کور / شعر / غزل

غزل


له تا نه لرې طريقه د زندګۍ نه راځي
دلته هر څه راځي جانانه خو خوښۍ نه راځي
اوس د هر سوال کولو وروسته پرېشانه ناست يم
اوس له کابله جوابونه د جینۍ نه راځي
ما ته وفا راځي،  و ما ته قرباني ياده ده
له دې نه زياته راته لاره د يارۍ نه راځي
د دغه ښار مازیګري بېله جانانه راځي
له دې دښتونو آوزونه د شپېلۍ نه راځي
څه موده وشوه چې له ځانه څه خپه غوندې يم
څه موده وشوه چې سروش د شاعرۍ نه راځي