" />   " />   " />   " /> جنرال پترس : قومونه باید د طالبانو سره وجنګیږي   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / جنرال پترس : قومونه باید د طالبانو سره وجنګیږي Fotos 

جنرال پترس : قومونه باید د طالبانو سره وجنګیږي Fotos 

اسوشیټیډ پریس د بګرام څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس په بګرام کی وویل چی افغانی قومونه د طالبانو پر ضد د یوې پیاوړی جبهې په توګه جنګېدای سی . ده وویل چی افغانستان یو داسی هېواد دﺉ چی هلته د قومونو او محلی ټولنو ملاتړ خورا ضروری دﺉ .

ده زیاته کړه چی دا یو داسی هېواد دﺉ چی د مرکزی حکومت د کنټرول عنعنه پر لیری ولایتونو او ولسوالیو باندی موجود نه وی . په افغانستان کی امریکایی قوماندان جنرال مک کایر مېن هم ویلی دي چی زه فوق العاده چمتو یم چی قومونو ته د مرستندوی پوځ په توګه وګورم تر څو هغوی د افغان پوځ ، ناټو او امریکایی پوځیانو تر څنګ وجنګیږی .

د جنرال پترس نوی تاکتيک : خپل پخپل سره جنګول

دغه نوی تاکتیک همدا اوس د ډيورنډ په پوري غاړه کښي عملأ راپیل سوئ دﺉ .

 


خو څېړونکي وایی چی په تېرو ۷ کالو کی په امریکایی پوځ و نه سوه ، اوس پنتاګون غواړی چی د خپلو ګټو په خاطر افغانان د افغانانو سره ( خصوصأ پښتانه خپل تر منځو ) وجنګوی او قومی مشرانو ته پیسې او وسلې ورکړی .مبصرین اندېښنه لری چی ښایی دغسی کار د یوې خطرناکی داخلی جګړې یا اقلأ داخلی نفرت باعث شی چی رغېدنه به یې ډېره ګرانه وی .





2008-11-04 
جنرال پترس د نوي تاکتيک سره په کابل کښي دئ  


 

تبصره نسته

  1. سلام وروڼو،

    تاسې لا تر اوسه نه خبر نه یاست چې پشتانه له پشتنو سره جنګېژي؟

    د جهاد په کالونو کې همدا پشتانه ول چې د افغان حکومت او اردوپشتانه یې وژل ۰ په شمال کې خو هسې هم چا جهاد نه کاوه ۰ مسعود او نورو به هم پشتانه مجاهدین او هم پشتان عکسر وژل خو نور قومونو به یې ایله کول ۰

    د طالب له پیدایشت څخه راپدېخوا پشتانه وژل کېژي ۰ تاسې د مړو شمېره وګورئ چې څومره ده او بیا یې وګورئ چې باله څوک مړه سوي دي ۰
    تاسې ته به مالومه سي چې ټول پشتانه ول ۰ طالبانو لغمانیان مړه نه کړل؟ آیا طالبانو په کندهار کې د دومره ولسي وګړو د مرګ سبب نه سول؟
    د ځایي خلکو په خوله، طالبانو په امریکایانو څه ټکان وکړل او بیا یې ځانونه همدې کلا سره قصداّّ څېرمه پټ کړل ۰ همدا پشتون وژنه ده ۰

    که تاسې دې ته بل څه نوم لرئ، نو مهرباني وکړی دا څه شی دي؟

  2. Dear brothers salam:
    Please publish this again and again we should not fight with each other, Pashtoon should not defend USA what they did with Pashtoon tribe they killed all innocent people my brother if any body fight against Taliban there death will be as Kafir, please dont fight let start Jehad and fight agaist them, first government should eliminate all the poeple who did human right violation than we will see is it Mulim government or not than we will support.
    Thank for larawabar that they are publishing such a news please pashtoon brothers dont fight between your self.
    Allah mo mal shah

  3. salamm to you all larawber.if amrica want to fight whith taliban our country peoples .than this is showing this amrica policy is completly fail in afghanistan.and no need to set and give more time in afghanistan and don,t send more trops to afghanistan.thanks

  4. د افغان باتور اولس د يواځيني ورپاته ډال (( ملي پاڅون )) ليلام او سودا کول ؟؟؟ ؟ – خو ډېر پوخ پلان دئ ؛ تر څو اشغالګر خپله ماته او د افغانستان څخه د وتلو پت په خوندي کړي؛ خو دا پلان بايد طالبانو د بهرنيو ځواکونو په مقابل کي وختي لا په کار اچولائ وائ : چي خلګو راسئ !!! اسلام او وطن مو اشغال سوئ دئ !!! جهاد شروع !!! ناره تکبير ((الله اکبر )) !!! – خو پوښتنه داده چي که خدای مه کړه دغه د جنرال پترس نوی تاکتيک په کار واچول سو نو د ناره تکبير بديل شعار به يې څه شي وي ؟؟؟؟؟

  5. قومی.ملیشی.نسی.کولای

  6. کم پپشتانه چی دائ ایس ائ په لوبه کی را گیردی هغه تول ملت ته په تاوان کی دی هغه نه ده خدائ په شه دئ نه ده پشتانه هغه یوازی ده پاکستان دبقادپاره کارکوی اوپاکستان ده پشتانه تر تولو نزدی دشمن دئ :دیره دیره مننه