کور / ترخې خبري / د ايران قونسل په هرات کې امر کوي؛ چې پښتو مه ليکئ !

د ايران قونسل په هرات کې امر کوي؛ چې پښتو مه ليکئ !

بسم الله الرحمن الرحيم

د هغې موافقې پر بنسټ ، چې د ايران، تاجېکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ شوې وه ،د لړم په شپږمه او اومه نېټه د هرات په ښار کې د فارسي ژبې د لوی شاعر ابو عبدالله رودکي يو زرو يو سلو پنځوسمه کاليزه د يوه دوه ورځني سيمينار په ترڅ کې ولمانځل شوه . که څه هم د يوه لوی شاعر لمانځنه ، چې په هرقوم او ژبې پورې تړلی وي او په ځانګړې توګه چې وياړونه يې زموږ له دري ژبې سره هم تړاو ولري ډېر پرځای اود ستاينې وړ کار دی ، خو له بده مرغه که هرڅومره نېک کار په بد نيت ترسره شي ، پايلې به يې بدې وي .

د دريو همژبو هېوادونو !؟ له خوا په ګډه د رودکي  لمانځنه ، يا د نوروز لمانځنه او يا د ګډ فارسي تلويزيون جوړول ټولې هغه چارې دي ، چې ايران يې د خپل فرهنګي يرغل او سيمه ييز نيواک په نيت کاروي .افغانستان او تاجېکستان په داسې موقف کې نه دي ،چې وکولی شي په دغو پروګرامونو کې مساوي ونډه او اغېز ولري ، بلکې اړ دي يوازې دايران ډول ته ګډ شي .

غواړم په دې لنډه ليکنه کې د رودکي په سيمينار او هرات کې له يوڅو ټکو او خبرو تاسو خبر کړم . لومړی خو دا چې ، که څه هم د هرات شاوخوا 60 تر 70 په سلو کې اوسېدونکي پښتانه دي ، خود رودکي  په سيمينار کې يوازې له کابل څخه د ګوتو په شمېر يو څو تنو پښتنو ګډون درلود ، چې درې په کې چارواکي او درې تنه په کې ليکوالان او فرهنګيان وو . د سيمينار پر فضا باندې د کشورها او ملت های همزبان شعار حاکم و او په ډېر خوند خوند به يې يادونه کېده ، ګواکې افغانستان يوازې همدا يوه ژبه لري . که څه هم د سيمينار په دوسيو کې د افغان پر ځای د افغانستاني کلمات کارول شوي وو او په خبرو کې هم دا کلمات کارول کېدل،  بياهم په لومړۍ ورځ يوڅه دېپلوماسي ساتل کېده . خو په دويمه ورځ ايراني مشربه افغانستانيانو او دانشګاهيانو نورطاقت راونه وړ او تارونه يې وشلول ، محب بارش پاڅېده او د دري ژبې له مظلوميت څخه يې سر وټکاوه . د ده په وينا اوس ظلم تردې کچې رسېدلی چې په تعليمي نصاب کې د ( بازرګان ) کلمه په دې تور چې ايراني ده ، نه پرېښودل کيږي . په ناستو کسانو کې اسير هروي ( چې په جمهوري رياست کې د سيا مک هروي پلار دی ) احساساتي شو او نارې يې کړې ، چې : چرا خودما ايراني نباشيم؟ مانا دا چې نور نو دا افغانستانيان پر افغانستاني هم قناعت نه لري او په جار نارې وهي ، چې موږ ايرانيان يو . ښاغلی بارش او هروي په دې خبره ډېر ښه پوهېدل ، چې په داسې يوه غونډه کې چې هلته د ايران سفير او قونسل ناست وي ، دا ډول څرګندونې د ايران په دربار کې څومره مادي ارزښت او پاداش  لري .په هرات کې دايران قونسل ، چې د خپلو تالي څټو احساسات وليدل فکر يې وکړ ، چې دی په ايران او يا هم د ايران په کومه مستعمره کې ناست دی . په ټول سيمينار کې دوې مقالې په پښتو ژبه وې ، لومړۍ مقاله اوله ورځ ولوستل شوه او چا څه نيوکه نه درلوده، خو په دويمه ورځ چې کله دويمه مقاله ولوستل شوه،  ښاغلي قونسل په ډېرې سپين سترګۍ وويل، چې دا مقاله بايد په فارسي ليکل شوې وای ، ځکه چې سيمينار خو د فارسي ژبې د شاعر په اړه دی او بل دا چې  کله تاسې څوک سټېج ته راغواړیء او ورسره د پوهيالي او پوهندوی القاب استعمالویء، په دې خبرو خو موږ نه پوهېږو د هغو پرځای تاسې بايد دهغو معادل لکه دانشيار او داسې نور وکارویء . که څه هم ښاغلي حليم تنوير يې په ځواب کې وويل ، چې:« کله موږ ايران ته درځو هڅه کوو ستاسو له اصطلاحاتو سره ځانونه اشنا کړو او له چانه ، نه غواړو چې هغه راته وژباړی ، نو ښه به دا وي چې تاسې هم دا کار وکړیء.» خومهمه دا ده ،چې اوس خبره دې ځای ته رسېدلې چې د ايران قونسل  ټول دېپلوماتيک اداب تر پښو لاندې کوي او په څرګنده خلک دپښتو له ليکلو او ويلو څخه نهي کوي. احمدي نژاد له طالبانو سره د خبرو په اړه د نهي حکم کوي او قونسل يې د پښتو پر ليکنه .

