کور / تازه خبرونه / هلمند:چارواكي او وسلوال طالبان د۱۳كسانو د وژني ادعا كوى

هلمند:چارواكي او وسلوال طالبان د۱۳كسانو د وژني ادعا كوى

تيره ورځ دهلمندولايت دناوى ولسوالۍ دطبيلى په سيمه كى دوسلوالوطالبانواو پوليسوترمينځ سخه نښته سوى چى دوادى غاړى يوبل ته ددرنى مرګ ژوبلى ادعاكوى .

په هلمندولايت كى دپوليسومشر سمونوال اسدالله شيرزادوايي چي تيره ورځ غرمه دناوې ولسوالۍ دطبيلي په سيمه كي وسله والوطالبانودپوليسوپريوې امنيتي پوستي بريدوكړچي په نښته كي څلورطالبان ووژل سول اوپوليسويوميل كلاشينكوف هم ترلاسه كړخوخپل لوري ته مرګ ژبله نه منى او وايي چى په دغه نښته كى ولسۍ وګړوته هم كوم زيان نه دى رسيدلى  .

په سيمه كى ځايي خلكودتيلفون په ليكه كى داواز نه وركولوپه شرط وويل چى  جګړه ډيره درنه وه اووويل چى جګړى څه دپاسه دري ساعته دوام درلود خوولى دمرګ ژوبلى په اړه يي معلومات نه لرله .

اه خواوسلوال طالبان خپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانوويان راپيژنى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دتيري ورځى په جګړه كىددوى يوملګري هم نه دى وژل سوى خوولى ادعاكوى چى په دغه نښته كى نهه تنه پوليس وژل سوى دى .

داپه داسى حال كى ده چى دهلمندولايت دباباچى په سيمه كى هم جګړه روانه ده خوولى ښكيلوغاړوتردامهله خه نه دى ويلۍ .