کور / تازه خبرونه / جنرال پکتياوال:فايننشل ټايمز ورځپاڼه نړيوالې محکمې ته راکشوم

جنرال پکتياوال:فايننشل ټايمز ورځپاڼه نړيوالې محکمې ته راکشوم

په کابل کې دپوليسو په ډله کې وتلې څيره جنرال پکتياوال [چي تيره مياشت ددغه ښار لوديځ دکمپنۍ دآب رسانۍ په سيمه کې د طالبانو په يوه چاودنه کښې ټپي سوئ  وو ] وايې چې دفايننشل ټايمز ورځپاڼه به نړيوالې محکمې ته وراکش کړي .

  


 

دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې مبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر ډګرجنرال عليشاه پکتياوال وايې چې فايننشل ټايمز ورځپاڼه چې دده په وړاندې يې په دروغو يوه مقاله خپره کړې ده که چيرې ورته اسناد وړاندې نه کړي نوپه نړيواله محکمې ته به يې راکش کړي .

لندن ميشتې ورځپانې څه موده وړاندې په پکتياوال پسې  ډير داسي دروغ ليکلي چې هيڅ حقيقت نه لري دهغې ډلې څخه يې پرجنرال پکتياوال تورلګولى چې په دوبۍ کې کورونه اومارکيټونه لري .

خويوتبصره که په دې ځاي کې وشي هغه به ډير ګټوره په دې وي چې بايد ووايو چې که چيرې جنرا پکتياوال دشمالي ټلوالې له غلو سره تړاو درلودلاي نو هيڅ کله به دغه شان تورونه نه پسې لګيدل .

جنرال عليشاه پکتياوال چې په دې  وروستيو کې هند ته ددرملنې په خاطر تللى وو دوه ورځې وړاندې بيرته کابل ته راستون شو .

هغه په خپل کورکې لراوبر ته ووويل چې يادې شوې ورځپاڼه ته يې رسمي مکتوب استولى دي اوله هغوي څخه يې دده په اړه ددروغو شواهد غوښتي دي .

پکتياوال وويل چې په داسي حال کې چې په کابل کې په يوه کرايي کورکې اوسيږي دغه ظالمانه اوبيرحمانه اوله مافيايي شبکو سره تړلې ورځپاڼې يې په اړه داسي دروغ ليکلي چې هيڅ حقيقت نه لري .

نوموړي وويل چې دهغې مودې راهيسي چې په کابل کې دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې دريس په توګه ګمارل شوي دي په سلګونو وژونکي سړي تښتوونکي اودنشه يي توکي قاچاقچيان نيولي دي .

هغه وويل چې دي نه په دوبۍ کې نه په کابل کې اونه هم دنړي په بله کومه سيمه کې هيڅ جايداد نه لري اودوي يې په اړه دروغ ليکي دي چې پرې به يې نه ږدي .

پکتياوال په کابل کې دټولو دولتي چارواکيوزيات دمطبوعاتو په ډګر کې مخکښ جنرال دي چې دچاودنو داودنور ډول ډول پيښو درامنځ ته کيدو سره سم خو ياپه سيمه کې حاضر وي اوياهم دمطبوعاتو مخې ته ځان راڅرګنده وي .

پکتياوال ګواښ وکړ چې که په نيږدې ورځو کې دغه ورځپاڼه ده ته ځواب ورنه کړي نو ژر به يې محکمې ته راکش کړي .

جنرال پکتياوال دامهال دکابل په يوه شخصي روغتون کې دردرملنې لاندې دي .


جنرال پکتياوال د کار په موده کښي په سلګونو وژونکي، سړي تښتوونکي اودنشه يي توکيو قاچاقچيان نيولي وه.