دوی ملامت نه دي ، ملامت زموږ بې کفايته او غلام صفته چارواکي دي چې هغوی ته يې د امرو نهي اجازه ورکړې ده او د هرات واکمني يې په ډاګه ايرانيانو ته ورسپارلې ده . د هرات پوهنتون د تواميت تر چتر لاندې د ايران د شاهد پوهنتون ( د شاهد پوهنتون د ايراني نشنلېزم مهم مرکز ګڼل کيږي) له خواپه نېغه توګه اداره کيږي او خلک د پوهنتون د اصطلاح پرکارولو له کاره ګوښه کيږی . د هرات تر ټولو مهم هوټلونه لکه پنج ستاره او د تجارتي خونو هوټل دايرانيانو په لاس کې دي او حتی خدمه يې ايرانۍ نجونې دي . پنج ستاره هغه هوټل دی ،چې هلته د اېکو نړيوال سيمينار جوړ شوی و او لوړپوړي دولتي چارواکي ټول همدلته دېره کيږي ، اوايران کولی شي له همدغه هوټل څخه اعظمي استخباراتي ګټه پورته کړي .

زموږ پخواني واکمنان په رښتيا چې ډېر باتدبيره خلک وو، د سرحدي ولايتونو په اړه د دوی د ژورې ستراتيژۍ برکت دی، چې زموږ ګاونډيان په دا دريولسيزو کې ونه توانېدل زموږ واحد ملت تجزيه کړي ، خو که چېرې زموږ اوسني واکمنان دخپلو سرحدي ولايتونو په اړه همداسې بې غورۍ ته دوام ورکړي نو لرې نه ده چې د هېواد تجزيه په خپلو سترګو ووينو .

هرات ته د انوري په څېر واليانو استول په لوی لاس ايران ته د دغه مهم او تاريخي ولايت د ورسپارلو په مانا ده .انوري په هرات کې يوازې د تشيع او ايران په خدمت کې دی ، د يوه منظم پلان له مخې هزاره ګانو ته ځمکې او دهرات تذکرې ورکول کيږي ، د هرات پوهنتون ته د سنجول شوي پلان له مخې 50 په سلو کې هزاره وروڼه کاميابيږي او زياتره اقتصادي کاروبار هم دوی ته سپارل کيږي . له انوري څخه يوازې پښتانه نه بلکې تاجېکان هم سرټکوي . د هرات پوهنتون د ستمي شوونيستانو او افغانستانيانو دشيطانۍ پر ځالې بدل شوی . له پنځو کلو وروسته اېله سږکال د پښتو ځانګې د جوړولو په اړه د حامد کرزي فرمان په ډېرو ستونزو تطبيق شو. حامد کرزي په يوه واحدفرمان کې په ننګرهار او کندهار کې د دري څانګو او هرات کې د پښتو څانګې د جوړېدو امر ورکړی و، په ننګرهار او کندهار کې دري څانګو  فارغين ورکړل ، خو په هرات کې يې له ډېر هلو ځلو وروسته سږکال پر فعاليت پيل وکړ او هغه هم داسې کسان ورته معرفي شول، چې په کانکور کې بې نتيجې پاتې وو . د پوهنتون علمي مرستيال ناصر رهياب ، داود منير اودصالحي په نامه  يو ايرانی استاد د ايرانيزم اصلي ډنډورچيان او د پښتنو وتلي دښمنان دي. رهياب هغو محصلينو ته چې پښتو څانګه انتخابوي وايي ، چې: تو ديوانه هستي که پشتو را انتخاب ميکنی ،اين زبان چی به درد ميخوره ؟ !

