کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څوک د امن او سولي په راوستو کښي خند جوړيږي

څوک د امن او سولي په راوستو کښي خند جوړيږي

5-11-2008

د تیرو دوو لسیزو ترخو تجربو دا وسوده چي د هر ډول ستونزو د حل لاره بالاخره سوله او خبری اتری دی.آن د طالبانو د قدرت ته د راتگ نه وړاندی هم په کورنی جګړه کښي سکیلو ډلو داوپتیله چي روغی جوری ته سره سکینی. ولی دیره نا وخته وه او د هغوی د ناکامی بنیادی لامل د هغو خپل منحی بی باوری وه.د طالبانو د قدرت له پرزیدو نه وروسته د بن په معاهده کښي په سوله او پخلاینی باندی حانگری تاکید وشو.او د دیرو اولیتونو په سر کښي په همدی خبره تینگار کیده چي باید د تولو ډلو، قومونو او ولسونو په خوسه یو بنستیز او نماینده ډولت جور شی. ولی په تعصب سره باید ووایم چي حینی خود خواه او بد نیت دلی او گروپونه چي پخوای هم د پردو په لاسونو افغانستان توته توته کر، د  چور او چپاول ، غلا و لوتماری فرهنگ یی زمونر هیواد ته راور، نریواله قواوی یی دوکه کر او ددی پرځای  چي په موجوده نظام کښي تولو قومونو او ولسونو ته استازی توب ورکړي او یا د روغی جوری خواته پل اوچت کړي هغوی ته یی نادرست معلومات ورکر او نریوال یی په لوی لاس د جګړې و خواته سوق کرل.

جګړه یی د حل لاره  ونیوله او په دی ډول یی غوستل چي د ډولت تولی اداری تر خپل نفوذ لاندی راولی، خپل افراد په ډولتی دوایرو کښي و گماری، قراردادونه په یو نوم او په بل نوم د نریوالو ادارو حخه تر لاسه کړي او بلاخره د ایران او روس په اشارو موجوده نظام را وپرځوی.


اکثره کارپوهان پدی باور دی چي که له اوله څخه د سولی او پخلاینی پروسه د جګړې او نظامی حل پر ځای  کارول شوی وای نو د معضلی حل ډېر آسان و. د ملگرو ملتونو د مرستندویه هئیت (UNAMA ) مشر ساغلی کایدی پدی ورستویو کښي د اکتوبر په شپرمه نیته په یو مطبوعاتی کنفرانس کښي په حرگندو الفاظو وویل چی” د ناباوریو په هکله سخت په اندیسنه کښي یم کوم چي د حینو ناکامو ډلو لخوا حخه راپورته شوی” د ساغلی کایدی حرگندونی دا په گوته کوی چي هم د ډولت په چوکات کښي او هم په پارلمان کښي ، هم په کابینه کښي او هم په امنیتی او دفاعی سکتور کښي پخوانی او مقتدر جنگ سالاران ننوتی او د یو علیحده اجندا له مخی نه پریردی چي په حکومت کښي د پستنو او نور قومونو موجودیت د دوی د وزن د کمیدو باعث وگرحی. د ساغلی کایدی اسرار په سوله ، خبرواترو او مرورو ډلو سره په روغه او جوره وه. خو د بده مرغه پخوانی جنگ سالاران چي نومونه یی د بشری حقونو په راپور کښي په څرگند ډول لیکل شوی او وری دلی تپلی یی اوس هم د کابل په ښار او نورو سیمو کښي فعالیت لری پدی هیح خوس ندی چي طالبان او نوری مروری دلی دی د ډولت سره یوځای  شی. لاقانونیت ، غلا، انسان تستونه ، انسان وژنه، د ډولتی او شخصی املاکو غصب، چور او چپاول د دی ډول اشخاصو او جنایت کارانو پیشه ده او تول ولس ددی شاهد دی چي د تیرو دوه نیم کلونو په دوران کښي حومره جنایات یواحی   د کابل په ښار کښي تر سره شول.


