كې متل دى((پښتون چې تر څو
    پارسيوان كيږي، پارسيوان بيا انګليسي زده كړي او وزير شوى وي)).

    زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې پښتنو ته په خپله مورنۍ ژبې د
    زده كړو زمينه برابره شي او پښتانه د دې پر ځاى چې خپل وخت د پارسي ژبې په زده كړه
    واړوي ښه دا ده چې په پښتو ژبه د زده كړو زمينه ورته برابره شي او وخت يې د علم او
    ساينس په زده كړه واوړي. همدا لامل دى چې پښتانه كله له ښوونځيو او پوهنتون څخه
    فارغېږي نه يې پارسي سمه زده كړې وي او دا چې خپله مورنۍ ژبه ورته نه تدريسېږي له
    خپلې ژبې پښتو څخه هم پاتې وي او بيا اداره په اداره ګرځي او چې كله په ماته او
    ګوډه ژبه د ادارې رئيسانو ته غږېږي نو هغوى پرې هم د بې سواده فارغ ګومان پرې كوي
    او انګېري چې يو څوك په ژبه پوه نه شي نو اداره به څنګه وكړي او نور به څنګه
    وپوهوي، همدا وي چې بيا څوك ورته په ادارو كې كار هم نه وركوي او په ملي كچه هم نه
    شي كولى په پارلمان، راډيو او تلويزيون كې خپل نظر څرګند كړي، ځكه له خپلې ماتې
    ګوډې ژبې شرمېږي او غلى پاتې كيږي. زما په اند پښتنو ته تر ټولو لومړى په مورنۍ ژبې
    د تدريس برابرول ډېر اړين دي او پښتانه بايد له هر څه زيات خپلې هڅې په دغه برخه كې
    سره راټولې كړي.

    يو كس په انټر نېټ كې ويلي وو چې د كابل په ښوونځيو كې د مورنۍ ده
    كړې له پاره يې زياتې هلې ځلې كړې او د پښتنو ماشومانو او پلرونو د عرض پاڼې په دې
    اړه د پوهنې پخواني وزير حنيف اتمر او اداري مرستيال صديق پتمن ته سپارلې وې او
    هغيو په يو لړ ژمنو سره تېر اېستلى وو او په پاى كې يې دا په ډاګه كړې وه چې اى خوش
    باورو پښتنو كوم چارواكي چې تاسې ورته رايې وركړي او د هغوى په پښتونولۍ ولاړ ياست،
    هغوى ستاسو له خوش باوريو يوازې ګټه اخلي او ستاسو په قصه كې نه دي او ما چې وليدل
    نو تاسو ته ډاډ دركوم تر څو چې حنيف اتمر او پتمن د پوهنې په وزارت كې وي او ښاغلى
    كرزى ولسمشر وي، نو پښتنو ته به هيڅكله په مورنۍ ژبې د زده كړې زمينه برابره نه شي.
    موږ چې وليدل همداسې وشول او اوس به وليدل شي چې د وردګ هيرو فاروق وردګ ورسره څه
    معامله كوي؟

    په دې هيله چې پښتون او پارسيوان داوړه سره يو ځاى ساينسپوه شي نه
    دا چې په ښوونځيو او پوهنتون سره پښتانه پارسيوانان او پارسيوانان انګليسي پوهان او
    ساينس پوهان جوړ شي.

  3. څرنګه چي دغه بدلون تازه پلی شوی دی ، ښايی چي نور بدلونه به هم
    په لاري وي . خو دا خبره بلکل سمه ده چي زموږ د دري ژبي ګړدود دي د بي بي سي
    ايرانيان نه را ټاکي . زموږ عام خلک دامپزشک او روانپزشک نه پېژني چي دوی يې زموږ د
    افغانستان په پاڼه کي رواجوي .

    د افغانستان لپاره د بي بي سي پاڼه بايد خپل افغاني هويت ولري په
    ايران يې بايد ګډه نکړي .
    تاسي د بي بي سي پاڼه و پرانيزی د هغه و شکل او لینکو
    ته ښه پام وکړی .
    د بي بي سي اصلي پاڼه فارسي
    ده،
    د بي بي سي د ايران پاڼه فارسي ده،
    د بي بي سي د افغانستان پاڼه فارسي
    ده،
    د بي بي سي د جهان پاڼه فارسي ده
    راديوتلوېزون يې فارسي دی
    !

    دا د ايراني فارسي فارسي بازار بايد پر موږ افغانانو و نه تپل شي . دا
    افغانستان دی او دلته زموږ د وطن د اکثريت ملي ژبه پښتو ده او دري مو هم رسمي ژبه
    ده هغه ته بايد انګرېزان درناوی وکړي او په همدې نامه خپرونه ولري . کنه موږ اړه نه
    ورته لرو ! .
    که پاڼه د هيواد په نامه جوړيږي نو موږ خو دوې رسمي ژبي پښتو او
    دري ژبي لرو چي بايد د افغانستان تر نامه لاندي دواړي څنګ په څنګ راشي . او که پاڼه
    بيا د ژبو په نامه بېلیږي نو لکه د جرمني د ويچه ويلا په زړه پوري پاڼه د فارسی،
    دري او پښتو د پاره دي بېلا بيلي پاڼي جوړي کړی شي او مستقلانه خپروني دي ولري .