په هرات کې انوري له يوې خوا او جميعت اسلامي له بلې خوا داسې فضا رامنځته کړې ، چې پر پښتنو يې د تنفس شرايط هم تنګ کړي دي ، تردې چې دوی اوس حتی خپل ادبي بنډارونه هم په پټه جوړوي او وايي ، چې د بېلا بېلو کړيو له خوا څوځلې ګواښل شوي دي .

که په هرات کې دايراني يرغل پر وړاندې پروخت ګامونه اوچت نه شي او دغه ولايت ته په ملي روحيه سمبال چارواکي وانه ستول شي، نو ډېر ژر به وګوریء چې د هرات د نيولو په اړه دايران هغه تاريخي خوب، چې مېړنيو هراتيانو لکه وزير يارمحمد خان ، سيدای کرخي او نورو يې د مخنيوي په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي ، په ډېرې اسانۍ رښتيا شي .

همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو څخه غوښتنه کوم ، چې نور د ايران د کلتوري يرغل پر وړاندې بې توپيره پاتې نه شي ، د فارسي ګډ تلويزيون په اړه هغه تړون چې د بهرنيو چارو وزير سپنتا له خپل صلاحيتونو بهر له ايران او تاجکستان سره لاسليک کړی بايد پارلمان ته راجع شي ، ځکه يو خو دا د اطلاعاتو او کلتور وزارت  دنده ده نه د بهرنيو چارو وزارت او بله دا چې هغه تړونونه چې له څو هېوادونو سره لاسليک کيږي بايد د ولسي جرګې تصويب واخلي .

دايران د فرهنګي يرغل په اړه ډېر نور څه  ليکل کېدای شي ، خو سمدستي يوازې د هرات د وروستۍ پېښې پريادونه بسنه کوم ، والسلام. 

