" />   " />   " />   " /> كندهار د دوو خوړنيو پېښو شاهد وو   – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / كندهار د دوو خوړنيو پېښو شاهد وو video 

كندهار د دوو خوړنيو پېښو شاهد وو video 



نامعلومو د كندهار ښار د يوه ښوونځي پر زده كوونو تېزاب پاشلي او بلي خواته د ښار په زړه كي يوې درنې چاودني درې كسه وژلي او د څلوېښتو په شاوخوا كي ټپيان كړي دي.
د كندهار د پوهني رياست فرهنګي مسئول علاءالدين رفيقي وايي نامعلومو كسانو د ميرويس مېني د نازو آنا ليسې د ۱۴ نجونو پر مخونو تېزاب پاشلي دي.




د نازو آنا ليسې يوې زده كوونكي چي د دې او خور پر مخ يې تېزاب پاشل سوي وه، د آزادۍ راډيو ته وويل سهار چي ښوونځي ته تلل په لاره كي ورته پر موټرسايكل ناست وسله وال ودرېدل او د دې او ملګرو پر مخ يې تېزاب ور وپاژل.
 د ميرويس روغتون د يوه ډاكټر په وينا ځيني نجوني يې تر درملني وروسته رخصت كړي خو د څو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
د نجونو پر مخ د تېزاب پاشلو د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ خو د كندهار ولايتي چارواكي يې د تل په څېر پړه د وسله والو مخالفانو پر غاړه ور اچوي.
بلي خواته د ښار په زړه كي يوې درنې چاودني چي ملي امنيت رياست، ولايتي شورا او سوداګرۍ خوني ته نيژدې رامنځته سوې درې تنه وژلي او د ډاكټرانو په وينا شاوخوا څلوېښت كسان يې ټپيان كړي دي.
عيني شاهدان وايي پېښه نن غرمه مهال د يوه موټر بم د چاودني له امله رامنځته سوه، چي تر څو كيلومتره شاوخوا پرتو ودانيو دروازې او كړكۍ يې له بېخه كښلي دي.


 





وېډيو : اشنا ټلوېزيون 

تبصره نسته

  1. هغه جنايت چې اسلام او انسا نيت پرې شر
    ميږي  – حميد
             

    په ډيرې خو ا شينۍ سره مې د افغا ني و يب پا ڼو نه دغه خبر تر لا
    سه کړ چې نن چها ر شنبه د کند هار ولا يت د نازو د ليسې  پر يو شمير ښځينه زده
    کو ونکو با ندې چې شمير يې پنځلسو تنو ته ر سيده تيزاب شيندل شوي دي چې د ځينو رو
    غتيا يي حا لت ډير نا زک ښو دل شوی دی٠

    زه ددغه د شر مه ډک عمل د اسلا م د سپيڅلي دين د اسا ساتو او ا
    فغا ني ننګ او غيرت سره په بشپړه تو ګه مغا ير بو لم او ددغه شر مناک عمل تر سره
    کوونکو ته وايم چې تا سو په ر ښتيا هم چې ځناور يا ست، ځکه انسان او هر هغه څوک چې
    په خپل سر کې لږ شا نتې مغز و لري ، هغه د غسې نا ولی عمل نه تر سره کوي٠ نو ای ځنا
    ور صفته انسا نه! لږ فکر وکړه چې تا د غه نا ولی عمل ولې تر سره کړ٠ ستا په سر کې
    که لږ شا نته عقل وای نو دا کار به دې نه و کړی٠ ايا ستا مير من،ستا مور ،ستا خور
    ،ستا لور او بل ښځينه خپلوانه ښځينه ډاکټرانو، نر سا نو ته نه محتا جيږي ،ايا د غه
    نجونو نه چې تا پرې تيزاب و شيندل سبا به ستا په ښار،کلي او کو څه کې ډا کتر انې او
    نر سا نې نه وای او ستا د مير منې، لور ،خور او مور تداوي به يې نه کو لای، خو تا
    جا هل له دې کبله چې په سر کې دې ما غزه نه وو دوی دې له دې ټو لو شيا نو محروم
    کړل٠ اوس پوه شوم چې ته د خپلې مير منې، خور ،مور او لور له پاره د ښځينه ډا کټرانو
    او نر سا نو پر ځای نا رينه ډاکټرا نو او نر سا نو ته تر جيح ورکوي، نو ځکه دې د غه
    بې غير ته عمل تر سره کړ٠

