کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتنو د بدبختيو يو لوى لامل د يو بل نه زغم دئ

د پښتنو د بدبختيو يو لوى لامل د يو بل نه زغم دئ

هر کله چې په پښتنو کې د يوبل د زغم ، ستاينې او احترام جذبه پيدا شوه ، نو بيا به ددغه قوم زوال پاى ومومي او دغه قوم به د حکومت ، واک او شان وشوکت څښتن   شي .

د پښتنو د بدبختيو يواځينى لامل همدا ده، چې يوبل نشي زغملاى ، په يوه تن نه راټوليږي ، يو مشر نلري او په داسې ناروغۍ اخته دي، چې نه غواړي په دوى کې يو څوک د مقام ، واک ، پوهې او ستاينې وړ شخصيت شي .

د پښتنو دې بدبختيو ، دغه قوم  په هغه لور روان کړى ، چې اوس يې هر څوک پرې زده کوي ، بېلابېل تورونه پرې لګوي او ديوه محکوم قوم په څېر په اصلي ټاټوبي
( افغانستان ) کې ژوند کوي او لا يې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دغه عادي ژوند کولو ته هم نه پرېږدي او ځوروي يې .

په لراو بر سايټ کې مې يوه ليکنه ولوستله ، چې سرليک يې و ( ذهين صاحب د ميدان وردګو د والي فدايي بې ځايه صفتونه څه په کار ؟)

 په پورتني سرليک دغه ليکنه، چې ليکونکي يې په ځان مستعار نوم وردګ ايښى، د يوه داسې تن  لخوا شوې ، چې په هيڅ ريښه په درنو او قدرمنو وردګو نه ورګډيږي او نوموړى که ورپورې ځان تړي ، نو کېداى شي چې کومه بله خبره به وي  .

دغه تن څو ځايه د چاپړوس کليمه کارولې او د ميدان وردګو ولايت يې يو ناامنه ولايت يادکړى دى .

زه د فدايي په څېر د مسلمان ، ليکوال ، عالم او پښتانه چارواکي صفت کول چاپړوسي نه، بلکې د يوه پښتانه قلموال په توګه  دنده ګڼم او د هر هغه پښتانه قلمي ملاتړ به کوم ، چې خپل ولس ته د سر په بيه په ريښتنې توګه خدمت کوي، هغه که د هر ولايت وي .

د تعجب خبره خو دا ده، چې ددغه تن کوم ځاى خوږيږي ، چې د فدايي صاحب هڅې ، لاسته  راوړنې او ستاينه يې نه لوريږي او ده ته يې دومره زور ورکړى ، چې ليکنې ته اړ شوى دى .

پښتانه خو همدې ډول تش په نامه پښتون تر دې کچې را رسولي ، چې اوس يې  نه په کور،کلي ، دښتې ، غره او سمڅې کې ځاى  شته او نه چاته ځان پښتون معرفي کولى شي .

نوموړي تن ليکلي ، چې په ميدان وردګو ولايت کې ناامني زياته ده او هغه هره ورځ له راډيوګانو څخه ددې ولايت د ناامنۍ خبرونه  اوري .

له دې خبرې څخه خو هيڅوک سترګې نشي پټولى ، چې د افغانستان هيڅ ولايت بشپړ امن نلري او د پلازمېنې په ګډون ټول ولايتونه د ناامنيو په تاو کې راګير دي ، چې ميدان وردګ هم په کې راځي  ، خو اوس يې د امن لپاره پراخې هڅې روانې دي .

 زه دې ورور ته په ډاګه وايم چې د ميدان وردګو والي فدايي  نه زما د ولايت اصلي اوسېدونکى دى ، نه رسيمي دنده ورسره لرم ، نه مې ټولګيوال پاتې شوى اونه مې تراوسه پورې کومه عرض پاڼه ورغلې،  خو په دې يې ستايم ، چې د هغو وسلوالو اوټوپکمارو چارواکيو او مسوولينو په څېر نه دى ، چې  له لاس يې د څرخي پله  پلګون ، د چمتلې دښته ، دليلې دښته دبدخشان ټوليز قبر او يوشمېر نورځايونه د مظلومو انسانانو په هډوکو ډک دي او د کورنۍ غړي يې اوس هم د راتلو انتظار کوي .