او اوس اوس د سرمایه دارانو په تستولو و وژلو کښي ، د خلکو په بی پته کولو ، د بهرنیانو په ترور او د مخدره موادو په قاچاق کښي نوموری اشخاص او د دوی وری دلی چي د پولیس یونیفورم سمبال وی لوی لاس لری اوس هم نوموری جنایت کاران د شخصی امنیتی ادارو په لرو سره چي گواکی دوی نریوالو ادارو ته امنیت برابروی خپل ځانونه مسلح ساتلی او پدی ډول جنایات ترسره کوی. تازه راپورونه سئ چي ساغلی داکتر وهاج چي د یو تشخیصیه کلینیک لرونکی دی د ورته اشخاصو په واسطه په کابل کښي اخططاف شوی وو چي د ډالرو په مقابل کښي پریسودلی شو. داکتر وهاج چي شل ورحی په بند کښي تیری کړي وی دای ،ایف، پی( AFP) سره د روان کال د سپتمبر په دیرشمه نیته په یوه مرکه کښي داسی وویل”زما تستوونکی افراطی طالبان نه بلکی هغه افراد دی چي اوس هم په ډولت کښي په یو منصب او یا اداری پوری ترلی دی… او د لا قانونیت حخه په استفاده سره او یا هم حینی ډولتی چارواکو ته چي په بده اخیستنی او فساد ککر دی د حه کمیشن په ورکولو سره په زرورتیا دغه ډول کارونه سرته رسوی”

ددی پرته ډيری شمیر تجاران او سرمایه داران د میدان هوای په لاره او یا خیرخانی مینه ته څیرمه ځای ونو کښي د دغو غیرو قانونی وسلوالو ډلو په واسطه نیول شوی ، مال یی اخیستل شوی او وروسته وهل شوی او یا وژل شوی او بیایی پره په طالبانو اچول شوی.

نو پدی ډول که چیرته سوله او امنیت منح ته راشی او مروری دلی بیرته د ډولت سره یو ځای  شی د نوموری جنایت کارانو حیری په خپله حرگنډيری او دوی بیا په قانون منده تولنه کښي خپل حان او شتون ته خطر احساس وی نو حکه د دوی یادشوی مشران غواری چي د روغی جوری خبری وحنډيری او د سولی او امن په ځای  گدودی او لاقانونیت ته لمنه وهی. همدوی د سولی په وړاندی غت خند او همدوی د پردو په اشارو غواری هیواد نور هم په کندواله بدل کړي.

نو گران ولس دی نور ددی پلیتو څیرو په خبرو او مکرونو باور نکوی. دغه ډول جنایت کاران او ظالمان چي اوس هم د قوم ، نژاد، ژبی او مذهب په نوم افغانان دوکه کوی او پدی ډول خپل  منحی جنگونه او ناخوالی تازه کوی او خپل ځانونه د قدرت گدی ته رسوی باید په جدی ډول د قانون منگولو ته وسپارل شی او په نریوالو محکمو کښي د جنگی جنایاتو لپاره محکمه شی او ولس دی نور د دوی په پوچو مفکورو نه دوکه کیری.

تبصره نسته

  1. ستانكزى صيب ګل دې وويل، په قلم او احساس دې بركت.
    كه له
    پرديو ګېله كوو نو له خپلو بايد څو ځله ګېله وشي.
    په هيڅ يو قوم سياسي فشارونه،
    پلمې او دوكې لكه كاڼې له اسمانه نه راپرېوځي، بلكې په هغه قوم كې ځينې فرصت طلبه
    خلك شته چې د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو له پاره د ولس له بې خبرۍ او ناپوهۍ څخه
    ناوړه ګټه پورته كوي او ولس د خپلو شخصي ګټو قرباني كوي. شمال ټلواله خو د پښتنو پر
    ضد له پښتنو سره د دښمنۍ پر مخ بيولو له پاره جوړه شوې او همدغه يې دنده ده چې
    پښتانه تباه كړي، خو اوس هغه پښتانه چې په دې ډله كې نه دي او د ښتنو تپاه كولو ته
    يې ملاګانې تړلي او له يوې بلې لارې كلدارې او ډالرې ترلاسه كوي، بايد پښتانه د
    هغوى پر وړاندې هم سر له اوس څخه بېداره شي، نه دا چې بيا وخت ترې تېر شي او بيا
    بېداره شي. لاس به ټكوي او وخت به ځنې تېر وي. دا يوازې شمال ټلوال نه ده چې په
    جګړې خوشاله ده او له جګړې څخه پيسې ترلاسه كوي، طالبان او د اسلامي ګوند ځني
    نازولي او يو شمېر وسله وال ګروپونه چې په كليو كې دي هم د جګړې په بركت ماشاالله
    ښه پانګه او ژوند ژواك يې برابر كړى دى او لوڼې او زامن يې په بهر كې تحصيل كوي او
    دلته يې په پښتنو د ښوونې او ښوونځيو ته د تګ دروازې تړلي او د ښځو زده كړه ناروا
    بولي.

