کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راتلونکي جمهوري ریاست ته څوک تر ټولو وړ کاندید دئ؟

راتلونکي جمهوري ریاست ته څوک تر ټولو وړ کاندید دئ؟

راتلونکې جمهوري ریاست ټاکنې ډیرې مهمې دي. تیرې ۷ کلنې دورې ښه نتیجه ورنکړه. له همدا اوس نه باید افغانان په مناسبترین شخص اتفاق وکړي او د خپلو شخصي او ګروهي ګټو پر ځای د ملي ګټو فکر وکړي. افغانستان د خپل تاریخ په یوه داسې پیچلې دوره کې دی چې د بقا او د له منځه تلو سوال یې مطرح دی او په ټولنه کې لاندې سترې او نورې ډیرې ستونزې  موجودې دي:

بې امنیتي/ جګړه/ نظامي حالت او د نړیوال ایتلاف او بهرنیو جنګیالیو له خوا د بې ګناه خلکو بې رحمه وژنې
بې کاري/ فقر، ولږه او بې سرنوشتي
کمزوری دولت او اداري فساد،
د بشري حقونو د پایمالوونکیو، غلو او ډاکوانو فعال حضور،
د مخدره توکیو مافیا
د تعلیم ټیټه کچه، علمي اوکلتوري وروسته پاتې والی
د یوملي افغان شموله منظم سیاسي ځواک نشتوالی، تشتت او پراګنده ګي
د نړیوالو دوستانو نشتوالی یا نه باور، د نړیوالې سیالۍ ډګر
یوه ژوره خلا او دګاونډیانو شوم پلانونه
د جمهوري ریاست په ګڼو پوټنشیل کا ندیدانو کې د درې کسانو چانس ډیر ښکاري: حامد کرزی، ډاکټر اشرف غني او علي احمد جلالي. هسې خو نورو ډیرو هم خپله لیوالییا ښودلې ده، لکه: ډاکټراحدي، امین ارسلا، مصطفی ظاهر،علي سراج، پير ګیلاني، قانوني، محقق، دوستم، شیرزی، جبار ثابت او نور.  حکمتیار، ملا عمر، سیاف، رباني، مجددي او نور مشران هم شته چې څوک په اوسني دولت کې دننه او څوک ترې بهر دي.

هسې خو په سیمو او بانډو کې اوس هم عوام  پخوانیو مجاهدینو ته لیوال دي، خو هغوی چې په دولت کې دننه دي، دیر نفوذ نلري او محلي ځواکونه دي او هغه چې افغان شموله دي، د جګړې لار یې نیولې ده، او څرګنده ده چې دوی د ټاکنو په سوله ایزه پروسه کې برخه نه اخلي. نو ځکه پورته درې تنه تر نورو ډیر په خولو کې اوړي.

۱. حامد کرزی: باعزته سړی دی، قومي اوجهادي سوابق یې پیاوړي دي. ددولت امکانات یې هم په لاس کې دي او د معاملو اوسازشونو چل هم ښه ورځي. نیت به یې ښه و، خو په تیرو ۷ کالو کې یې داسې کومه د پام وړ بریا نه ده لرلې چې سړی ورته هیله من شي. ویناوې یې تر یوه ولسمشر ډیرې یوه بنډارچي ته پاتې کیږي. لویه توره یې دا کړې چې که کوم جګړه مار یې له صحنې لیرې کړې، نو پر ځای یې ورته شعله یې ټاکلی دی. کرزی جرګې او خوږ بنډار کولاې شي، خو نه دولت جوړولاې شي، نه سیستم او نه ملت.

