" /> " /> " /> " /> اوباما د امريکا ۴۴ م  ولسمشر شو  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / اوباما د امريکا ۴۴ م  ولسمشر شو 

اوباما د امريکا ۴۴ م  ولسمشر شو 

د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ډيموکراټ بارک اوباما تر دا مهاله د شميرل شويو رايوو څخه د۳۳۸ رايو په ګټلو سره ريپبليکن سيال جان مکين ته ماتې ورکړه. مکين ۱۵۶ رايي وګټلي.


د ولسمشر کيدو لپاره ۲۷۰ رايو ته اړتيا وه.


جان مکين اوباما ته په دغه تاريخي سوبه مبارکي ورکړه او وي ويل چې هغه  خپله وړتيا وښوده. نوموړي د خپلې کورنۍ او خپلې مرستيالې کانديدې سارا پېلن د سخت کار څخه هم مننه وکړه. نوموړي زياته کړه. ))اوبا زما پخوانې سيال او اوسنی ولسمشر دی.((


د اوباما د کمپاين ويب پاڼې د خپلو ټولو ملاتړو او د امريکايانو څخه مننه کړي او ليکلي يې دي. ))تاسې ثابته کړه چې تغير راتللی شي. مونږ له تاسې مننه کوو.((


دا مهال په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخې ته او د بارک اوباما کورني ايالت الينويي ــ شيکاګو کې له ۶۰ زره زيات خلک راغونډ شوي  تر څو د اوباما تقرير مخامخ او د سيټيلايټ ټي وي له لارې وګوري.  


له بلې خوا ډيموکراټان د لويي جرګې او مشرانو جرګې په ټاکنو کې هم له ريپبليکن وړاندې روان دي.


د اوباما د تقرير او نورو جزياتو په اړه لر او بر ډاټ کام سره اوسئ.


تبصره نسته

  1. دامريکاانتخابات دافغانستان لپاره له تاوان پرته هيڅ ګټه نه لري اوس خودادی بارک اوباماولسمشرشونودی به داصلیبي جګړه نوره خونړۍ کړي اودډيرومسلمانانووينې به وبهوي خواخيربه دوئ هم دالله تعالی په مرسته دنوروصليبي جګړوپه څېرچي کفاروپکي ماته خوړلې وه مات شي . په همدې هيله .