کور / تازه خبرونه / طالبان وایی موږ به میدان وګټو

طالبان وایی موږ به میدان وګټو

دا لومړی ځل دی چی د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د بی بی سی راډیو سره د یو نامعلوم ځای څخه یو ساعت ژوندۍ مرکه وکړه . ده وویل چی د حل یوازینۍ لار د افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو وتل دي . ده چی مستقیمأ د اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ویل زیاته کړه چی که اوباما هرڅومره نور پوځیان هم راولی هغوی به افغان مقاومت مات نه کړای سی . ده کرزي ته پیغور ورکړ چی درې ورځی مخکی یې په لندن کی د کتنی پر مهال د نورو پوځیانو د رالېږلو خواست وکړ . ده په کندهار کی د مکتب پر نجونو د تیزابو پاشل هم وغندل او ویې ویل چی دا د طالبانو کار نه دﺉ . ده زیاته کړه چی نور موږ د ښځینه تعلیم مخالف نه یو او په هغه نیم افغانستان کی چی زموږ تر کنټرول لاندی دﺉ نجوني تعلیم کوی . ده دا هم وویل چی نور به طالبان د چا سرونه غوڅ نه کړی . ده وویل چی امریکا په ۲۰۰۱ کی ناحقه پر افغانستان حمله وکړه او تر ننه هم هیڅ داسی ثبوت نه لری چی بن لادن دې پر امریکا هغه حمله کړې وی . ده زیاته کړه چی بن لادن طالبانو نه بلکی امریکایانو افغانستان ته راوستلی و . ده وویل چی زه خبر نه یم چی هغه چیری دﺉ خو ملا محمد عمر په یو خوندی ځای کی اوسیږی .