" />    " />    " />    " /> امریکایی الوتکو په واده کی ۴۰ کسان ووژل     – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / امریکایی الوتکو په واده کی ۴۰ کسان ووژل  Fotos  

امریکایی الوتکو په واده کی ۴۰ کسان ووژل  Fotos  


 

رویټر د کندهار څخه خبر ورکوي چی امریکایی الوتکو تېره شپه د شاه ولی کوټ په ولسوالي کی د واده پر مراسمو سخته بمباری وکړه چی په نتیجه کی یې څه باندی څلوېښت ښځی او کوچنیان ووژل او ګڼ شمېر نور یې هم زخمیان کړل . دا بم وري د وچ بغتو په کلی کی پر واده باندی وسوه . عینی شاهدانو او د مړو خپلوانو وویل چی دوی ۳۶ وژل سوي ښځي وشمېرلې او ښایی دا تعداد نور هم زیات سی . د کندهار والی او امریکایی پوځ ویلی چی دوی به د موضوع تر معلومېدو وروسته خپل غبرګون وښیی چی آیا دا رښتیا هم ملکی خلک وو او که طالبان . خو څېړونکي وایی چی امریکایی الوتکی د واده مراسم سم نه سی تشخیص کولای او تل یې بېله سنجش څخه ژر بمباری کوی .

 

 

 

 



 

 

image:yahoonews.com

تبصره نسته

  1. د لوی افغان د ټولنې غندنه

    د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنه د کندهار په
    شاولي کوټ کې د ناتو د ځواکنو وروستۍ  وحشيانه بمباردمان چې د واده 
    مراسم يې په داسې وير بدل کړ،چې د ټول افغان ملت د زغم کاسه يې په سر واړوله، 
    په کلکه غندي،او د پېښې ټولو شهيدانو ته د پاک خدای (ج) د درباره ځېنې د فردوس
    جنت  او پاتې کورنيو او خواخوږو ته يې د زغم او اجر غوښتنه کوي٠

    همدا شان  ټول افغان ملت ته په ډېر درنښت غږ او هيله کوي چې
    دا ، او ورته کړنې د سوليئزو مظاهرو  او غونډو په ترڅ کې په کلکه وغندي ترڅو
    خپل غږ د نړېوالو  کڼو غوږونو ته ورسؤ او پدې توګه وکولای شو د داسې مرګوني
    بمباريؤ او ورانېؤ مخه ونيسو٠

    دا د  وطن  او مور ناره  ده  ورونو

                                  
    دا په پښتون ،تاجک ،ازبک او هزاره ده ورونو

    راځۍ چې لاس ورکړو يؤ موټۍ شو ټول

                                   
    زمونږ  بيچاره  ؤ دا چاره  ده  ورونو

    که نه خو ټول ګورو چې ورک به شو ټول

                                   
    غليم را ايښې په مرۍ راته اره ده ورونو

    نه يې پرېکوي نه يې پرېږدي ښه تماشه ده ورونو

                                   
    د افغان غاړه غړۍ د استعمار پڅه چړه ده ورونو

    دا چې هر لور در ته سور شين ښکاريږي

                                   
    دا ګلان ندي د شهيد د سر جنډه ده ورونو

    تل د وي
    افغانستان               
    ژوندۍ د وي افغان ملت

    حامد الوتاند د ٢٠٠٨کال د نوامبر د مياشتې  ٥ مه

  2. تاسو تفصل سره picters والي نه وركوي

  3. په خواشني سر مو واروريدل سي چي په كندهاركي په لسګونو زموږ بي
    ګنا هيوادوال د ښځو اوماشومانو په ګډون دانسانيت او ددموكراسي دټيكدارانو په هوسانه
    هوايي بمباردونو كي شهيدان سويدي ،دوي ته دلوي خداي ج نه فردوس جنتونه اوكورنيوته
    يي صبر جميل غواړم په دي وير كي ورسره ځان  ګډ بولم  .

    تاسو وګوري كرزي ځونه په بي شرمي سره نن دا وايي سي زموږ بي ګنا
    هيواد وال دي نه وژل كيږئ  اونور بايد په خپل سر باند ي بهرني پو ځونه
    افغانستان ته رانه سي .

    ولي پرون دا خبر ه نه كوله سي قدرت ته درسيدولپاره دي ويل سي هر
    طالب بايد ووژل سي اوبهرني پوځونه بايد ډيرشي ،هر ځه سي دوي كوي ازاد دي  دوي
    ښه خلګ دي موږ ته هيواد راجوړه وي ،خونن دادي ستا واكمني ديته راورسيده سي زموږ
    خويندي ميندي  په راكيتونو بانيدي الوزي اوشهيدانيږي ،همداسي په هر ولايت كي
    دپښتنو دوژلولپاره منظم پلان جوړ اوعملي كيږئ ،خوشاغلي كرزي په ارګ كي لاپي وهي
    ،ددي يي ځه رياست جمهوري يي وكړه ،ښي پيسي  يي ټولي كړي ،وروريي دمافيا لو مشر
    دي ،زوي يي پيدا كو ،نور كه پښتانه وژل كيږئ كنه دده يي ځه پريدي زامن وژل كيږئ
    .دادامريكانوي پاليسي ده سي دافغانانونفرت دير او جكړي ته اوږدوالي وركي
    ،دواړوخواووته دوي دي دپاكستان په واسته دطالبانو تر شا داسلام په نامه او دكرزي تر
    شا ددموګراسي په نامه  ،داتو ل ددي سبب سول سي اوس مو ودونه هم راكيتونو ويشتل
    كيږي ،دابايد په ياد ولرو سي دادشاشجاګانو وطن نه دي اونه غلامي منلاي سي  په
    هرنامه سي هر ځوك رازي نو په تورمخي سره به بيرته ځئ ،

    زموږ ټولو افغانانو دنده داده سي ملي روحيه راژوندي كو دخود خواهي
    تير سو ،دڅآنه ګتي پريزدو اودهيواد دخلاصون له دي حالاتو څخه په ګډ ه مبارزه وكوو
    ،موږ بريالي كيږو حتمي به افغانان يوه ورڅ يو شي دتولو دشمنانو به  څآنونه
    وژغوري

  4. noor sa ta walar yai pasai yaw pasun wokai jihad ilan kay kani da ghasi pihi ba deere wu winay