" /> " /> " /> " /> خوست: بهرنيو ځواكونو څوارلس امنيتي كسان ووژل  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / خوست: بهرنيو ځواكونو څوارلس امنيتي كسان ووژل 

خوست: بهرنيو ځواكونو څوارلس امنيتي كسان ووژل 

 د ناټو هوايي ځواكونو د خوست ښار په شمال ختيځه خوني خوړ نومي سيمه كې د يوه ساختماني شركت څوارلس تنه امنيتي كاركوونكي وژلي دي.
دوى تېر ماښام له خوست ښار څخه د باك سرحدي ولسوالۍ ته پر يو سړك د كاركولو له پاره روان وو، چې  د ناټو  پوځي چورلكو له خوا په نښه شول.
ايتلافي ځواكونو ويلي، چې دوى په دغه ډله كې د يو شكمن كس د نېولو هڅه كوله، خو هغوى ډزې پرې وكړې او په متقابلو ډزو كې ووژل شول.
خو د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د ساتونكو دغه څوارلس كسيزه ډله په دريو ډاټسن موټرونو كې وه او ترمخه يې د سړك جوړولو لوى موټرونه هم روان وو. كله چې پوځي چورلكې لومړى موټر په نښه كړ، نو  نور سپاره په سلامي لاسونو ښكته شول، خو چورلكو پر دوى هم وارونه وكړل او ځاى پرځاى يې ووژل.
د رحيم په نوم د سړك جوړولو دغه شركت مسؤولين وايي، چې كه د دوى په ډله كې رېښتيا هم څوك بهرنيو ځواكونو ته مطلوب ؤ، نو پېنځه دقيقې وړاندې همدا كسان د دوى د سترې پوځي آډې ترمخه تېر شوي، ولي يې هلته نه ښكته كول؟.
خوست والي ارسلاجمال هم په همدې اړه يوه خبري ناسته كې د شركت د مسؤولينو خبرې تاييد كړې او د دې پېښې د غندنې ترڅنګ وايي، چې له دوى سره پكې هېڅ همغږي نه ده شوې.
د خوست د زياترو اوسيدونكو نېوكه هم دا ده، چې بهرني ځواكونه د هغه چا پر ضد هم له پوځي عملياتو كار اخلي، چې نېول يې هره ورځ شوني وي.
د سارې په توګه څو ورځې وړاندې په صبريو ولسوالۍ كې د ښوونځي دوه زده كوونكي له موټرسايكل ښكته او ووژل شول او څه وخت وړاندې د افغان كركټ پخوانى كپټان رحمت ولي ، چې هر مازديګر به د خوست ښار لوبغالي ته تله راتله، د شپې پر وخت په كور كې ووژل شو.
نه يوازې عام خلك، بلكې افغان ځواكونه هم د بهرنيو ځواكونو تر بريدونو لاندې راغلي او وژل شوي دي.
څو اوونۍ وړاندې د خوست په لويدځ نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوه پوسته بريد وشو، چې په پايله كې يې نهه تنه سرتيري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

تبصره نسته

  1. په اريانا ټلويزيون کښي ما پخپلو سترګو وليدل، چي په بمبار سويو موټرو کښي د وژل سويو کسانو يواځي اسکليټونه پاته ول؛ چي هغه هم ټول تک – تور سکاره سوي ول .—دغه سيمه د اشغالو ځواکو د مرکز base څخه ۴ څلور کيلومتره واټن درلود، د خوست د والي له خولې څخه، —–د عمومي لويي لاري پر پاخه ډامبر دومره بې رحمانه بمبار د اشغالګرو اصلي څېره ښيي—-!!!!

  2. بهرنيان په نشو کي غرق وي او کله چي يې زړه شي هماغه مهال څوک چي مخي ته ورځي وژني يې ، هغه که وسله وال وي ، د ښادۍ ګډونکوونکي ، غريبکار او که په خوب ويده ماشومان وي ، دا مهال د يوه نوي ميرويس خان د راپيدا کېدو او د ګورګينانو د چپه کېدو وخت رارسيدلئ دئ .

  3. نور نو داسمان نه درته غږ وشي چې الله اکبر کړی او راووځی بس همدا وخت دی چې لاسونه سره ورکړو الله اکبر اووایو او په دې سرو یرغلګرو لکه د زمرو حمله کړو او لکه د سرو روسیانو په دوی هم میندې وه ژړه وو خپل مسلمان پښتون ملت له دې بلا وژغورو الله مو دې په زړونو کې د اسلام لپاره مینه پیدا کړي او په صحیح مانا سره اسلام وه پیژنو او عملي یی کړو امین یا ربالعالمین پښتو ن لالی