" /> " /> " /> " /> د مباره کۍ پېغام او چارواکو ته اړينه ارزونه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / د مباره کۍ پېغام او چارواکو ته اړينه ارزونه 

د مباره کۍ پېغام او چارواکو ته اړينه ارزونه 

د کابل د نړېوال هوايي ډګر د نوي ترمينل د پرانستلو په وياړ ټول افغان ملت ته مباره کۍ وړاندې کوم،او هيله مند يم چې دا د رغونې لړۍ په همدې ډول په چټکۍ اوبيړې روانه وي٠

د يادونې وړ ده چې د دې نوي ترمينل د پيک په سر په انګريزي او دري ژبو ليکنې (Kabul International Airport )،او (میدان هوايي بين المللي کابل) مې تر سترګو شوې ،ولې د ملت د قاطع اکثریت د ژبې (پښتو) هېڅ ډول نښې نښانې پکښې نه ليدل کېدې ، سمدلاسه مې په هرات ولايت کې د ايران د جنرال قونسل هغه څرګندونې را يادې شوې چې ويئلي يې وه (پدې لمانځنه کې چې د دري ژبي شاعر عبدالله رودکي د تلين په وياړ ده، بايد په پښتو ژبه مقالې نوئ ويل شوئ ).

زه فکر کوم چې د ترمينل په پرانستلو کې د ايران سفير هم ګډون درلود؟٠داچې کرزي او يا کوم بل چارواکي دې مهم ټکي ته پاملرنه ونه کړه او د اساسي قانون دې اصل باندې سترګې پټې کړلې چې پښتو او دري ژبې دواړه د هېواد رسمي ژبې دي ،او پښتو چې د ملت د قاطع اکثريت ژبه ده د اساسي قانون په رڼا کې په دولتي چوکاټ کې د لمړيتوب حق خو لا څه چې اوس يې د ورکېدو په اړه په لوړه سطحه هلې ځلې روانې دي٠

پدې اړه غواړم چې د هېواد والو پاملرنه لاندې ټکو ته را وګرځوم چې د ايران د فرهنګي ښکيلاک ښکاره څرګندونې دي٠

١-کله چې د اساسي قانون د جوړلو په لويه جرګه کې د هېواد په سيمه ايزو ژبو باندې د ګډونوالو خبرې روانې وې،نو د ايران سفير په کابل کې کرزي ته توسعۀ کوي چې د سيمه ايزو ژبو د مسلې څخه تېر شي او د هغه پخواني قانون په اساس دې د ژبو مسله حل وفصل شي٠(د دري ژبې د نفوذ په ساحه کې چې زمونږ د هېواد نور واړه قومونه او ژبې وييل کېږي،بايد هغه پخوانۍ اصل چې دري ژبه هلته لکه پخوا و وېېل شي)٠

٢_په هرات کې د ايران د جنرال قونسل په ښکاره امر کونه چې پښتو ژبه مه کاروۍ٠

٣_د ايراني فارسي ژبې ښکاره او بربنډه کارونه په افغاني رسنيؤ لکه تلويزيون ، راډيو او ورځپاڼو کې٠

٤_په مزارشريف کې د پوهنتون د لوحې د ښکته کولو ، او پر ځای يې د دانشګاه د لوحې پورته کول.

٥_په دولتي او ملکي غوڼډو کې د لوحو په سرليک کې د پښتو ژبې نشتوالۍ او يا د دري ژبې د لوحې يا د سطر لاندې ليکنه٠

٦_د دريؤ فارسي ژبو هېوادو د ګډ تلويزيوني چېنل يا پروګرام جوړونه ٠ په داسې حال کې چې افغانستان يؤ فارسي ژبۍ هېواد ندۍ٠

٧_ په ولسي جرګه کې د لوحو د ليکلو په سر د وکيلانو ناندرې٠

ايرانيان خو ښاغلي کرزي ته د (کرزای) خطاب کوي، خو زه ورته د کاڼه او وړانده په ويلو، په ټولو پښتنو غږ کوم او وايم چې ای پښتنو ٠

کابل نړيوال ډګر

ميدان هوايي بين المللي کابل

 Kabul International Airport

که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شۍ ، شئ يؤ موټۍ د پنجو


که په کار وۍ که په ښار وۍ که په کور که په باڼدو
پښتو واېېئ ،پښتو ليکۍ پښتو وکړۍ د نيکو

مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو

د کلتور او دفرهنګ مو تلل مه کړئ په پېسو
د مور ژبه هېره نکړۍ چې څای راشي د روپو

چې پېښې کاندي د نورو خپلې هېرې شي درنو
شي را يادې ماته پېښې ،بيا د زرکو د کارغو

ګيله مند زه د بل نه يم ،هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما يې د شاخو

د حامد چې اوښکې تړمې ، ټړمې څاڅي
د اوښانو د کارون رسۍ تر څو تړۍ په خرو

ما ځولۍ درته نيولې د مور ژبې خېر د غواړم
ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې لېونو

 د ٢٠٠٨ کال د نوامبر د مياشتې ٦مه


 

