کور / شعر / قصيده : ځان وژنه

قصيده : ځان وژنه

یوه ځوان وه له خپل خر ځنی په تنګ
خریی ګوډ وه تل د خرسره په جنګ
خپل بار خر وړلی نشو تر مزله
هرپړاو کی سر په سر دمه وهله
خر یی ورکړ په کراه کراوالا ته
مخ تری واړول هیڅ ونه کتل شاته
دکرایی په پیسو لاړځوان، پاکستان ته
وږی تږی شو پورته رستوران ته
ډوډی وخوړل ګیډه یی خپل موړ کړ
دشپی پاتی خپل پلان یی ځانته جوړکړ
شپه یی تیر کړل د ګړو په سرایی
سریوان ځوان ته کتل ځیر له ورایی
ستړتیا او ستومانی خپل برطرف کړ
دسفر مرام یی واړه تر هدف کړ
سهار وخت لمونځ خپل وکړ په جومات
پس له لمونځه دمی وکړ څوساعت
ملا غږ پرځوان وکړ ښایسته ځوانه
له کوم ځایه ته راغلی یی ستومانه
ځواب ورکړ ځوان زه له افغانستانه
ښه یی واوره چی اوږد می دی داستانه
مور اوپلار می شهیدان شول په وطن
د افغان وطن کړ وران کافر دښمن
په وطن کی می لرل یو ګوډ خر
خرمرور وه له پیچومی او له غر
خر می ورکړ په کرا یو وطندار ته
ځان می ورسول دلته کوم یو کار ته
غواړم دلته کړم پیدا ځانته یو کار
پیسی وګټم چی ښه می شی روزګار
ملا وویل ولی نه ځی مدرسي ته ؟
احتیاج نشته مزدوری اونقد پیسی ته
غټ ملابه درنه جوړشی ښایسته ځوانه
غوږ دی نیسه په دقت واوره له ما نه
مدرسی ته ځوانه زه به دی وروړومه
ستا د هر ستونزی چاره به زه کومه
مدرسه کی واړه پوه پوه ملایان دی
په تدریس کی مشهور په ټول جهان دی
معاشونه یی راځی له عربستان
ښه دوستی دی د عرب او پاکستان
هلک ومنل ټول نصیحت د هغه ملا
سر خپل وښورول وویل بسم الله
هلک لاړ ها مدرسی ته سمد لاسه
ملا مخکی شو هلک ودهغی شاته
مدرسه کی شو شامل د دیو بند
خیراتی ډوډی خوړله په ډیر خوند
سبقونه یی اکثره مذهبی وه
یو مضمون پکی پوهنه د جنګی وه
د جنګی مضمون استاد تور پنجابی وه
غټ یی ږیره وه له ځانه خپل راضی وه
هره ورځ هغه ښول د جنګ چلونه
پر دښمن د راکټو مسلسل ګذارونه
جنتونه که غواړی کافران کړی مړ
مومن نه غواړی چی غلیم ته شی پړ
هرمومن باندی فرض شوی دی جهاد
دا خبره ساتی ځان سره په یاد
کافران ټول میشته شوی په کابل
په قلات هم په قندهار او په زابل
ځان جګړی ته کړی چمتو ای طالبانو
لاړ شی سر غوڅ کړی د ټولو کافرانو
اور کړی بل د کابل پر ملحدانو
چی جنت ته لاړ شی ګرانو شاګردانو
کابل وسوځوی اورکی چی شی پاک
ټولی بوټی هم یی اونو یی د تاک
د استاد په تبلیغ ځوان ملا تیار شو
خودکشی ته آماده او وادار شو
د کابل په لور روان شو سهار وخته
شاته ونه کتل هیڅ هغه بد بخته
غټ واسکټ یی وه اغوستی د بمونو
په کابل کی ګرځیدل په سرکونو
ځان یی والوزول هغه په فروشګاه کی
نر او ښځی شهیدان کړ په هر خواکی
سرکونه یی په وینو ولړله
د کابل خلک یی په غم وکښینوله
ځوان ملا له دنیا لاړ بی ایمانه
ټول قصه می له یو سره کړ بیانه
په غور ولولی د (مل ) پورته داستان
تو لعنت وی په سیا ست د پاکستان


جرمنی ۱۱-۱۱-۲۰۰۸

تبصره نسته

  1. آفرين ! تو لعنت شه په سیا ست د پاکستان !!! ، خو خبره داده چي افغان سياست پوهان ولي د فاسق مملکت پاکستان د مضر سياست په ځپلو کښی پاته راغلي دي، پښتانه مندي ولي دورانی او ميرويس خان دنيا ته نه راوړي ؟؟؟

  2. راځه چي دليلا اودمجنون مينه دځان کړو يوداسي مينه وکړو چي جهان ځان ته هيران کړو