۲. جلالي: یود لوړې کچې روڼ اندی او اکاډمیک شخص دی. د کورنیو چارو په وزارت کې یې د سمونونو نیت ښوده، خو په دې بهانه چې کرزی پوره صلاحیت نه ورکوي، میدان یې پریښود خو ده د خپل صلاحیت په چوکاټ کې هم څه نوښت و نه کړ او د ګوتو په شمیرد کار خلک یې هم په کار ونه شوګمارلای او. دې د تیورۍ له مخې موسسې جوړولای شي خو د عملي کار تجربه یې ډیره روښانه نده. دا چې له تیر یو کال راهیسې ورته نه لیدونکی کمپاین کیږي، چې دی ګویا د امریکا کاندید دی نو فرصت طلبه خلک ورته ډیرې خوشامندې کوي او دروغجن ډاډ ورکوي. د کمزوري اولسي بنسټ لرل، دهیواد له دننه کم معلومات او کمزوري قومي ریښې یې ددې وړاند وینه کوي چې په مستقل ډول کاندیدۍ کۍ به یې د بري چانس کم وي.

 ۳. اشرف غني: هم مفکر او هم عملي ګرا شخص دی. د بن تړون، دوه لویو جرګواو اساسي قانون په ډیزاین کې ېې   کلیدي رول، د مالیې وزارت او کابل پوهنتون په شان جنجالي ځایونو کې یې بریا، هیواد ته د ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې جلبول، د ملي او نړیوالو ارزښتونو باب ژوره پوهه، بې ساری جراءت  او د خدمت فوق الاده مینه یې هغه ځانګړنې دي چې تر ټولو نورو یې لوړ کړی دی. سره له دې چې مخالفین یې پرې تور تړي چې تر حده ډیر جدي دی، خو چا چې ورسره یو ځای کار کړی دی، دده د ژورې همدردۍ او مرستې او ملاتړ یادونه کوي. دده په وړاندې به تر ټولو لوی چلنج داوي چې د ناقانونه ګټو خاوندان او جنایتکاران به ترې په ویره کې وي او پر ضد به یې د پراخو ا‌یتلافونو د جوړولو هڅې وکړي او ټول به د کرزي په شان یو چا په شاوخوا راټول شي. دا چې په افغانستان کې۳۰ کاله جګړه او د ځبرځواکونو سیالۍ وې، ډیر کم څوک به پیدا شي چې په یو ډول نه په یو ډول په یوه ستونزه کې ککړ نه وي، نو پکار ده د راتلونکې لپاره د قانون د حاکمیت د کلکې ارادې سره سره د تیرو انتقام جوییو د مخنیوي ډاډ ټولو ته ورکړل شي.

نتیجه (پایله): که کرزی جرګې جوړولاې شي او جلالي موسسې . نو اشرف غني هغه څوک دی چې په دې تاریخي بحراني دوره کې ملت جوړولای شي او پوهیږي چې څنګه ناکام دولتونه بریالي شي. د افغانستان په ګټه خو داده چې دا پورته نور دواړه او دوی ته ورته نور کاندیدان له ډاکټر غني سره په یوه ټیم کې شامل شي چې هم پکې د جرګو سړی وي، هم د سیستم جوړولو، هم پالیسي سازاو هم د هیواد د متوازن انکشاف کارپوهان اوفعالان. دا ټیم باید د هغو مجاهدینو نماینده ګي هم یقیني کړي چې د هیواد اساسي ګټو ته وفادار وی اوټول له داسې شخص( ډاکټر غني) سره کار وکړي چې ددغو ټولو تر منځونو همغږي رامنځ ته کړي او د ټولو کار ته داسې لوری ورکړي چې ملت او هیواد له دې بحرانه راوباسي. هسې که د وار پوره کول وي نو مجددي صیب هم ۳ میاشتې په نامه مشري کړې ده، خو دا ځل ملت یو اساسي بدلون غواړي.

لوی او متعال الله (ج) دې دا ځل په افغانانو رحم وکړي چې یو سالم مشرتابه (لیډرشپ) یې په برخه شي چې له ملت سره په ګډه دا مظلوم خو اتل او د سولې او نیکمرغۍ مستحق ملت د نیکمرغۍ، یووالي او سکون پر لوري بوځي، رښتینې سوله اومصالحه پکې راشي، او دا ویاړمن هیواد یو سوله ایز او با حیثیته هیواد او د ټولې نړۍ سیال شي.