د ميدان وردګو ولايت له جوړېدو راهيسې نږدې ٢٧ واليانو په بېلابېلو حکومتونو کې په دې ولايت کې واک چلولى او د هر يوه کړنې ددې ولايت له ولس سره ثبت دي ، خو مخکنى والي عبدالجبار نعيمي او اوسنى  والي محمد حليم فدايي ددې ولايت له هغو واليانو څخه دي ، چې ولس ترې خوږې خاطرې لري او د دوى هڅې په واقعي ډول ددې ولايت د خلکو د سوکالۍ لپاره وې او دي .

ددغه ولايت اوسېدونکي ددې دواړو ځوانو واليانو هڅو او خدمتونو ته د قدر په سترګه ګوري  .

د يادې شوې  ليکنې ليکونکى دې د بدنيتۍ ، ځان غوښتنې او پښتون ضد ناروغۍ علاج وکړي او د نورو قومونو د شخصيت جوړونې ، ستاينې او مقام رسونې له تجربو څخه دې ګټه واخلي او د خپل با احساسه  پښتون  چارواکي او شخصيت  هڅې ، لاسته راوړنې او د برياليتونو انعکاس ته دې د چاپړوسۍ کلمه نه کاروي .

تبصره نسته

  1. ذهين صيب حق ستاسې په پلو دى، هر څوك چې خپل مشران ونه پېژني،
    كشران د مشرانو بدبينه شي او مشران د كشرانو هلته به هرو مرو د يهودو او نصرانيانو
    بېرغ پورته كيږي. د يهودو او نصرانيانو د كاميابۍ لامل همدا د اخوانيانو او
    كمونستانو بدبيني او نه زغم وو چې يو بل يې سره ونه زغمل لومړى روسانو ميدان شغالى
    وليد او پر هېواد يې يرغل وكړ او بياچې د شمال ټلوالې او طالپانو يو بل سره ونه
    زغمل هېواد د 43 كافرانو له يرغل سره مخامخ شو او اوس چې خودكشه او پردي خوشاله
    طالبان چې ځانونه له پښتنو څخه سېوا او د اسلام د لارې پيروان او تر قيامته پورې
    جنګېدونكي مجاهدين او د قيامت لښكر ګڼي او پښتو او پښتنو ته د ګمراهۍ په سترګه
    ګوري،

     نو دا دى پرهېواد يې د يو شمېر سياسي قاچاقبرانو سره د 43
    نصرانيانو او يهودو له غوبل سربېره د پنجابيانو، عربانو او نورو غوبل هم جوړ كړى.
    دلته بدبيني دومره زياته ده چې هر پښتون بل ته يهود، نصرانى، پنجابى او ………..
    ښكاري او يا ټاپه پرې لګول كيږي او ان د ټوپكيانو له خوا يا پرې سر غوڅېږي او يا
    پرې بمبارونه او توپونه ورول كيږي.

    پس موږ بله هېڅ لار نه لرو تر هغه چې دغې بدبينۍ ته پاى وركړ شي
    او په كومو نومونو سره چې د پښتنو تر منځ كرښې وېستل شوي هغه ړنګې نه شي. ښه دا ده
    چې د يو شخصيت د بيانولو معيار د هغه عمل او چوپړ وي نه زموږ د يو شمېر بې كاره او
    بې روزګاره جارچيانو چېغې. دا چې څوك ښه د ى او څوك بد هغه پخپله له عمل څخه يې
    معلومېږي او چاته په كار نه دي چې جار دې ووهي. ګل هغه دى چې پخپله بوى وركړي نه چې
    عطار يې ووايي.

  2. خبره دي خورا شه ده مايوه ورز يو فراهي ته جه كراجي كي كاغذونه جمع كول به اردو وويل تم بتهان لوك بهت بيكار لوك هين يه كام تو بهت ناباك كام هي …………..اونور خو غلي ولار ؤ اخير يي وويل كيا كريكا بهايي صاب ………..زر عذرونه او بهاني خورا عاجزي سره تقديم كري بيا مي ورته وويل وروره كوم بل دعزت كار شروع خلك به هم درباندي نه خاند ي راتلونكي به دي هم غوره شي سمدلاسه راته شكنزلي شروع كرى ما ورته وخاندل او ورته مي وويل وروره ما ستا اوسيلي او زغم دقومي او بردي به مقابل كي معلوماوه دافغان غيرت ,قهر او غصه يوازي دافغانانومقابله كيده