تبصره نسته

  1. لومړې خودابېخي غلطه اونارواده چې مطلق ووایوچې افغانستان ، تاجکستان اوایران ګنې مطلق فارسي ژبي هیوادونه دي . په ایران کی فارسيبانان ۳۰ فیصده دي اوپه افغانستان کی هم . دغسې تاجکستان کی نیمایي هم تاجکان نه دي .
    په افغانستان کی ، پښتانه ، ازبک ، ترکمن ، قزاق ، بلوچ ، پشه يي ، نورستاني ، ګوجر ، شغناني اوداسې نور خپلې ژبې لري اوفارسیبانان نه دي .
    ایران کی ترکمن ، عرب ، کردان ، ازریان ، ترکان ، ارمنان ، بلوچان اوداسې نورفارسیبانان نه دي ، په تاجکستان کی ازبک ، تاتار ، اویغور ، روسان تاجکان نه دي نوڅنګه ممالک فارسیزبان شو؟
    دایوه نوې دسیسه اودپخوانیوفارسیانوداستعماري تاریخ تکرارل دي چې پرهندوانویې هم فارسي ورتپلې وه خواوس بل وخت دې اوپه نوروقومونو دفارسي محکمه نه چلیږي . ترکانوپه یونان څلورسوه کاله استعماروچلاوه خوویې نشوکولای چې یونانی ژبه په ترکي واړوي ، دغسې فارسي ، ترکي ، عربي ، مغولي یرغلګروونشوکولای چې پښتوژبه لمنځه یوسي . مغولوشعورا درباري تاریخ لیکونکي استخدام کړي و و چې دپښتنوتاریخ جعلي اوتاریخي اسناد یې لمنځه یوسي اودا کاران تررباني امپراتورۍ پورې دوام درلود خوعلم اوساینس ړانده نه دي ، که دفرعون هډوکي پېژندلای شي اومیخي لیکونه لوستلای شي نودرواغ اوخیانت به څنګه معلوم نه کړي ؟ هغه تاریخي ظلمونه چې دپښتنوپه سرشوي ، کله دپټېدودي ؟ دوی پښتنوته بې تهذيبه اووحشیان وايي چې حقیقت نه لري خودفارسیانووحشت اوبربریت دبابیلون په ورانولو ، دهنداویونان په یرغلونوکی پيداکولې شۍ . په پښتوژبه کی دبچه بازي اوزنکه بازي لپاره نوم نشته ، دکاغذپرانۍ لپاره نوم نشته ، داټول نومونه فارسي دي اودا دتهذیب اواخلاقولوی ثبوتونه دي . دمغولواوایراني پاچاهانوقیصې که واورۍ له خندا به ورته مړه شۍ ، پرته له عیاشۍ وبداخلاقۍ بل صفت پکی کم وي . د بلخ اصلي مدنیت یوپښتون مدنیت اوتهذیب وچې د مغولولخوا لمنځه تللی اواصلی اوسېدونکي یې هم نه دي پاته شوي . له دې پرته دتاجکستان ژبه خو۵ فیصده هم فارسي ته نه پاتي کیږي دافغانستان دري لا یوڅه دایران دلهجې سره ورته والې لري . تاجکان تراوسه روسي کاروي اوپه فارسي خط نپوهيږي نو څنګه فارسي ژبې هیوادشو؟حقیقت
    دادې چې دا ټولی دسیسې دپښتوژبې اوکلتوردمنحل کېدو اویونوي جغرافیاوي جوړښت ته لاره هوارول دي چې ناممکن دي ځکه چې دتاجکستان اوافغانستان سوني مذهب دایران دشیعه مذهب سره یوبل مهم توپيردې چې ایرانیان ورته متوجه دي اوځکه په هیرات کی دشیعه هزارګانو قوت غواړي ترڅودایران پولې مطمینې کړي .
    پښتوژبه یوه طبیعي ځواکوره ژپه ده چې پښتانه خپل ایمان اواصول پری نومولي ځکه خو دنړۍ دستروقدرتونواود دورګه پښتنوپاچاهانودخیانت ،جفا ،ناتارونو، کرکواوظلمونوسره سره ژوندۍ پاتې شوې ده . که په پښتنوکی وخت ناوخت شاشجاعګان راپيداشوي نومیرویس خان ، میرمحمود اواحمدشاګان هم وخت په وخت راپيداکیږي اوحداقل د پښتون نوم ژوندې ساتي .

  2. اتله وروره ستا نه یوه نړۍ مننه، بدبختانه چې د افغانستان لږګی سره له دی چې دلته اوسی بیا هم دغه وطن خپل نه ګڼی، چې پریدیو د خدمت د همدوی ناغیړی ثابتوی، خو د ملامتۍ ګوته کندهاری ورور کرزی ته اړول کیږی، چې سره له دی چې پوهیږی چی انوری څوک دی، هغه یې د هرات والی کړ، او دا چې هرات کی اویا په سلو کی پښتانه دی، دوی خو هم یا پاړسیوان شوی، او یې ډیر بی تفاوته دی، ځکه که په یوه لوی سالون کی اویا کسه پښتو خبری وکړی، او پاتی نور په نورو ژبو، د پښتنو د غږ زوږ هم د نورو کسانو غږ تتوی، ورستۍ ټکۍ دادی دی، چې له دوی سره نور باید له قاطع جدیدت نه کار واخیستل شی، په انسانیت نه پوهیږی، هیله ده ې په شین ډنډ یا یوه بله منطقه کی چې زیاد پښتانه میشت دی ، یو بل پوهنتون جوړ شی، چی مکمل په پښتو وی، چې د یوه تعداد بحر میښتو پښتنو پراخه مرسته ته هم ورجلب کړی.

