کور / راپور / د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د دوه ویشتمې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د دوه ویشتمې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷لمریزکال د لړم په ۱۸مه نیټه د استقلال لیسی په کوچنی تالار کی ترسره شوه،

د غونډې ویانده آغلې سوله نیازۍ او منشي راحله نوري وه .

دغې غونډه هم د تیر په شان څلور برخې لرلې لومړی د آغلی سپوږمۍ له خوا د تیرې اوونۍ ریپورټ ولوستل شو او د غونډې ګډونکوونکو اغلې دل افروز ځیرک، ماریا صدیقي ، زرغونې روښان او نورو د ریپورټ په اړه خپل نظرونه ورکړل.

آغلی سولې نیازۍ وویل ،دا چی دا ددې لومړنی ریپورټ دی ډیر ښه یې لیکلی وو همدا راز اغلې دل افروز ځیرک د ریپورټ په اړه داسی وویل، ددې د لومړنۍ تجربې له مخې ویلی شو چی ریپورټ یې ډیر ښه لیکلی وو خو لږ څه نیمګړتیاوې یې لرلې چې په راتلونکي کې به هغه په پام کې نیسی .

وروسته دبهیر پر کاري مسایلو خبرې وشوې او آغلې دل افروز ځیرک وویل سربیره پردې چې د میرمن بهیر څانګې په یو شمیر ولایتونو کې پرانیستل شوې یا د پرانستل کیدو په حال کې دي  همداراز په مزار شریف کې هم د میرمن بهیر کلتوري – ټولنیز بهیر پرانیستل شو.

همدا راز په نیږدې راتلونکي کې به په پکتیا ،هرات،جوزجان او ننګرهار کې هم د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر څانګې پرانیستل شي ،

ورپسې میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرته د آغلې عارفې نورګلي د شعرونو د راستول شوې ټولګې « د حیا ټیکری »د چاپولو په اړه خبری وشوی، پریکړه وشوه چې تر دې دمخه دې د میرمن ساحره شریف کتاب چاپ او وروسته دې همدغه کتاب چاپ شي کتاب اغلی خاطرې اسحق زۍ ته د بیاکتنی لپاره وسپارل شو. 

سربیره پردې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد ویب سایټ په اړه وویل شول چې د بهیر غړي باید ویب سایت ته لیکنې راولیږی دغه رازد افغان کلتوري ټولنود جرګې په لومړۍ کلیزه اوپه بلخ ولایت کې افغانستان داوسنیو ادبیاتو په پنځم فستیوال کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دغړو فعال ګډون وستایل شو

په غونډه کې پر یوشمیر هغو شعرونو هم نیوکه وشوه چې دافغان کلتوري ټولنو د جرګې په کلنۍ غونډه کې په مشاعره کې ولوستل شول ټینګار وشو چې وروڼه کله چی د یو جمعیت پر وړاندی شعرونه وایي نو هغه اشعار باید غوره کړي چی زمونږ درانه شاعران یې د خپلو خویندو او میندو په وړاندی هم ویلی شی

د غونډې په بله برخه کې د اغلې سپوږمۍ نوري شعر کرکتنې ته وړاندې شو دسپوږمۍ نوري د شعر په اړه خاطرې اسحق زۍ ، مینا مسعودي ، دل افروز ځیرک ، فرشتې امرخیل خبرې وکړې همدا راز په دریمه برخه کی اغلی دل افروز زیرک د ناول په اړه معلومات چمتو کړي وو چې د وخت د کموالي له امله راتلونکې شنبې ته وځنډول شو .

ورپسې مشاعره پیل شوه چې فرشتې امرخیل ، زرغونې ، خاطرې اسحق زۍ ، سپوږمۍ نوري ، سولې نیازۍ او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل.

په غونډه کې وپتیل شول چې د راتلونکې غونډې ریسه به آغلې فرشته امرخیل او منشي به یې خاطره شینوارې وي ، دغه راز په راتلونکې غونډه کې استاد اسدالله غضنفر د لیکوالي په اړه د بهیر غونډې ته معلومات وړاندې کوي.

www.mirmanbaheer.org

تبصره نسته

  1. درنو او اغلو خويندو
    سلامونه او نيكي هيلي مي ومني
    زه هغه وخت ستاسو له ټولني خبر شوم چي كله مي د اغلي خور سپوږمۍ نور مركه له ملي تلويزون څخه واو ريده
    خوښ شوم چي پښتني خويندي دو مره ستر ګامونه اخلي او د قدر وړ خدمات عرضه كوي
    سپوږمي نوري له خولي د ويب پاڼي ادرس هم زده كړ
    د سپوږمي مركه چي ژوندي خپريده ماته ډيره جالبه وه او هڅه مي وكړه چي اړيكه ورسره ونيسم خو د مخابري د ګڼي ګوني له امله ونه توانيدم
    غوښتل مي هغي محترمي ته هغه مشوري وركړم چي له ماسره شته وي
    خو متاسفانه هغي چي خپل ايمل ادرس ياد كړه هغه هم له مانه هير شو او اوس مي په ياد نه دي
    زه له تاسو اغلو هيله كوم چي زما ايميل ادرس هغي محترم مي ته وركړي او يا دهغي ايميل ماته را وليږي چي خپلي مشوري ورسره شريكي كړم
    زه له ډير پخوا نه د ښځو په اړه مطالعه كوم او په دي اړه مي دوه دري كتابونه ليكلي او هم مي يو شمير مقالي هم خپري كړي
    په هر حال
    زه ستاسو ټولو دغه د قدر وړ هڅي ستايم او په درنه سترګه ورته ګورم
    الله مو تل بريالي ، ښادي او نيكمرغي لره
    ستاسو د ځواب په انتظار
    حبيب الله

  2. درنو او اغلو خويندو