کور / نثر / دعشق او محبت دیــن

دعشق او محبت دیــن

 د اسـلام مقدس دیـن د عشـق ، محبت او جـذبی  دیــن دی .


د دغــه دیــن  اساس او بنسټ یـو تـربــله  د مینی ، ګـذاری ، مرسته ، تعاون ، ښو اخلاقو ، عفـو ، صلی ، صداقت او اخلاق په مبادیو درول شوی دی.


څنګه چه د اسلام اساسی  لیار ښوونی  د عمومی  منافعو د تامین  راز لری ، همـدا شــان حقیقت  دا دی  چه جـذبی  پیمانی د اسلام  په  اولــه دوره کښی حضرت محمد صلی اله علیه وسلم او د ده رښتیـنو ملــګرو  د خلــکو پــه  زړونــو کښی  د عشــق او محبت  جــذبات او د اخــلاقی مبـادیو د علمی تقوی در سونه واچـــول .


کــوم  وخت چه  سړی د سیرت  احادیثو او اسلامی تاریخ  او دشرعی عــلومو اصلی  تلقیات  د مطالعی او دقت لاندی  ونیسی دا وخت سړی پو هیږی  چه د اسلام پخــوانیو رهبرانو څه غو ښتل .


ارمــان ؛ ارمـــان ؛  ډیر  تاسف  دی چه  د اسلام  دغه  رنګه لارښونی د زمانی  په مسیر او تحول  کښی دیو رنګه داسی عناصرو دلوبو کولو مورد  وګرځیدلی  کــوم چه د هــغوی سره  واقعآ هیڅ د اسلام د مقدس دین بوی هم  نه احساس  کیـــده .


دغو پلید و عناصر و د اسلام  په نامه د لعنت نه ډک  کارونه  و کړی ، د اسلام  څخه ئی  ناوړی استفادی و کړی او  د اسلام  په نامه ئی  په زرګونو معصوم انسانان تیر و یستل .


دغو عناصرو په  داسی حال  کښی  چه  قسم  په خدای يی   له ظاهری دلسوزی او عذر بل نور هیڅ د اسلام  څخه کوم  معلومات  نه درلودل ، دخلکو توجه ئی  ځانته  واړوله  او په هیلو او پلمو ئی د مسلمانانو  د مدنیت  قافله په  قرنو قرنو  بیرته  و غورځوله ، چه حتی ډ یر کسان د اسلام  په دین  باندی  بدګمانه  شول  . 


که مونږ واقعآ  د اسلام اساسی لیار ښونی او د اسلام  واقعــی رهبرانو سلوک په پوره  عمیق ډول  د مطــالعی لاندی  و نیسو ، هغــه وخت په دی پو هیږو چه د اسلام مقدس دیــن تر کومه  انــدازی د  بشرد  دایمی  سعادت  متکفل  او تر کومه  حده  دغه مقدس  دین  د عشق ، محبت ، اخلاق او جذبی  دین دی ،  چه واقعی عمل  په صورت کښی دروغی او سلامتیا  ضامن او انسانی روابط  تقویه  کوی  .


د علامه  محمد سعید « سعید افغانی »  لیکنه






دوست

هغــه دوســــت دی چــه په سختی کی د ســـړی په کــارشی ، هــغه ورور دی چـه په یــو فکر دننه اودبـاندی په یــوه رنګ دیـوه هدف پــه خــوا روانشی ، نوپه دی حساب که زما سره ددی لانـدی مطلب  دپاره څوک ملګری شی هغه زه خپل  دوست ګڼـــم او ریښتنی ورور به مــی وی .

زمــا مطلب یوازی دا نــدی چه زه به خـاص د ځـان دپــاره د ژونــد ټــــول مشکلات لـــرم کـــوم .

نـــه  !  زه د ژونـــد مشکلات د دی دپـــاره لری کـول غــــواړم چــه دخلکـــو د ارامـی  او رفاهیت لا څــه ، چــه د دایمـی  سعا دت  ټــول وسایـــل برابرشی او د قـــوم  دغــه پاتی  قــافله خپل  مقصــد منــزل  ته  ورســیږی .

هغـــه زه غــواړم چـه په یــو ارام ، مسعــود ، مطمـین او ښه متمدن ملک او وطـــن کی خـــپل ژونـد  ګــډ‌  د خلـکو د خـوښی او بـا دوامه افتـــخار سره تــر سره کـــــړ.

د «  ۱۳۵۵ » هجری شمسی کال ــ  کابل


http://www.said-afghani.de.vu

تبصره نسته

  1. wa bashi da aks da sayad jamalodin afghani day aw alama said afghani da molana abdal majed zoe da lagman da omar zayaw da kalaywa cha da masr da azhar pohanton saka ya da doktora tr lasa kare aw der poh alam wa cha jamal abdal nasar warta da doham sayad jamalodin lakab warkaray wa

  2. در لروبر افغانستان ګرانو دوستانو ! استاد سعید افغانی صاحب ، زمونږ دګران وطن یو ډیر لوی او جهانی مشهور عالم او لیکوال دی ، زه فکر کوم چه د افغانستان په تاریخ کی ، لومړنی شخصیت دی چه په ( الهیاتو شق ) کی داګتری لری ، او دا هم د نړی د لوی اسلامی مرکز پوهنتون نه ، استاد افغانی صاحب ! په پولی تخنیک کی مونږ ته د اسلام درس ورکوه ، رښتیا هغه نابغه وه . د داسی شخصیتونه د افکارو د تحقق دپاره خاص ( اکادمیک ) مراجع باید فعاله شی . او زه لذت وړم چه دداسی نومیالی استاد مضامین دستاسو په نشراتو کی لولم . کور مو ودان انجینر سهاک د کابل نه

  3. سلام دوستان عزیز د لر او بر افغانستان !
    اساسآ دین اسلام دین « عشق و محبت » است ، و بخصوص مجاهدت و ریاضت بخاطر کسب معرفت الهی انسان را به « سعادت » میرساند .
    این تحلیل علمانه جناب علامه صاحب سعید افغانی نشاندهنده آن است که در دین اسلام اصلأ خشونت و فشار جای ندارد ، بلکه با عشق و محبت ؛ میتوان به سعادت دایمی که تحفه رب العزت به بنده ګانش است ، توسل یافت .
    با این چنین متن که در آن رضی الهی از طریق ( عشق و محبت ) حاصل میګردد کمتر تصادف کرده بودم ، حتی در جریان اموزش دروس مدرسه !
    بنآ تشکر از زحمات شما قلمبدستان صفحه لر او بر افغانستان که صفحات نشراتی خود را با همچو مطالب حیاتی و اساسی ، رنګین و زیبا ساخته اید .
    بااحترام برادر شما اسدالله مصلح