    د بي بي سي په دغه نوي پاڼه کي ايرانيانو واقعاً انګريزي غوندي
    شيطنت پلی کړی دی چي اوږدمهاله اهداف په نظر کي لري !
    افغانان بايد د هغه
    وړاندي خپل غبرګون څرګندوي .

    په درناوي
    ماڼوکۍ

  4. Salam tool larawber karkawoonko ta satasoo da yaqeenan toola nari guari chi pashto warka kri kho inshahallah da pashtano sara da allah madad aw koomak dee.aw pashtana zawanan lari chi dasi zawanan dda pashto lapara da har sa saka teer dee.manana moska jani
    meeni saka nari nari manana

  5. دلراوبردویپانی درنو کارکونکو سلامونه می ومنی
    ستاسو دشی کارکرنی به زما ستاینه ته ارتیا نه وی او نه هم کولای شم لکه چرنگه چی شایی ومو ستایم خویوازی دبی بی سی په اره دزره له درده یو چه لیکم !
    په جگرو او تاوتریخوالو کی دغه دول رسنیو لکه بی بی سی اونورو تل بل اور ته ور پو کریدی او تل یی دبهرنیانو دکامیابی لپاره قدمونه پورته کریدی افسوس خو داده چی ددی سپیره خو په اسلام مین هیواد دگوتو په شمیر خبریالانو هم دیوی گولی دودی پیداکولو لپاره چی لدی کار پرته یی هم خدای (ج) ورسره وعده کریده دبی بی سی دپالیسی سره مرسته کری او زمونژددین .خاوری اوملی یوالی ته یی تل دروند زیان ارولی دی له لیدونکو می هیله داده چی لاس دخدای (ج) دربار ته پورته کری او هغو کسانو ته چی دنورو په لمسون او یا نه لمسون ددی مسلمانو په حال لا هم دبهرنیانو لپاره په دغه بیچاره ولس لوبی کوی نسکور کری او دقارون او فرعون سره یی یواجای کری
    مننه قاری دین محمد

  6. د دي سايت خاونده ستاسو ده نيك عمل چي د پشتو‌‌‌زبي دپراختيا په هكله مو كري دي له ستاسونه يوه نري مننه ستا سو د بريا په هيله زه له خدايه (ج) نه تاسوته د بري هيله كوم

  7. دډير افسوس او خوابدتيا ځای دی چي پښتو دانټرنيټ په نړۍ کي لا هيڅ پراختيا ونه مونده،داخو پرځای پاته خبره ده هغه پخوانی حال يې مخ په کښته روان دی……..ايران خپله ژبه پرموږ تپي،دخپلي ژبي دپرمختګ لپاره زيات کوښښونه او هڅي کوي،په پراخه پېمانه ويب پاڼي لري او اوس دا؟؟؟!!!!!
    په اکسفورډ قاموس کي مي داسلام اړوند لغات معنی کتل چي اسماعليه مي ترسترګو شو، او دهغه سره يې شيعه ته لينک ورکړی و او شيعه ته ليکلي ؤ چي دمسلمانانو ددوو لويو ډلو (سني او شيعه) نه يوه ده چي وروستی خليفه دخلافت حقدار ګني او بيا يې سني ته لينک ورکړی ؤ چي داهم وګورﺉSee this ..SUNNI…دهغه په ليدو هېښ پاته شوم ځکه ليکلي يې ؤ چي دمسلمانانو ددؤ لويو ډلو نه يوه ده چي لومړي درې خليفه ګان دخلافت مستحق ګڼي…….دومره تعصب؟؟!!!
    موږ تراوسه ويده يو،په هيڅ سر نه ګرځوو،خاوند دي موږ(مسلمانان) ته ديووالي توفيق راکړي او دغليمانو مخ دي تور کړي…………………….راځي په انټرنيټ کي دخپلي ژبي دپراختيا لپاره هلي ځلي وکړو او دنورو ژبو سره يې په کتار کي يوځاي وځلوو، په فېس بوک کي هم هره ژبه شته مګر افسوس بيا…….ترڅو به دافسوس کليمه استعمالوو او يوازي به يې ننداره کوو…….
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ډيري غلطۍ مو له خپله لاسه دي،دپښتو ډير کم ويب سايټونه دي چي هغه دي دسافټوېرو او يا ګرافیګس لپاره وي،يوازي شعرونه او ادب؟؟؟؟
    پروګرامران او ګرافيک ډيزاينران لرو نه بيخي!!!!
    زما سره دګرافيکس په اړه اړيکي نيولای شیء،،،،دپښتو ژبي دپراختيا په هيله………………
    ـــــــــــــــــــــــ
    http://noorahimi.deviantart.com
    ______________________
    noorahimi@yahoo.com

  8. سلامونه دبی بی سی رادیو ټولو کار کوونکو ته وړاندی کوم اوخدای دوکړی چی روغ یاستی .
    زه غواړم چی دهرات منارونو په باره کی لږمعلومات ورکړم دامنارونه په ‌ډیر بد حالت کی دی اود هر چاته معلومه ده چی ډیر تاریخی قدامت لری او غواړ چی دتاسی له لاری ویده چارواکی دی ته توجو وکړی که نه داتاریخی اثار به له منڅ ځخه ولاړ شی .
    بااحترام
    صدیق الله وردګ