کور / ترخې خبري / په افغان قونسلګری کې د پښتون ضد کړنو مخه ونیسئ

په افغان قونسلګری کې د پښتون ضد کړنو مخه ونیسئ

د کره شواهدو او عینی شاهدانو پروینا په پیښور کې د افغانستان د قونسل عبدالخالق فراهی تر تښتولو وروسته هلته د قاری زاده په نوم یو متعصب سړی سرپرست ټاکل شوی و.


قاری زاده یو متعصب سړی او له پښتنو سره ناوړه چلند کوی ، د پاسپورټونو د ورکړی تجارت یې پیل کړی او د هر پاسپورټ پرسر له هر کس څخه په غیری قانونی توګه سل او دوه سوه ډالره اخلی .
د نوموړی په اړه په میډیا او په ځانګړی ډول د پښتو ویب پاڼو له لاری دا خبره په ډاګه شوه چې دقاری زاده موټروان او څو تنه خپلوان د قونسلګری د دروازی ترڅنګ ولاړ او نا قانونه تجارت کوی .


عینی شاهدان هم همدا خبره کوی چې قاری زاده له پښتو او پښتنو سره ناوړه چلند ترسره کوی او همدا نن ورځ یو تن ځوان له هغه څخه د همدی خبرو په اړه شکایت وکړ، نوموړی هلک د کوم کار لپاره قونسلګری ته ورغلی و او کله یی چې په پښتویې خبری پیل کړی وی قاری زاده ورته په قهر شوی و ، همداسې نورو عینی شاهدانو هم د هغه متعصب سړی په اړه شکایتونه کړی .


له ټولو پښتنو مشرانو او درنو لیکوالانو نه هیله لرم چې دغه مسله دې جدی تعقیب او د لوړو مقاماتو غوږونو ته ورسوی ترڅو په پیښور کې چیرته چې ډیر خلک یې پښتانه دی لکه د ایرانی چارواکو چلند له دوې سره ونه شی .
د نورو معلوماتو لپاره تاسې خپله هم هڅه وکړی
مننه
میرویس میوند عمرخیل
کابل افغانستان
۰۷۷۵۰۲۲۰۶۰
Mirwais_omarkhil@yahoo.com

تبصره نسته

  1. رحمتي ګيـلا نو ال  ::  ويده
    به كله راو يښږي

    دميرويس ميوند عمر خيل دخبر تياتر سرليك لاندي مي ولوستل سي په
    پيښوركي دسفارت   سرپرست قاري زاده چي يو منعصب او دملي روحي خلاف
    كاركونكي سړي دي . دپښتنو سر ناوړه چال چلند كوي ،
    ګرانه ؟ دپښتنو پر صد په منظم
    ډول هر اړ خيز سياسي ټولنيز كار روان دي  دهيواد كورني او بهرني دوښمنان په
    ټول توان له هر ډول وسلي كار اخلي چي پښتانه وځپي ددوي تاريخ اوملي هويت له منځه
    يوسي ، دپښتو ژبي پر خلا ف په خلاس مټ كارونه خويي دليكلو تر توان وتلي دي
    چاته
    وژاړو چاته فرياد وكوو ، له چاګيله وكوو ؟
    داټول موږ په خپله يو سي ديوي سالمي
    مشري لپاره مو ملي پښتني خويونه او اصول نه دي پلي كړي ، تل داحساساتو او دتمي تر
    اغيزي لاندي را غلي يو ، دپښتنو كورني دوښمنانو ته ډيره ښه مو قه په لاس ورغلي ده
    سي دنړيوالو دپوره مرستي په اساس بښتانه ووهي، ولي زموږ پوهانو واكمنو چار واكو وه
    نه سواي كولاي و نړيوالوته دا قنا عت وركي سي ټول پښتانه تروريستان نه دي ، كو
    راپورونه سي كورنيو او بهرنيو تاسوته دركړي دي هغه ټول ددوښمني پر پايو باندي ولاړ
    دي ،
    واكمنو مو نن سبا پښتو وليلام ته ايښي ده پښتو پلوري او واك ساتي ،
    نور
    ټول دشه سياسي كړنلاري لرونكي دي خو دايواز يپښتانه دي سي يو ګوند يي هم دپښتنو
    لپار يو ښه روښانه كړنلاره نه لري ، تر واك وړاند ي شه ډلونه وهي ښه لښته نيسي خو
    چي كله يي خلګ ختا كړل واك ته ورسيدل نو بيايي هر ځه هير او د سازشونواومصلحتو
    پاليسي راو ړاندي كړي ، طالبانو ته ټول بد وايي او دپاكستان ګو ډا ګيان يي بولي ،
    او دهر وسلي دهغوي په خلا ف كار اخلي او ټول وايي سي طالبان تروريستان دي خو اخير
    پښتانه دي دوي هم ليوني نه دي چي غور ځيدلي دي ،حتما يو سياسي كړنلاره لري دا هم
    سمه ده سي ډير داسي كسان پكي دي سي پوره غوليدلي دي ، ددي لپاره سي دوي ټول پښتانه
    دي نو په ازاد لاس يي وژني او ددوي په نامه بي ګنا هيواد وال وژل كيږئ ،
    دپښتنو
    ناره به هلته خداي ج واوري چي ملايان يي له تتعصب او روڼ هاندي له ز ياده روي راو
    ګرځيږي ، دځان او دهيواد ساتنه او خدمت په پښتنواله كي وويني ،افغاني غرور ر ژوند ي
    كړي ،
    پښتانه به هلته پښتانه سي ، سي دخپلي ژبي په ويلو باندي ونه شرميږئ ، بلكي
    وويا ړيږي ، تاسو به ليدلي وي سي جنرال صاب رحيم وردګ تل پارسي خبري كوي او به پښتو
    باندي شرميږئ ، دا ځكه سي ده ته تر خپلي ژبئ ځوكي او قدرت او دبادارانو خوښي اهميت
    لري ، زما او ستا پښتو ده ته ځه وركوي سي ووي واي، پارسي كه وايي داده قدرت يي
    وركړيديا و ځوكي، اولادونه يي په امريكا كي زوند او تحصل كو ي ،
     چاچي پر
    پښتو سرونه وركړل او هرډول ستونز ي وګاللي چا په ښه نامه ياد كړيدي ، او چا داويلي
    دي سي پلاني پښتو ته خدمت كړيدي ،پښتانه ديوه منظم سياسي او علمي شعورسي پر پښتو
    پالنه باندي په وا قعيت بانيد ي راو ځر خيږي ،نه لري دوي دخت سر ساز ش دخپلو ګټو
    دپالني لپاره كوي ، ددي ښه مثالونه دا اوسني اداره او حكو متي ځني چار واكي دي ،
    تاسو چيري ليدلي دي سي پارسي زبانه چارواكي دي پښتو ويلي وي هغه ورباندي شرميږئ ،
    چي خپله پښتانه وربانيد ي شرميږي ، كه پښتنو چارواكو پښتو خبري كولاي په لويو غونډو
    او مجلسونو كي نوبه نورو ته هم دا اړينه وه سي پښتو وواي ،
    خو ددي ټولو
    ستونزوسره سره به پښتو ژوندي وي  او په دي اغزن ځنګل كي به د ګلا ب غوندي
    غوړيدلي راووځئ،  دغليمانو د ټولو دسيسو سره سره به پوره ميړانه را
    ځرګند  ه وي و
    زموږ او د ټولو پښتنو دنده داده سي داسي ليكنو ته دوام وركو
    سي هغه په پښتنو كي پښتون پاله احساس راژوند كړي ،
    خلګوته بايد دپښتوژبي او
    پښتني خويونو دساتلو درسونه او شعور وركړل سي ،
    كلتوري  غونډوكي سي بايد
    ملي شخصيتونه سي پښتو پالنه يي كړيده ياد او راژوندي سي دهر  ډ ول سياسي تو
    پيرونو پرته
    دالاري كه مو ږ غوره او وربانديولاړسو نو بري نزدي دي ، دپښتون
    پالني اوپشتني خويونو دراژوندي  كولو په هيله ،

