video " />  video " />  video " />  video " /> د CIA لخوا طالبانو ته د امریکایی جنګی ګاډو ډالۍ    – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د CIA لخوا طالبانو ته د امریکایی جنګی ګاډو ډالۍ Fotos video 

د CIA لخوا طالبانو ته د امریکایی جنګی ګاډو ډالۍ Fotos video 

 


د وېډيو دپاره دلته کليک وکړئ ! video



ورځ دمخه د پاکستانی طالبانو هغه تصویرونه رسنیو وښودل کوم  چې د امریکا زغره واله ګاډې د طالبانو تر ولکی لاندی دی.
دا د امریکایانو تیروتنه نه ده او نه هم هغوې دومره کم عقل دی چې په هیڅ هم نه پوهیږی ، خو دا هرڅه د یو سیاسی او استخباراتی  پلان له مخې په  منظم ډول ترسره کیږی.
څو میاشتی وړاندې هم همداسې ګنګوسې وی چې امریکایان او انګلیسان له طالبانو سره په غیری مستقیم ډول مرستی کوی او هغوې اکمالوی ، د امریکایانو او انګلیسانو پالیسی دا مهالې ګونګه ده.
د افغانستان پارلمان دغه موضوع چې ولې طالبانو ته امریکایان او انګلیسان مرستی ویشی وڅیړله او په دې اړه یې د افغانستان د دفاع وزیر، د ملی امنیت عمومی ریس او د کورنیو چارو له وزیر څخه پوښتنې ترسره کړې . پایله داسې شوه چې په جنوبی ولایتونو کې امریکایان او انګلیسان د تیروتنې له امله د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې مرستی غورځولی .
ولس مشر کرزی برټانیوی ډیپلومات چې کلونه کلونه یې په افغانستان او پاکستان کې استخباراتی چارې ترسره کاوه له هیواد څخه په دې تور چې له طالبانو سره مرستی کوی وشړه .
غواړم یو څه وړاندې پر موضوع او استخباراتی کړیو وغږیږم


د سپټمبر ۱۱ نیټې پیښه او د امریکا استخباراتی کړۍ:
دبهرنيوچارو  لپاره دامريكا د استخباراتو مركزې اداره   CID ، دفدارلي پلټنو اداره FBI ، او دمركزى اطلاعاتو سازمان  CIA ، چې  د سپټمبر  د ۱۱ مې نیټې  پيښې  په اړه  په خپلو كارونو كې پاتي راغلل، او په دې  ونه توانيدل  چې   د پيښې  مخنيوى  وكړي ، او وروسته په دې   كې  هم پاتي راغلل  ترڅو د پيښې په اړه  پر واقيعت ولاړ  پلټنه وكړي او ددې پيښې عاملين په ګوته كړي، خوبيا هم دغو  ادارو د خپل ځان د ويښتيا پر  بنسټ،  ځينې  درواغ او بې  ثبوته راپورونه  ، پايلې   او لاس ته راوړنې په ډاكه كړل ، نه يواځې  داچې  دوې  په خپلو كارونو كې پاتې  راغلل بلكي دامريكا په پارلمان اوحتى  په ملګرو ملتونو كې هم ددې  استخباراتي ادرو پر وړاندې   د درواغو شواهدو او لاسته راوړنو او ددوې  د نيمگړو معلوماتو په اړه  بحثونه وشول، او په نړيواله  سياست كې  هم دغه د جاسوسې ادارې  دخلكو تر نيوكو او پوښتنو لاندې  راغلل .
ښايي د سپټمبر ۱۱  مه پيښه يوه دردناكه پيښه وی  خو عجيبه پيښه هم دی كه سړى  ورته په ځیرسره   وگوري  نو ښكاره ده چې  امريكا ته خپل غليم د تباهي يو ګوزار  وركړي ،  داسې  گوزار چې  امريكا پرې  هيڅ  پوه نشو چې   د كوم غليم د لورې  پرى  ګزار وشو.


