کور / تازه خبرونه / عتیق رحیمي د ۲۰۰۸ کال د (ګانکور) پرتمینه جایزه وګټل

عتیق رحیمي د ۲۰۰۸ کال د (ګانکور) پرتمینه جایزه وګټل



په فرانسه کښي مېشت افغان ليکوال عتیق رحیمي  د ۲۰۰۸ کال د (ګانکور) پرتمینه جایزه وګټله .


جايزه ګټونکی دا کتاب چې عنوان یې (سنګ صبور) دئ؛ د ده لومړی اثر دئ چې په فرانسوي ژبه لیکل شوئ دئ .
په فرانسه کې ادبیاتو دا تر ټولو لوړه جایزه ګانکور د اکاډمي له خوا په کال کې یو ځل ور کوله کېږي .


ښاغلی رحیمي چې شپږځلوېښت کلن دی ، کابو ۲۸ کاله کېږي چې په فرانسه کې اوسي . ده له دې نه د مخه هم ځینې کتابونه خپاره کړي دي چې د هغوی له ډلې یې د (د خا ک و خاکستر) کتاب دی چې فلم هم ترې جوړ شوئ.