     ګيلانوال – دبئ

  2. پښتون ستيزه كرزى خو پرېږده چې پښتانه وټكوي. قادري ته يې بهانه جوړه كړه چې بېكاره وو، خو خبره دا وه چې قادري د كرزي په پښتون ستيزۍ پوهېدلى او خپله خوا يې ترې اړولې وه او له بل چا سره په كمپاين كې ورګډ شوى وو، كه خبره د بېكارۍ وي له اسمعيل خان څخه څوك بېكاره وزير دى چې تر اوسه 300 مليونه ډالره يې تر جېبه كړي او كابل په اونۍ كې دوه ساعته برېښنا لري، هغه ولې نه لري كوي هغه ځكه چې اسمعيل خان ورته په منظمه توګه حق وركوي، كرزي اوس د قادري پر ځاى د ايسا د ادارې مشر عمر زاخېلوال چې لوى بډې خور او د ولسمشر شريك دى سرپرست مقرر كړى او له دې ښكاري چې په كرزي بهرنۍ پيسې او د پيداګرۍ نورې لارې بندې شوي او اوس د حاجيانو د پيسو او كرايو خوړلو ته يې لستوڼي بډوهلي دي. ګرانه ليكونكيه هغه چا ته چې پښتنو رايې وركړي او تمه يې درلوده چې شكايتونه به يې اوري هغه د بوش د مافيايي ډلې لوى جاسوس او تر ټولو لوى پښتون ستيزه وخوت، نو اوس پښتانه به چاته وژاړي، ماشال فهيم او رباني چې پخوا له بدې ورځې يو څه تمايل پښتنو ته ښودل هغه هم اوس كرزي اړولي او د ملا عمر ادرس نشته چې پښتانه ورته وژاړي، نو بيا پاتې يو خداى شو نو هغه ته به دعا كوو چې د دغو ټولو ظالمانو ښه يې په ښه لاره او بد يې په بده لاره د ولس له مخې لرې كړې. امين ثم امين.

  3. I know Qari Zada, and he is a racist person from Badakhshan.He has got only one son and his name is Alim he lives in USA.the easiest way is to kill him end of story.Isn't it a shame for Pashtoons that in their own heart land ppl like him treat them like slaves…wear BANGREE I think.and then the loser Taliban Paki agents kill only and only Pashtoons.MIRRA DE WEE DAA SPEE TALIBAAN ZI PANJABYANOO SPEEEE….

  4. Dhë Lwmrhï zîál lëh pãráh sëlãmwnáh. Lár av bár gvrëm av lvëlëm. Kvr mv vádhan pëh dhâse xv krhënv. Pëh dhránëxth.
    Mokheim Speenwaay

  5. GRANOO SALMONA,GOOD NEWS THIS DOG RACIST PERSON IS NOW BEEN SUKED AND NO LONGER WORKS THERE.ALLAH PA AMMAN.AJMAL