تبصره نسته

  1.  حاجی مهاجر | دوخت
    ضرورت

    یوه وروردافغان پنامه چی دیوه مناسب کاندید خبره یاده کړیوه ډیرښه
    خبره ده دافغانستان مشکلات ددرناحیونه ډیرزیات دی
    اول : دکدررهبری درهبری
    پرسراختلافاتوهم زموږ قهرمان ملت دجهاد په سنګرکی سټړی اوستومانه کړی اوهم یی اوس
    ځوروی باید دیوه شخص پرځای یوه کاری ګروپ جوړ سی اودهغه کاری ګروپ لخوایوتن چی
    هرځوک وی کاندید کړی ورته شرایط اودکارلایحه وټاکی چی دکامیابی په صورت کی باید دغه
    دغه کارونه وکړی باید په دغه کاری ګروپ کی ټو ل مطرح شخصیتونه ګوندونه اوشوراګانی
    یوځای کاروکړی داکاربه هم ملت دسرګردانی نه راوګرځوی اوهم به راتلونکی دولت له
    ګمراهی نه راوګرځوی
    دوهم :زموږاساسی بل مشکل دادی چی کوم هیوادونه چی دلته راغلی
    دی پخپل منځ کی په یوه خوله ندی چی دی کارزموږ وامنیت اوبیا روغونی ته زیان رسولی
    دی چی داکارهم یوقوی کاری ګروپ کولای سی چی هغو ی دی ته وهځوی چی یوه شریکه
    ستراتیژی جوړه کړی
    دریم : زموږ ګاونډیان دی چی زموږ په کورینوچاروکی لاس وهنه
    کوی اودالاس وهنه هم داوسنی اداری له دننه اودپاندی کوی خوکه یوفعال کاری ګروپ ورته
    جوړسی کولای سی چی دګاوندیانودلاس وهنی مخه ونیولی سی لنډه داچی یوازی په
    اوسینوشرایط کی کیدای سی دیوه کاری ګروپ دلاری خبل مشکلات حل کړای سو خوکاری ګروپ
    هغه وخت کامیابه کیدای سی چی مطرح شخصیتونه دخودخواهی نه تیرسی دکاری ګروپ
    دنظرغوښتنی وروسته په ګده یو کاندید ورکړی اودډیروکاندیدانوموجودیت نه یوازی ملت
    ناهیلی کوی بلکه ستره بی اتفاقی منځ ته راولی اوبیا غلو اوداړه مارانوته لاره
    هواروی ترځوی بیا دخلګوپه مال اوعزت ملنډی ووهی اوبله مهمه خبره داده چی اوسنی
    اداره دومره شوړیدلی اوفاسده سویده چی اصلاح کول چی دهرشخص تروس وتلی دی نه یوشخص
    ددی مشکلاتوراوتلای سی اونه هم یوګوند کولای سی هیله ده چی ټول هغه کسان چی غواړی
    ځان کاندید کړی ځان هم ناکامه کړی اونورهم ناکامه کړی اوملت ناهیلی کړی ښه داده چی
    ټول سره کښنی اوپریوه داسی کاندید موافقه وکړ ی هغه ملی ګټوته وفاداره وی غل
    اوټکمارنه وی لاسونه یی دملت په وینوسره نه وی له جنګی حنایتکارانونه وی
    وسلام

  2. سلام

    زه فکر کوم چه که جمهور ریس کوم امریکایی شی او وزیران یی انګریزان او معینان یی د ناټو د نورو غړو هیوادو څخه شی او حتی تر ریسانو پوری یی د غرب څخه وی نو یو کامیاب دولت به جوړکړی

    خوپه دی شرط چه افغانی او بیا په خاص ډ ول د ټلوالی غله په کی نه وی نو یوڅه امنیت به هم راولی

    اوبیا روسته د دولت ټول پوستونو د ازاد رقابت له لیاری ډک شی خو په کابل او غټو ولایاتو کی هغه چاته وظیفه ورنکړل شی چه په پښتو او دری دواړو نه پوهیږی
    بیا د وه کاله روسته د معینانو سیټونه افغانی شی او دری یا څلورکاله روسته د وزیرانو سیټونه افغانی شی او بیا بله دوره انتخاباتو کی افغانان کاندید شی