 

 

تبصره نسته

  1. سسلامونه ښه خبر دی خو دا خو دټول افغان او پژواک خبر دی

  2. د لر او بر محترمې ادارې ته !
    ستاسو د خپرو شويو مالوماتو نه يوه نړۍ مننه چې د وتلې څيرې عليشاه پكتياوال په اړه مو په زړه پورې او تازه مالومات خپاره كړل .
    پدې وروستيو كې يو شمير كسان چې غواړي د هيواد د اصيلو پچيانو رنګه بده كړي داسې راپورونه خپاره كړي وو چې په هيڅ صورت د منلو وړ دي.

  3. General Ali shah Paktiawal za de Islamia colledge la dawree sakha pejanam. Yaw watandoost aw ba hemata shakhs dai. hamesha ye de khalku de khedmat lapara khpal zan pu oor ke achawalai dai. tasee waleedal chee sumra zakhmuna yee de watan lapara wakhural. de yaw milli shakhs ta bayad qadardani washee na da chee tawheen. Afghanan bayat pu alishah iftikhar wakri.

  4. he is a very honest and nice person.we proud on has work about
    these criminals like we are looking every day.i hope from allah to save hime in every place world. we all afghan proud on hime

  5. سلامونه لر او بر او په وطن مینو وطنوالو ته.دا چی پکتیاوال صاحب انګریزی ورځپانه محکمی ته راکش کوی ډیره ښه خبره ده،خو زه ورته دیوه وطنوال په حیث دا وړاندیز کوم چه د .‌ډیرو ګوډاګیانو په زړه کی ځای لری داسی نه چه باداران درباندی په قهر شی او دا رویا یی مینه د ګوډاګیانو له زړه هم ووزی.مونږ اوته خپله دخپلو مړو او شهیدانو پوښتنه ددی ظالمانو نشو کولای او ته د څو درواغو سپیناوی غواړی هغه هم په داسی حال کی چه تاسی او ستاسی ګوډاګی دولت او ستاسی امریکا یی وروڼه په خپله د ورځی په سلګونو درواغ خپلو بی وزلو وطنوالو ته وایاست.په دی ۷ کلو کی مو په لسګونو زره بی ګناه پښتانه د طالب او مجاهد په نامه بمبار او شهیدان کړل ددنیا خلک حیران پاته دی چه دا څنګه طالبان دی چه هبڅ ن خلاصیژی.دا پای ټکی دا دی چه ټول دالله حضور ته ورروان یاستو.خدای پاک لکه افغانو غوندی نه شو غولولای.د غلو او داړه مارانو په نابودی کی د بری غواړم او د بی ګناه وطنوالو د وژلو په ګناه ستاسی ټولو مشرانو سره دخدای پاک عدالت .

  6. Samadi Wardak zasarpandi lanat aw nafreen wayan che de alishah paktiawal pu shan mili shkhsiat ta ghulam wayee. tool milat darta khaieen wayee. samadi wardak ta aslan wardak naiee shayad punjabai ya iryanai yee. zinda bad paktiawal. hamda paktiawal dai chee 30000 mujrimeen yee de qanoon mangulu ta kash karee dee pu tero so kalunoo ke. samadi wardag kedai shee desta yee ham de pand kum shaskt newalai wee. Paktiawal ta de bayad de yaw mili shakhs pu hais wakatal shee. Paktiawal tade khudai yawzal bia pura sehat war kree che fe samadi wardag mafia de khawrosara khawre kree.

    zwandee dewee de watan aslee bachian. wrak aw barbad de wee de afghanistan dushmanan aw de punjab aw Iran ghulaman.

  7. پکتياوال لکه چې په قام احمدزی وي ، تصميم او نر ځواب ته يې درناوي کوم خو له پکتيا وال نه دا پوښتنه کوم چې ته ولې دې لا سپوڅي رژيم او دصليبي اشغالګرو مستعمېرې ته (د افغانستان د اساسي قانون ماتول) چوپړ وهې ?
    ايادا ديوه پښتانه او مسلمان احمدزي غېرت دی او که پښتانه هر وخت په پېسوځانونه خرڅوي ٠ که پردې لاره کې مړ شي خلک به د خائن بولي او که خپله وظيفه د پرېښوده افرين به درباندې وايې ٠