پر امریکایی ادارو او کړیو  بریدونه:
په  ۱۹۹۳  ميلادى كال کې پر نړيوال تجارتي مركز لمړنی  برید ترسره کیږی خو دا بريد دومر  زوره  وره  نه وې .
په همدې  كال د اكتوبر په ۳ او ۴  مه  نيټه  ۱۸   تنه امريكايي نظاميان په موگاديشو دسومالي په پلازمینه  كې  وژل كيږي ،امريكايان شكمن كيږي چې  اسامه په پيښه كې په غالب ګمان لاس لري.
په ۱۹۹۶  ميلادي كال کې د امريكايي نظامي بيړۍ  ډوبيدل چې  د چاودنې  له امله ورته  پيښيږي او ۱۹  امريكايي سرتيري وژل كيږي بيا هم د اسامه نوم  د متهمينو په كتار كې  راځي .
په ۱۹۹۸  ميلادي كال په نايروبي او دارلسلام كې پر امريكايي سفارتونو دوه بريدونه هم د اسامه  د لاس لرلو خبره په ډاكه كوي چې  له امله يې ۲۱۳  كسان وژل كيږي ، په همدې  ترتيب په  ۲۰۰۱ ميلادي كال هم پرامريكا بريدونه كيږي چې  له امله يې  تر ټولو ستر زيانونه امريكا ته رسيږي بياهم د پخوا پر څير پړه پراسامه اچول كيږي .
امریکایی سیاستوالان څه وایی ؟
پيټر برگن  امريكايي ترهگرپيژندونكى  د سپتمبر په لمړۍ نيټه كال  ۲۰۰۴  ميلادي كې  ديوې  سترې  غونډې  پرمهال وايي . پرمونږ بريد چا كړى  مونږ يې  پيژنو زمونږ ښكاره دښمن دی  دا دښمن نه يواځې  داچې  پر امريكا بريد وكړل بلكې  زمونږ پر دوستانو ( اسرائيلو او يهودانو ) هم بريدونه كوي ايا دا دښمن تاسې پيژنی ؟ هو ښكاره ده اسامه او د هغى ډله   القاعده .
پيټر برگن هغه امريكايي دی  چې  پر افغانستان د شورويانو د يرغل پروخت څو ځلې  افغانستان ته راغلى  و او له اسامه سره يې  نژدې  اړيكې  درلودې  او ليدل يې هم ورسره شوي وه .


د خطرناکو څارګرو ادارو جوړول:
دا چې  دامريكا  استخباراتي ادارې  په خپلو كارونو كې  پاتې  راغلل   د سپټمبر د ۱۱ نیټې د پيښې  نه وروسته  امريكايي جاسوسانو د CIA  ترڅنګ  دڅار يوه نوی كړۍ   پرانیځی .
  ددغى  کړۍ مركز د امريكا د وير جينا په ايالت  كې  موقيعت لري  ددغې  اداری مشر په لومړی سر کې  د چارټن په نوم يو امريكايي مامور  و .
دغه د جاسوسي اداره په افغانستان ، ایران او پاکستان کې مخفي او پټ چارې ترسره کوی ددوې د کار ځایونه هم د نورو څارګرو ادارو پرڅیر نه ده ددوې دکار ځاى  نه پيژندل كيږي عادی امریکایی وګړی نه پوهيږي ، ددوې د کار ځایونواو  ودانیو  ته دننوتلو لپاره دځانګړو  گاډو څخه گټه اخستل  كيږي دغه گاډي مخصوص پليټونه  لري ښايي داهم ونه پيژندل شي چه دغه گاډي د چا دي .
دغلته هغه څوك  زده كړه كولى  شى  چې  پلارونه او مورګانې يي د امريكا د استخباراتو په اداره او يا نظامي پوځ  كې  دندې  لری او یا یې پخوا دندې ترسره کړې .
له زده كوونكو څخه ځانګړې  ازموينه  اخستل كيږي  د زده كوونكو د لوستلو كتابونه د نورو څارګرو  زده كړو له ځايونو سره توپير لري .
دوې  ځانگړي ټيلفونونه كاروي  دوى  ته  داسې  فلمونه ښودل كيږې  چي دښمن د الوتكو، ټانګونو موټرو او موټر سايكلونو نه په گټې اخستنې پر دوى  حملې  كوي .
دغه څانگه   ځانگړى  كړنى ترسره  كوي او دامريكا ددبهرنيوچارو د وزارت  او نورو  څارګرو   ادارو معلومات راټولوي  او خپل معلومات پټ ساتی.
دغې څانګې   بهرني اتباع  وروزل ترڅو راتلوونكي كلونو او او موخو  كې   ترې  گټه واخلي ډیر کسان اوس مهالې ددوې د پلانونو له مخې کار کوی ، او داسې کار چې ډیره ګټه تراخلی او په
همدې توګه دافغانستان او عراق په په چارو كې ډېرکارونه  ترسره كوى .
د ايران د بهرنيو چارو وزارت خو لا له پخوا نه هم په ايران كې ددغسې كړيو پر كړنو رسما امريكا ته يې اخطارونه وركړى و، او اوس يې لا ملګرو ملتونو ته ليكونه واستول او په پكى ليكل شوى و چې امريكا د خپلو څارګرو كړيو پواسطه په ايران كې ددوې پرضد كړنى ترسره كوى ، او څو تنه ايران اصل امريكايان يې دغو كړيو ته د فعاليت په تور نيولى هم دى .
د څارګرو استخبارتی کړیو مامورین اوسمهالې کوښښ کوی ترڅو د پاکستان په قبایلی سیمو کې خپلو غړو ته مالی او تخنیکی امکانات برابر کړی ترڅو په سیمه کې ددوې د اهدافو د پلی کیدو لاره برابره شی .
داچې امریکایان په دې ښه پوهیږی چې له تورخم څخه تر پیښور کارخانو سیمې پورې ټول د طالبانو ترواک لاندی دی نو قصدً دخپلو استخباراتی کړیو له لاری داسې چارې ترسره کوی ترڅو د امریکا پوځ دبرید لپاره  لاره پرانیځی ، په قبایلی سیمو کې د طالبانو ډیرې داسې ډلی شته چې له امریکایی او انګلیسی څارګرو ادارو سره اړیکی لری .
پس په ډاګه ویلی شو چې د طالبانو لاس ته د امریکایی جنګی ګاډو ورتلل د امریکایی څارګرو ادارو د پلان له مخې ترسره شوی .