    مننه

  3. ښاغلى افغان!منفي ستا احساسات، خداى دې وكړي چې بيا همداسې وي. خو موږ پښتنو يو وار خپله امسا وركه كړې او د ټولټاكنو له سوړې يو وار مار چيچلي يو او بيا نه غواړو چې خپله امسا وركه او له دې يوري مو په بل ځل مار وچيچي.
    په څېره كې خو دواړه(جلالي او غني احمدزى) ښه دي او موږ ته د منلو وړ دي، خو دا چې د پښتنو او هېواد په برخه كې يې څرنګوالى بيا څه دى او له پښتنو سره يې ژمنه څه ده او دغه ژمنې ته به له كومې لارې او څنګه رسېږي، په دې يې نه پوهېږو او موږ به دا وار رايې د چا وينا او څېرو ته نه بلكې د هغه ستراتيژيك پلان او د دغه پلان د پلي كېدو څرنګوالي ته وركړو. هسې خو كرزي صيب هم ځان پښتون_پښتون او زمرى زمرى كوو او ويلي يې وو چې د پيشو غاړې ته به زنګ دى اچوي خو كله چې د پيشو ميو يې واورېد بيا لكه د نورو موږكانو په څېر په سوري ننوت.((د پولاد توپير له اوسپنې څخه دا دى چې د پولاد په حرارت ويلې شي نه د اوسپنې په حرارت)) په ډېر درناوي. ستاسې افغان ورور كروړ

  4. د كروړ او نورو له نظر نه په مننې سره دومره زياتوم چې موږ تر څو د يو چا د كابينې او واليانو لست او هم له پښتنو سره د ژمنې محتويات او د هغه پلان او ستراتيژي ونه وينو نو نه شي كېداى چې د يو چا باټې او ژمنې د قضاوت اساس وګرځي.
    زما په اند له ټولټاكنو څخه مخكې پښتانه بايد د يوې لويې دايمي جرګې له لارې سره يو شي، كه دوى په خپله كانديد وړاندې كوي او يا له جرګې څخه بهر د يوې ژمنې پر بنسټ د كوم بل كانديد ملا ورتړي، نو دوى به د راتلونكي ولسمشر پر وړاندې هله برلاسي وي چې د فشار د يو مركز په توګه خپل شتون وساتي او د همدې مركز(جرګې) له لارې خپل اغېز پر هغه وښندلى شي. كه ولسمشر له دوى سره په ژمنه ولاړ و، نو دوى دې هم د ولسمشر ملاتړ ته دوام وركړي او كه له خپلو ژمنو يې پښه اړوله نو دوى دې د هغه له ملاتړ څخه لاس واخلي او دولت بيا مجبوره دى چې نوي انتخابات وكړي. كه داسې نه وي نو د ټولو قصه مفته ده هر څوك به لكه كرزى د بهرنيو ډالرو په زور به راځي ټولو قومونو او ډلو ته به د خدمت ژمنې كوي، خو چې واك ته ورسېد هغه به كوي چې بهرني باداران يې ورته وايي او خپل جېبونه به ډكوي.

  5. افغان جانه ! لیکنه دې په اول كې ډيره په زړه پوري وه خو بيا دې وروسته ښاغلي احمدزي صيب ته كمپين كړي وو،چې موضوع دې ډير ه بې خونده كړي وه.
    زه به يوه خبره درته وكړم چي نه والله كه جلالي څه وكړي نه غني او نه هم كرزي ځكه دلته واك دبل چا سره دي اودا خلك كه وړيتا هم ولري نو هم هيڅ نه شي كولي ځكه واك ورسره نشته ، او بل فكر كوم چې احمدزي صيب لږ ناروغه هم دي او ډير وخت يې په روغتون كې تيريږئ . او بله زه دا درته وايم چې دا ځله بۀ ولسمشر دهغي بلي خوا څخه وي ځكه په پښتونو ميشتو سيمو كې لس فيصده خلكو كاروتونه دي اخستي او پنځه فيصده پښتانه به هم په ټولټاكنو كې برخه وانخلي .
    دا وړخبري او انتخاباتي مبارزه په افغانستان كې هيڅ معني نلري .
    عمراني