    د اسلام مبارک او سپيڅلي دين علم پر هر نا رينه او ښځينه با ندې
    فر ض کړی، خو ته د پاک خدای د کتاب نه بې خبره او جا هل د ا کا ر د ځان له پاره
    ثواب بو لې او پرې وياړې٠ که بل چا لمسولی يې نو هغه ولې په خپل ملک کې دا کا ر نه
    کوي٠ زه په دې په بشپړه تو ګه با ور لر م هر چا چې ددې نا ولي عمل د تر سره کو لو
    له پاره لمسولی يې، د هغه زامن او لو ڼې  په بهر نيو هيوا دو نو کې زده کړې
    کوي او  په تا جا هل او لنډ غر با ندې خپل وطن ور ا نوي، کله در با ندې د خپل
    وطن ښو و نځي سو ځي، کله در با ند ې ښو ونکي وژني او کله هم تا په بل ډول نا وړو کا
    رو نو ته هڅوي او د بيزو په څير يې در کې پړی ا چو لی او ګډوي دې او ته جا هل او له
    ځان او جها نه بې خبره ددوی  امر ونه پر ځا ی کوي٠

    ای جا هل او ځنا ور صفته انسا نه! اسلا ميت، افغا نيت او بشر يت
    ستا په دې ذليل  او نا وړه کار شر ميږي او ستا نه کر که کوي٠ با ور وکړه کله
    مې چې دغه خو ا شينونکی خبر ولو ست نو ډير مې طبيعيت خر اب شو، سمد لا سه مې پاک قر
    ان ر اوا خيست او خدای ته په زا ريو شوم چې خد ايه پا که ددغه سپيڅلي کلام په بر کت
    ددغه ننګين عمل عا ملين په خپل قهر او غضب ا خته کړې٠ امين يا رب ا لعا لمين

  2. دلراوبرګرانولیدونکوته دزړه له تله اسلام علیکم :

    رشتیاهم نن افغانان په یوداسي کړکیچن پړاوکي دژوندتیریژي چي
    بې له اښکوتویدوورته  نورهیڅ هم نه دي پاته. داچي اښکي دچاله لاسه تویه وي ؟
    داښائی هرافغان ماشوم ته څرګنده وي چي افغانان بیاخاسکرپښتانه ولي دومره زوکلیژي ؟
    راسئ زه هم دافغانانو)پښتنو(دښمن درته وښه یم  :

    1. اول امریکا)ټوله یرغلګرکفار( چي دښمني یې په قرآن اوحدیثوثابته
      اومونږیې بیلګي په سترګووینوچي له مسلمانوسره یې ځه رنګ په رنګ ظلمونه وکړه اوکوي
      یې چي آن دیو کافروجدان یې نه سي بخشلای . ښه دابه ومنم چي کافران اویرغلګره امریکه
      دمسلمانانودښمنه ول . هم ده .اوهم به وي .
    2. دویم دښمن ګاونډیان دي لکه پاکستان چي خاس دافغانستان
      دجوړیدواوپه افغانستان کي دامن راوستودشمن دی .نه دمسلمانۍ اوپښتونولۍ .  بل
      ګونډی ایران چي هغه مودمذهب اوکلتوردښمن دی .اودارنګه روسیه اوهندچي هریوپه خپل
      وارخپلي ګټی لټوي .
    3. دریم شمالي اتحاد) خونخوره جنګ سالاران ( بس  خپل راج
      غواړي نورپه هیڅ کارنه لري که اسلام ويکه کفر،غلامي وي یاآزادي بس هغه ددغه
      خبره  چي م زورماټوله زما.
    4. څلرم هغه یوڅوختاوتلي پښتانه چي دغلامۍ پړی یې غاړوته اچولی
      نوریې مسلماني ، پښتونولي اوافغاني زړه سوی یې هیرکړی بس هسي یې دڅوډالرولپاره
      یرغلګروته لبیک ویلی دی اوس یې نودومره شنه کړي دي چي پرښکاره ظلمونوڅه نسي ویلای
      آن  ناوې اوزوم دطالبانوسره په لاس درلودوتورنه وي .
    5. پنځم طالبان به نه ورته وایم ځکه طالبان خودننۍ نړۍ سپیڅلي خلک
      دي ځکه ټول ژوندیې داسلام په لارکي وقف کړی دی هغه څوک به درته په ګوته کړم چي
      دطالبانوپه لیکه کي ګډسوي دي چي نن یې دطالبانوپه ټولۍ کي  دومره واک ترلاسه
      کړی چي هغه اصلي مسلمان اوطالب چي دالله لپاره سپیڅلی جهادکوي په ډیروځایوکي قدرت
      نه لري نودغه ظالم خلک دهیڅ څه پروانه لري بس دنورولپاره کارکوي هرڅوک په هررنګ کي
      په ډیره بې رحمي سره وژني . اوماته ډیرخطرناکه دښمن همداښکاری ځکه دامریکائی
      یرغلګراونورطالمانوپه زیدخوقیام )جهاد(کولای شو مګرددوی په حقله که یوه حقیت خبره
      هم کوو، راباندی دکفرټافه لګوي اوراباندي ځان مرګي بریدونه کوي .
  3. it is not a good work and I thank it is not done by taliban and Hezbe islami but is done by some one else