کور / تازه خبرونه / د ميدان وردګ چارواکي د ۱۰ تنو طالبانو د وژلو ادعا کوي

د ميدان وردګ چارواکي د ۱۰ تنو طالبانو د وژلو ادعا کوي

په وردګو کې دولتي سرچيني دلسو طالبانو دوژلو ادعاکوي خوطالبان وايي دري ملګري يې وژل شوي .

دوردګو ولايت چارواکي ادعاکوي چې تيره شپه يې ددغه ولايت دسيدابادلسوالۍ اړوند دکابل کندهار دلويې لارې پرسر دهفت اسيا په سيمه کې دامريکايانوپه مټ دطالبانوپريوه کمين بمونه غورځولي اولس تنه يې  وژلي دي .

دولايت وياند ادم خان سيرت وايې چې تيره شپه يې جاسوسانواطلاع ورکړي چې دهفت اسيا په سيمه کې طالبانو کمين نيولي دي اودوي امريکايانوته خبر ورکړ اوهغوي پرطالبآنو بمونه غورځولي اودلسو په شاوخا کې يې  وسله وال کسان وژلي دي .

په سيمه کې عيني شاهدان مني چې دطالبانوپه کمين يې بمباري کړي خو وايې چې شپږتنه چې ديوې ونې لاندې ناست وو پرهغوي يې بمونه اچولي اودرې تنه يې ور وژلي اودرې نور يې ټپيان کړي دي .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم په دې پېښه کې ددريو تنو طالب جنګياليو مړينه منلې ده .

محاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه لراوبرته وويل چې تيره شپه يې ملګرو په دې سيمه کې ګزمه کوله چې داشغالګروقواو جيټ تيارو پرې بمبارد کړي .

داپه داسې حال کې ده چې تيره ورځ وسله والو طالبانو دهمدې ولايت دجغتو په ولسوالۍ کې يوتن پوليس  بهرنيانوته دجاسوسۍ په تور اعدام کړي وو .

تبصره نسته

  1. سلامونه گرانو دوستانو دغه رابور چی هر سوک درکوی نو یوکار تاسی هماسی مه خپروی دا درواغ دی چی لس تنه طالبان مو شهیدان کو نشی کیدای دا هغه ملکی خلک دی چی نور حد او اندازه نلری داسی شهیدان کیزی خو خیر الله درحم وکی
    اوبله خبره دا دی چی وردگ نه بلکه میدان وردگ هم ورسره اضافه شی باید
    مننه

  2. سلامونه كرانه وروره مننه كوم
    خو يو لنډه اشتباه چي دي هغه په املا كي دي چي د ميدان وردګو وياند ادم خان سيرت نوميژي نه اندم خان مننه
    الله مو مل شه او بل تنها وردګ مه ليكي ميدان وردګ هم ليكي