تبصره نسته

  1. محمد حامد الوتانده وروره، تاسي ته خو ښه مالومه ده، چي انتخابات رارسېدلي دي، نو له همدې امله کرزی صيب بايد يو او نيم نزاکتونه په پام کښي ونيسي، خدای مهربانه دئ، چي تر انتخاباتو وروسته به يې ښاغلی پر پښتو مين وزير [کريم خرم صيب] بيرته را کښته کړي، او پر ځای به يې د [کابل نړيوال هوايي ډګر] سرلوحه ور پورته کړي، تاسي وينئ، [کابل نړيوال هوايي ډګر] په پښتو څومره ښکلی ايسي، د ډګر کلمه خو به د مسافرو څخه د سفر ټوله ستړيا ايسته وغورځوي!!! — خو نېخه چي د جاپاني مرستندويي کمپنۍ افغان پلاوی خو به کوم افغانستانی نه وو ؟؟؟

  2. ښاغلي الوتاند صا  ب ديره مننه سي داپيام دي خپور كو
    اودهيواد والو دخبر تيا لپاره هر يو به ياويلي وي يا بۀ يي ووايي،تا خپل مسوليت
    سرته ورساوو،اوس ددوي ونده ده سي ځونه غبرګون ښكاره كوي او خپل اواز پورته كوي ،ددي
    هوايي اډي خوبه ټول لوړ پوړي چارواكي سي پښتانه دي ځي او راځي او هر مهال به دا
    لوحه ويني ، دوي سي په اساسي قانون كي پښتو رسمي اوله ژبه كوله او ناري يي وهلي
    نواوس يي په پلي كولوكي ولي سست دي . دوي نن واكمن او خلګو ورته رايه وركړيده ،
    باوريي وربانيد ي كړيدي نو ولي نن پټه  خوله پاته دي .
    هغه  ښاغلي
    خورم صاب چيري دي سي تولو به وويل دا ډير تكړه او پياوړي  پښتون دي دحز ب
    اسلامي غړي دي او ..ز………………
    دانو چيري دي .كر زي خو او س
    يوازي   دراتلونكي ژوند دبرابرولو په فكر كي دي ،پښتو يي هيره سوي يده ،
    دا تاريخي خبره ده دوي ځه وخت پښتو ته كار كړيد ي سي موږ ليوني نن ترينه تمه كوو
    ،وګوري  تير تارخونه همدا نادرخان ،ظاهرشا ، داود خان  نه وو سي دپښتو
    سره يي ستره جفاوكوله .
     ددوي تولي كورني دپښتو په ويلو نه شر ميده
    ،
    تول عمر يي پارسي نه ويله ،حتي ظاهرشا تر پايه پوري يوه خبره په پښتو ونه كوله
    دالوي خيانت نه دي ،خودي لو ي خيانت ته يي دملت دبآبآلقب وركو ،
    غازي امان الله
    خان سي پر پښتومين ريښتني پښتون وو نو پا چاخان ورته وويل : دادپښتون مجله 
    مي  چا پ كړي اومو ږ ي په پيښوركي خپره وو دامي تاته راوړيده سي ته يي وګوري
    .ده ورته وويل :
    زما پښتو نه   ده زده    نه يي سم
    ويلاي   ،
      پاچاخان ډيرخفه  سو نويي ورته وويل :
    موږ په
    تا باندي وياړو سي دپښتنو پا چا يي اوستا پښتو نه ده زده . داولي له ډيرو خبرو
    وروسته غازي امان الله خان  يي دخبرو تر اغيزي لاندي را غلي نوييي  ورته
    وويل :
    سر له نن زه پښتو زده كوم او وايم يي .
    وروسته له هغه امان الله خان
    پښتو زده كړه  تل  به يي تر توان پوري پښتو خبري كولي .دپښتون مجله يي تل
    ترلاسه كوله ،وګوري يو ه غلام چي انګريزانو ورباندي واكمني كوله ځونه كار 
    خپلي ژبئ ته كاوو او خدمت يي ورته كاوو .هغه پوهيدوسي بي دژبي له پرمختګ قوم پر
    مختګ نه سي كولاي همد ي انګيز صفتو ملايان هغه هم په قراره پري نه ښود .
    ارواښاد
    نورمحمد تره كي صا حب  دافغانستان لمړني ولسمشر وو سي ټول عمر يي پښتو خبري
    كولي  او په  دنيا كي اول واري ده دا قهرماني وكوله په پښتو ژبه يي
    نړيوالوته خبري وكولي  ،
     له هغه راورسته تاسي ليدلي دي سي چا دي پښتو
    خبري   كړي وي  دهر تلويزون مخي ته پښتون وزير ويني سي په پارسي
    خبري كوي  اتمر هم او س لږ سړي سويدي او په پښتو خبري كوي  ، داچي ځوك په
    پوره ميړانه او صداقت راولاړيږي وخپل وطن او پښتو ته خدمت كوي نو هغوي موږ خپله له
    وطنه  شړو او دكافر په نامه يي توروو،پر كوم ستمي باند ي دانورو دكا فر ټاپه