  3. افسوس زه د کرزي په حال کوم چې د سپنتا په څير ډي ډي آر شوى وزير يې له خپل څنګ سره کينولى دى هغه سپنتا چې د کرزي په زور ناست او پارلمان کال د مخه د ډي ډي ار شويو افسرانو په څير رخصت کړى خو د خرم په څير ميړني پښتانه که ورته ژوندي وو بيا به نه افغانستاني کارونه وکړي نه به په ورته سمينارونو کې واوړي را واوړي او نه به يې د هغه ټلويزيون د جوړيدو هيله تر سره شي کوم چې سپنتا يې چرت وهلى دى هغه آرمان زما د معلوماتو له مخې هغه آرمان به يې پوره نه شي چې نوموړى به په خپلو غوږو واوري چې به بيننده هاى عزيز به ټلويزيون همزبان ما خوش امدن

  4. ستاسو په دي تبصره كي ډير په زړه پوري اوريښتني مالومات راټول سوي
    د ي.سي هر بااحساسه ځوان ته دا رسوي سي دخپل هيواد په وړاندي دهر ډول دسيسو لړي سي
    ځرنګه روانه ده بايد په وړاندي ودريږي ،حورابه سو ودي ته سي داهر ځه ناورواووي كه
    په هر نامه وي  داموږ په خپله په ځان كړيدي ،پخپله موخپلي پښي وهلي اونن ورته
    كورو سي نارواوي مو له وطن ژبي اوكلتورسره كيږي  خو هيځ نه سو كولاي ،

    ددي لويه وجه داده سي موږ داسي واكمنان لرو سي هغو ي پر خپله پښتو
    بانيد ي شرميږي ،او په هر مصاحبه كي پښتانه دري خبري كوي ،موږ خپله غواړو سي ژبه مو
    ګونګي اوشاته سي ،تاسي وګوري داطلا تو او كولتور وزير ،خرم ،فاروق وردګ ،اوداسي نو
    رمو ليدلي سي په پښتو خبري وكوي  ولي ديو پښتو خبري نه كوي ،داپه دي سي دوي ته
    يوازي مقام مانالري  نور پښتو يې ددي په ژبه بلا ،كه لږ شاته ولاړ سو نو
    دافغانستان په ټول تاريخ كي يوازي خلقيان ول سي پښتو يې راژوندي او ارواښاد نورمحمد
    تره كي  په لمړي ځل په نړيوال كنفرانس كي پښتو خبري وكولي  ،هغه انګليس
    او دري ښه زده وي ټول عمر يې په كاّبل كي تير كړي وو نوولي پښتو خبري كولي

    داځكه سي هغه ريښتني پښتون وو اوخپل ملګري هم په پښتو بانيد
    ګمارلي وو سي پښتو خبري وكوي ،په هغه وخت كي دكابل نجنو
    پښتو     زده كوله سي نن وربانيد ي خاندي ،غليمان تر موږ ښه دي
    خپله ژبه وربانيد ي كرانه ده ورته خدمت كوي  او راپورته كويې ،پښتانه سي په نس
    ماړه سي نو پښتو پريږي دي او دري وايي ، دادپردوغلامان دي ترينه دخدمت تمه مه لري ،
    دااوسني چارواكي د پردو نوكران دي پښتو يې وپلورله  ځانونه يي خولا
    پخواپلورلي  وو ،

    زه يوازي ټولوليكوالانو ته داوړانديز كوم سي يوازي دپښتو خدمت به
    تاسو كوي  داد غلامانو شپي به تيري سي خو سي تاسو ځانونه خرځ نه كي  ،
    پښتانه ځوك نه وركولاي  سي نه ي خوړلاي  سي كه دپښتنو ريښتني خدمت كونكي
    خلقيان يي دكفر په نا وشړل نو دادي نن طالبان ژوندي دي  دوي كه هر فكر لري
    غيرت من دي او پرپښتو يي خوابديږي  ،اوداسي نو رخلګ هم سته سي خدمت وكوي خير
    سي نن  واك نه لري  ،دوي ددري هيوادونو پارسي تلويزون جوړه وي نوموږولي
    له خپلوپشتنو سره ګډه تلويزنه او نوري چارينه سمو وددي ګوډاګيانو وخت به تير
    سي  پښتانه بهځانونه وپيژني  دپښتو او افغانستان لپاره به خدنمت وكوي
    ،

  5. ze taso toolo ta waem ch ne ba iranen che wkle ao ne afghanistanen hra wraz zewanan sra yu zae lez

  6. ze taso toolo ta waem ch ne ba iranen che wkle ao ne afghanistanen hra wraz zewanan sra yu zae lez

  7. پښتنو یابه یو کیږي یابه ورکیږي!!!!