کور / تازه خبرونه / دمیدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلو خپرونو پیل وکړ

دمیدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلو خپرونو پیل وکړ

دمیدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون په خپلوخپرونو پیل وکړواو هم درادیو تلویزیون د چهاردیوالۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه .

د میدان وردګ ولایت سیمه ایز تلویزیون  په خپلو یو ساعته خپرونو پیل وکړو او هم په درې جریبه ځمکې څخه  یې د چهاردیوالۍ دبنسټ ډبره د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.

په دغه مراسمو کې دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدايی، دترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم مشر جنید،امنینتي ادراو ریسانو،دمیدان ودرګ ولایت اتوولسوالا نو اودولتي ادارو ریسانوګډون وکړو،  د میدان وردګ ولایت دسیمه ایز تلویزیون د خپرونو او د درې جریبه ځمکې څخه د چهاردیوالۍ د بنسټ ډبره  او د پټۍ د پریکړې مراسم  میدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايی لخوا ترسره شول چې د تلویزیون خپرونې او چهاردیوالۍ جوړښت دولایت دمقام په مرسته  جوړيږي ، همدارنګه د نشه یې توکیو پروړاندې دمبارزې وزارت لخوا دې ولایت ته یو میلیون امریکايي ډالرو د ورکړې ژمنه چې شوې وه د ولایتي شورا او د ولایت دمقام په ادارې جلسه کې یې نوموړي یومیلیون ډالره د رادیواو تلویزیون  لپاره تصویب کړې دي چې د ټیفیک نقشه یې د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون څخه بشپړ شوې او د نشه یې توکیو پروړاندې د مبارزې وزارت په  منښتې سره  به د میدان وردګ ولایت رادیو تلویزیون په اساسي ډول جوړ او خپلې خپرونې به د سپوږمکۍ د لارې  په ۴۰ څلویښتو هېوادنو کې پیل کړي.

دمیدان ودر ګ ولایت د رادیو  تلویزیون نوښتګر ریس زاهدالله زاهد په وینا چې اوس لپاره به زمونږ خپرونې په میدان ودرګ ولایت کې  د یوساعت لپاره خپریږي چې په نږدې راتلوونکو کې به دغه خپرونې د ډیر وخت لپاره وغزو، ښاغلي زاهد دټولو ژونالیستانو او ادب مینوالو څخه غوښتنه کوي چې دمیدان ودرګ ولایت په تلویزیون کې پرګرامونه او خپرونې واخلي او دغه تلویزیون ته ښکلا ورکړي.

تبصره نسته

  1. دميدان ولايت اوسيدونكو ورونوته ددي نوشت اوجدت اوترقي مباركي وايم كه اراده لري داعمل دائم شي نو ديني مذهبي تاريخي ملي نشرياتو ته زياته مخه كري

  2. ګرانو دوستانو سلامونه!

    دایو ښه زیزی دی چې په فرهنګی ډګر کې د میدان وردګو ولایت د راډیو او تلویزون خاوند شو، خو که حقیقت ته ځیر شو، نو پدې وخت کې دغه ولایت د راډیو او تلویزون پر ځای نورو برخو کې د پرمختګ غوښتونکی دی، لومړی باید ددغه ولایت امنیتی وضعې ته پاملرنه وشی، وروسته ښوونې او روزنې، روغتیا، د دهقانانو لپاره د اوبو، کیمیاوی سرې، د هغو د تولیداتو لپاره بازار او مارکیت موندنه، برېښنا، خلکو ته د روزګار موندنه، د ملی پولیسو او ملی اردو د سرتېرو زیاتو په دې ولایت کې او……
    بل دا چې د تلویزون د لیدو او د راډیو د اورېدو لپاره پرېښنا اړینه ده، چې زما په اند هلته دغه اسانتیاووې نه دي برابرې، نو د تلویزون او راډیو جوړېد به پداسې شرایطو او حالاتو کې زیاته ګټه ونه رسوی.
    خدای دې وکړي چې زما له دې څو کرښو نه د میدان وردګو ولایت دولتی او غیردولتی چارواکي خفه نشي.
    د افغانستان د لا پرمختګ په هیله.