کور / شعر / دپښتنې مور اواز

دپښتنې مور اواز

زما په عقل کې نقص نه شته ده  انســـــــــان يمه  زه


ما چه ورکړې  امتحان  ده قهرمـــــــانـــــــه يمـــــــــه زه


****


ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيــــــــــــان روځــــــــــلې


د استعمار موقابلې ته جنګيا لـــــــــــيان روزلـــــــې


ما  دايمان  سبق  ښودلې   په  زانګو کې    ورتـــــــه


دتجاوز په مقابل مې ميرويس خــــــــــان روزلــــــې


****


دميوند جنګ کې قربانې تــــــــه په ميدان ومه  زه


ما چه ور کړې امتحان ده  قــــــهرمــــــــان  يـــــــــمه زه


****



سرکې ماغزه  لرم  ماغزو کې  احساسات   لرمـــه


زه پښتنه د پښتنې مينې جزبـــــــــــات لــــــــرمــــــــه


داسې خو مه وايه چې کور کې ياپه ګور کې اوسه


ستا داحساس لپاره ډير عالي خيـــــــــالات لــــــرمه


****



د پښتون کور اباديدو ته په ارمـــــــــان يــــــــــــمه زه


ماچه ورکړې امتحان  ده قهرمـــــــــــان يــــــــــــمــه زه


****


دنړ يوال په مقابل انتظـــــــــام پــــــورتــــــــــه کـــــــړه


دجهالت الزام کړه لری نوم دقام پورتـــــــــــه کـــــــړه


****


عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپـــــــل زړه وګڼــه


که ترقي دوي مقصد ددوې مقام پــــــــورتــــــــه کړه


ټول  نړيوال  ته په طاقت کې  ښه  بيان  يــــــــــــــمه  زه


ما چه ورکړې امتحان ده قهــــــرمــــــــان يــــــــــمه زه


****


دوطن مور يمه تــــــــــــــــــه ګواښ دظلم زور مه کوه


دجګو غرو زمرو ته غوږکې شور ماشو ر مه کوه


دوي نه ختميږي سلسلې دغيرتـــــــــــــنو لــــــــــــــري


داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لـــــــــــــري


****


(حفيظه ) وايـــــــــه چـه قدرت د ستر کاروان يمه زه


زما په عقل کې نقــــــــص نـه شته  ده  انسان يمه زه


 


افغانه ښځه


ښځه حيا ده لوپټه دعزت
ښځه ښکلاده دژوندون مرحمت


په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان ځنګوي


ګرده نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې


په بسم الله باندي هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې


ښځه ښادې اوخوشحالې دژوندون
ښځه ډيوه او ړنايي د ژوندون


ښځه غوټۍ ده دګلونوڅانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه


هر يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هرچا نه معظمې ښځې


په پاکه غيږ کې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه


له تانه ځارشمه افغانې ښځې
ای په نړۍ کې قهرمانې ښځې


د سولې غږپه هرافغان يې ښځې
ته د حفيظ د زړه ارمان يې ښځې


ستا د حيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان

تبصره نسته

  1. سلامونه دوستانو
    شعرونه خو ښکلي دي مګر په املا کې یې له حده زیاته غلطي شته
    له لیکوال صاحب نه هیله کوم چې املا ته توجو وکړي
    جانان