" />  " />  " />  " /> تور ولسمشر او سپينه ماڼۍ   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / تور ولسمشر او سپينه ماڼۍ video 

تور ولسمشر او سپينه ماڼۍ video 

په لومړي ځل يوه تور پوستې کورنۍ سپينې ماڼۍ ته روانه شوه . ٤٧ کلن تور پوستۍ
بارک اوباما له خپلې تورپوستې ميرمنې او ما شومانو سره د سپينې ماڼې څلور کلن
کوربانه شول . په امريکا کې د غه انتخاب وښوله چې دنړۍ په دغه ستر ځواکمن هيواد کې
ډيموکراسي څومره ژورې ريښې لري . په لسگونو ميليونو سپين پوستو رنگ او پوټکى له
پامه وغورځاو او د خپل هيواد د گټو لپاره يې رايې ورکړې . تر پرونه هم داسې تبصرې
وې چې کيدى شي سپين پوستو امريکايانو ته د انتخاب په وخت کې د اوباما رنگ او نژاد
ورياد شي او خپله رايه بدله کړې ، خو داسې معلومه شوه چې هغه اټکلونه بې ځايه وو .
داسې ښکاري چې امريکايانو يوازې د خپل هيواد د ژغورلو په موخه رايه ورکړه .


خو له بده مرغه په افغانستان کې دغه ډول پريکړې د هيواد په گټه نه بلکې په قومي
تړاوونو تر سره کيږي . ژوندۍ بيلگه يې په پنجشير ، بدخشان او باميانو کې د ولسمشر
حامد کرزي دتر لاسه کړو رايو فيصدي وه . چې په پنجشير کې يې د گوتو په شيمر رايې تر
لاسه کړې او په يو شمير نورو ولايتونو کې هم دغه کچه فيصدي ته و نه رسېده . همدا
خبره ده چې موږ په خپله د خپل خير لپاره کار نه کوو .داسې ښکاري چې  په
راتلونکو ټآکنو کې به بيا (  همغه خرک او همغه درک وي )


اوس نو د افغانستان د برخليک او راتلونکي خبره ده . له تور پوستي اوباما به
دافغانانو لويه هيله همدا وي چې هيواد يې د بوش په څير هېر نه کړي او مرستې ورسره
وکړي  . په افغانستان کې د ٧ کلونو په تيريدو سره د امريکا د بې پروايي له
کبله جگړه ، تباهي او بې وزلي زياته شوه . له خلکو سره داسې شکونه پيدا شول چې
گواکې دغه امريکا يان ددوى لپاره نه بلکې د خپلو گټو لپاره راغلي دي ، خو اوس به د
اوباما هغو ژمنو ته افغانان په تمه وي چې ويلي يې وو که ولسمشر شي نو افغانستان ته
به هر ډول پام زيات کړي چې فکر کوم د اقتصادي مرستو زياتيدل به يې دافغانستان په
گټه وي . دارنگه که ددغه هيواد په اړه د بوش خپله کړې تگلارې ته چې يوازې جگړه وه
بدلون ورکړي او له طالبانو سره خبرې تر سره کړې نو هغه ژمنه به يې پوره کړې وي چې
ويلي يې وو دافغانستان او سېمې په اړه به په تگلارو کې بدلون راولي او سولې ته به
کار کوي .


تبصره نسته