    وهلي ده . دنورمحمد تره كي او غازي امان الله خان سياسي اړخونه پريږده  ،پښتني
    او پښتو ژبي ته دخدمت اړخونه يي ولي نه ځيړل كيږئ ، نورمحمد تره كي يو تكړه
    پښتون  ليكوال وو ايا چا تر اوسه داليدلي دي سي دده پر ادبي ژوند دي چا يوه
    خبره كړي وي ،دكوټي اوپيښور ليكوالان ي اثار په نورو ژبو تر جمه كوي ، په ښكاره دا
    وايي سي  دنو رمحمدتره كي سره  ډير خيانت سوي دي او كيږي  ځكه دده
    دابئ
    كارونوته هيځوك پاملرنه نه كوي ،داډير لوي خيانت دي ، خو وخت به راسي
    ،ريښتني  پښتانه به پيداسي هغه به دهر ډول سياسي تو پير اودو ښمني پرته ريښتيا
    ووايي او نورمحمد تره كي اثار او ادبي ژوند به را وندي كړي ،دا زموږ حال دي سي
    دسياسي مو خو او دوطن ددښمنانو وخوښي لپاره خپل ليكوالا ن هيره وو . دا ستر خيانت
    دي ،
    مجاهدين سي كابل ته ننوتل نو ټول     پرچميان دري ژبي
    له مسعود رباني او خليلي سره ودريدل   هركلي   وكاوو،ددي
    لپاره  سي هغوي دري    ژبي وو دي خواته   
    راسه    زموږ حكمتيار صاب،   صياف اودانور درواخله سي په
    هغه ورځي  ټول خلقيان سي دپښتو په خاطرورته تسليم سول خالي سلا كړ ل 
    ،پسي وايي خستل ، دالا ځه چي رباني ورته  لارښونه كړي وو سي په ټولو پښتنو
    سيمو كي دي خلقيان ووژل سي ځكه دويي كافران دي دونه سړي نه وو سي ورته ويلي واي ستا
    ترځنګ ولي ناست دي او دندي دي وركړي دي ،په پښتني    سيموكي ډئر
    تكره افسران         شهيدان سول 
    ،داټول ددي لپاره سي پښتانه    ډير نا پو ه او خود غرصه قوم دي
    دي    دحوادثو مخكي له مخكي  مخونيوي  نه كوي  كله
    سي اوبه كورته ورننو تلي نو بيا دي راولاړسي په زور ګوتي ووهي
     هغه بيرته
    ځو پيسي وركي نور   ارا م ناست وي دغلامي شپي تيره وي ،زه پوره ډاډ لرم
    سي ددي لو حي پر سره به اړوندو كسانو ته ښي ډيري پيسي وركړلي سوي وي ځكه پټه خوله
    پراته دي كه داسي نه واي نو دپوهنتون په نامه يي غو غا جوړه كړه نو په دي لويه لو
    حه ولي ځه نهوايي ،ډير دشرم  ځاي
    ده         داچي د كوزي پښتونخوا عزيزان
    راشي  نو به ټو لو ددي ځاي پښتنو ته وواي افرين لعنت دي در بآندي وي په خپل
    كوركي همسايه ګان ياست  مو ږ به ځه تمه درته وكو ،
    دټولو  هيواد
    والونه هيله ده سي په دي باب له پوره تد بئره كار واخلي او نو ر داد ذلالت ژوندي يو
    خواته كي ،
    دخپلو روا حقوقو غوښتنه او تا ديه وكوي
    داسي لو ي لوحي بايد په
    پښتو باندي وليكي       سي ،
    اي د ډالرو چارواكو
    غلامي خوهم دنر ښه خوند كوي نه دغلام تاسي نن دغلامانو غلامان ياست په ژبۀ مو ملنډي
    وهلي كيږي تاسي ورته ګوري په مړو سترګو ځو ډالروته مو ستر ګي نيولي دي داشپي به
    تيري سي
    خوتورمخونه به بياځه كوي ،
    دټولو بااحساسه هيواد والونه
    هيله    كيږئ سي دي خبري ته خپل      سخت
    غبرګون وښي ،چارواكي مجبورسي سي پر لو حه باند ي پښتو وليكل سي ، دالوحه په كلكه
    غندو  دا شكار ه يرغل پر يوه ملي ژبه دي،
    پر پښتنو دي   زرترزره
    بايد سي دالو حه لري او پرځاي يي بله وځړوله سي ،
    تل دي و ي ازاد افغانستان –
    دپښتو دپياوړتيا او دپښتنوالي د لوړتيا په هيله

                              
    ګيلانو
    ال              
    دبي

  3. د ايران دغه ډالۍ (( اېرانۍ ساخت سرلوحه )) دي ټولو ((افغانستانيانو)) ته مبارک وي؛ چي په ډېر درنښت له تهران څخه ورته را آډر سوې ده، په راتلونکو انتخاباتو کښي يواځي او يواځي د ((افغانانو)) او په هيواد کښي د پښتانه سرلوحه ليکونکو د کاميابۍ په هيله !