    تاسې مولانا فضل الرحمن ته وګورئ چې په افغانستان كې
    د جګړې د اور بلولو او د پښتنو د ځپلو پر سر يې 6000 زره جريبه ځمكه د پاكستان له
    استخباراتو څخه په انعام كې ترلاسه كړې وه، ده په پاكستان كې جګړه حرامه او په
    افغانستان كې جهاد بللې او په هنګو او وزيرستان كې د پښتونستان په نوم د لوحو ځړول
    يې د پاكستان د تجزيې هڅه او له اسلام سره خيانت بللى. دغه يهودى او نصرانى ملا چې
    له نيكونو نيكونو څخه د انګرېزانو، امريكايانو او يهوديانو(اسرائيلو) په چوپړ كې دى
    او د اى ايس اى اعتمادي غړى دى په پښتو ژبه خبرې كوي، پيروان او ملاتړي يې همدا
    پښتانه دي او د دغه فرعون ملا يې تړلې او د پښتنو پر ضد د جهاد او د پښتنو د وژنې
    فتواګانې وركوي او تر اوسه د ده پر فتوا څلور مليونه پښتانه د ملحد،دولتي مامور، د
    امريكايانو د جاسوس او په نورو نورو نومونو سره وژل شوي او په دې وروستيو كې 27
    لغمانيان هم د ده پر امر او فتوا شهيدان شول.

     شمال ټلواله خو دې بربنډه كړه چې د پښتنو دښمنه ده خو هغه
    كسان چې له پښتنو څخه سرونه پرې كوي، په نجونو يې تيزاب شيندل كېږي، لارې يې
    خرابېږي،ښوونځي يې سوځول كيږي او تړل كيږي، انجنير، ډاكتر، ښوونكى او قومي مشر او
    ملا يې وژل كيږي، نو دا له پښتنو سره كوم ډول دوستي ده چې پښتانه پرې نه پوهېږي.
    افسوس چې نن له دين سره د پښتنو بې حده مينه د دوى له پاره د دغو ټولو مصيبتونو
    سرچينه ګرځېدلې او كه څوك حقيقت وايي په دغې وسيلې سره تكفيرېږي او سرونه ترې پرې
    كيږي.  د پښتنو غټه ستونزه دا ده چې دين د الله ج دى او دوى يې خاوندان مولانا
    فضل الرحمن، بن لادن نصرانى، ملاعمر پنجابى او حكمتيار چې تر اوسه مور او پلار يې
    معلوم نه دى او فقط دومره دى چې پښتون او افغان نه دى نور هر څه دى.

    اى پښتنو كه دا دين د الله ج وي نو پوه شئ چې تاسې
    ټول مسلمانان ياست او كه دغه دين د اى ايس اى، مولانا فضل الرحمن او د ملاعمر او
    حكمتيار وي نو پوه شئ چې ټول كافران ياست او ټول به وژل كيږئ يا له روسيې سره په
    جګړه كې، يا له امريكې سره په جګړه كې او يا ايران او پاكستان سره په جګړه كې. تاسې
    ته د هېواد تر ازادۍ ګټلو لومړى د ځانونو د ازادۍ ګټل په كار دي، يو څوك چې د
    ځانونو ازادي ونه شي ګټلى نو د هېواد ازادي به ورته څه مانا ولري. نن تاسې د خپل
    مال، خپل ناموس او د خپل ژوند ازادي نه لرئ كله مو د كرزيانو په مشرۍ ودونه او او
    جنازې بمبارېږي او كله مو د ملاعمر او بن لادن په مشرۍ له بچو او مېرمنو سرونه پرې
    كيږي او د لوڼو پر مخ مو تيزاب شيندل كيږي.

    تر كومه لاس تړلي او خولې تړلي ناست ياست او تر څو به يو څو خوار
    ليكوالان درته مقالې ليكي او تاسو ته به له دې او هغه ځايه خبرې اوشننې ټولوي او
    بيا به يې درته بيانوي پخپله فكر وكړئ او پخپله تصميم ونيسئ چې له سړك ورانولو، په
    نجونو له تيزاب شيندلو، د انجنير او ډاكتر له وژلو پرته هم جهاد كېدونكى دى كه نه؟

    كه كېدونكى وي نو ولې دغه كار په ښونځيو تړلو، جوماتونو ورانولو،
    كتابونو سوځولو، تيزاب شيندلو د قومي مشرانو، انجينرانو او ډاكترانو په وژلو سره
    وشي. پر دغه ځمكه(ښوونځيو، فابريكو، سړكونو………..) دين نه دى فرض شوى دا په
    كومه ګناه وژنئ، سوځوئ او ورانوئ يې. هغه ډاكتران او انجينران، ملي اردو ، ملي
    پوليس او ملي طالب ټول پښتانه او مسلمانان دي، په كوم جرئت يو پښتون ځانته جرئت
    وركوي چې بل پښتون دې د كفر، انجينرۍ، ډاكترۍ، طالبۍ او په نورو نومونو ووژني. څوك
    چې پښتون وژني هغه پښتونواله نه ده او پښتون نه دى.