 


د وېډيو دپاره دلته کليک وکړئ ! video

تبصره نسته

  1. وروره عمرخیل صیب : لطفأ دومره شکاک ، بدبین ، بد ګمانه او منفی خیاله مه اوسه . مجاهدینو چی به شوروی شوبلی او ټانکونه نیول آیا هغه هم کی جی بی ورکول؟ دا چی ته پری خبر یې چی دا هموی ګاډی سی آی اې ورته ډالۍ کړی نو ضرور به ته هم د سی آی اې له دننه غونډی نه پرې خبر یې او یو همراز به یې یې .ځګه سی آی اې خپل داخلی رازونه اکثرأ د خپلو ایجنټانو له طریقه بهر ته خپروی. لطفأ هغه خلک چی په وچ زور دغسی فتحی کوی مه بدناموه او دا هغه شی دی چی هودا ستا سی آی اې یې مخی ته وړی .

  2. كه خبره بيا ستا رښتيا وي، نو ښه وه چې پر ګاډو ليكل شوي واى، د يهودي او نصراني طالبانو تحريك او طالبانو پلار مولانا فضل الرحمن، بن لادن، ملاعمر، حقاني، قاضي حسين احمد مولوي سميع الله، حكمتيار او نورو ته بايد وويل شي د يهودي پنډتانو او نصراني پاپانو جهادي بنډار. په تحقيق سره چې منافقان په ژوره كنده د دوزخ كې دي.
    مه كوه پر چا چې وبه شي پر تا. پاكستان پر موږ كول او دا ورځ يې هېره كړې وه، اوس يې نوش جان، د پنډت يهودي فضل الرحمن د فتوا جامونه په ګرېوانونو رااړوئ او له هغه بيا هم پوښتئ چې د پولې دېخوا له جهاد سره څنګه دى. انشالله يوه ورځ به يې سپېڅلي مجاهدين هغه ټول حرام له غټې خېټې په بم سره وباسي چې له ناروا فتواوو يې د پاكستان له اى ايس اى څخه ترلاسه كړي.

  3. خلیل خانه دومره کوله مه ور اچوه !!!! ته هم لګ ساړه خوره

    ډ‌یر سر به سره نه خوږه وو که (کې جي بي) نه ورکول نو ( سي آ ۍ اې ) خو ورکول !!!!! که نه له دې نه هم منکر ېې څوک ډیر خونړي دي CIA او که KGB څوک د افغان پښتنو مسلمانانو دوستان وه دوستان دي او دوستان به وي هلته هم همداسې چل وه په زړه پاک ټول مجاهدین شهېدان شول او دې نورو لکه ده اوسنو په شان څټل په روس خرڅ که او دوﺉ هم خپل رسالت سر ته وه رساوه کورونه د‌ې دواړو وران شي یو دې د بل سرته کښېني خداﺉ پاک دې وکړي چې ژر پوه شې او مونږ ټول ژر ژر پوه شو خداﺉ پاک مو دې مل شي امېن