کور / هراړخیز / نوې څیړنه : بالښت د دنیا تر ټولو ککړ شی دئ

نوې څیړنه : بالښت د دنیا تر ټولو ککړ شی دئ

تر دا اوس پورې خو یوازې دا جوته وه چې د حمام لنګ ، د کمپیوټر کیبور ، د مبایل غوږۍ ، د دروازو قیتونه او داسې نور د دنیا تر ټولو ککړ څیزونه دي . خو بایده ده چې میکروبونه یوازې په څرګندو ککړو ځایونو کې ونه لټو ځکه چې میکروب په سرپټو او پاکو ځایونو کې هم موندل کیږي .
نن سبا په هغو څیړنو کې چې تر سره شوي بالښت هم په ککړو څیزونو کې راولي .
د خبر د نړیوالې شبکې د یوه ریپوټ پر بنسټ دا څیړنه د امریکا د ويسکانسين پوهنتون څیړوونکو تر سره کړې او ادعا لري چې بالښت له ککړو څیزونو څخه دی .
نوموړو څیړوونکو د بالښت یوه بیلګه ازمویلې او څرګنده کړې یې ده چې د با لښت په شیټ او ترې لاندې د ایکوسیسټمې میکروبونه ژوند کوي .
دغه ډله میکروبونه کولای شي چې په انسانانو کې د پوستکي د ناروغیو لامل وګرځي .
همدا شان کولای شي چې الرژي را پیدا کړي او پوزې ، خولې او سترګوته په رسیدو د حساسیتونو کچه هم ډیره کړي .
دېری وختونه خو د بدن دفاعي سیسټم ته هم زیان رسوي او آن دا چې د مرګ لامل هم ګرځیدای شي .

تبصره نسته

  1. ياره اعظمي صاحب ډيره مننه ، دا خو مهيمه موضوع ده او بايد پام ورته وسي ، کله چي موږ د يو بل په کور کي مېلمانه کېږو نو له هغو بالښتونو سره به څه کوو ، تاسو خو په دې ژباړه يا معلومات کي د حل لاره نه ده ښودلې ، فکر کوم مجبوره يو چي يوه د پلاستيک غټه کڅوړه وګرځوو او چيري چي ځو په بالښت يې واغوندو ، څه پکي واياست ؟