" /> " /> " /> " /> هراتيان: اسدالله خالد نه غواړو!  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / هراتيان: اسدالله خالد نه غواړو! 

هراتيان: اسدالله خالد نه غواړو! 

د هرات ښاريان كه له يوې خوا د دغه ولايت په اداري ټيم كي له وروستيو بدلونونو خوښ دي له بلي خوا ولايت ته د اسدالله خالد پر نومونه باندي اندېښمن دي.
له هرات څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي هرات ښاريانو د ښاغلي خالد له نوموني سره مخالفت ښودلى او هغه يې په غزني او كندهار ولايتونو كي د كار پر مهال ناكامه بللى دئ.
ولسمشر حامد كرزي تېره اونۍ وروسته له هغه د هرات په امنيتي او ملكي اداره كي يو لړ بدلونونه اعلان كړل، چي ښاريانو په هرات كي له تښتوونو او ترورونو څخه د خلاصون په خاطر پرله پس مظاهرې وكړې او هرات وكيلانو له ولسي جرګې څخه بايكاټ وكړ.
هراتيانو د امنيه قومندان په توګه د مل پاسوال عصمت الله عليزي له ټاكل كېدو هركلى كړى او د ولايت دپاره يې د اسدالله خالد نوم رد كړئ دئ.
عصمت الله عليزي چي مخكي په كندهار او پكتيا كي د امنيه قومندان په توګه دندي ترسره كړي په خپلو چارو كي فعال، نه ستړى كېدونكى او يو جدي قومندان ګڼل كېږي، خو اسدالله خالد چي د غزني او كندهار په ولايتونو كي يې دندي اجرا كړي كورنيو او بهرنيو چارواكو په اداري فساد ككړ او په كارونو كي ناكام بللى دئ.
د يادوني وړ ده چي د اسدالله خالد نوم يوه مياشت دمخه د پارلماني چارو د وزير په توګه هم د افغانستان ولسي جرګې ته وړاندي سوى و.

تبصره نسته

  1. هراتیان رشتیا وائی اسدالله خالد په غزنی اوکندهار که سه گلان وکرل، هغه یو بی کفایته، عیاش او د امریکایانو نوکر انسان دی، دهرات غوندی یوه با اهمیته ستراتیژیک ولایت لپاره هیح ورتیا نلری

  2. Wali pa Herat kee ham lakachee da sarhoo nesti da che Khalid a par sar pachahi ta nomwal shaway dai, laka pa Kandahar ki.

  3. هراتيانو ته امن په كار دئ !

    په دي ورستيو وختونو كي دهرات امنيتي وصعه دمسولينو په پوره لاس
    وهنه دخرابيدو اخيرني پړاوو ته رسيدلي وه سي هراتيانو په لاريونونو پيل وكو ، او
    استازويي له پارلمان پريكړون وكړ ،په هرات كي هره ورځ سړي تښتونه وژل ترور ،چاودني
    او پر عزتونو ير غلونه داسي ناروا كارونو زور اخستي وو ، هراتيانو دچارواكو لاسونه
    په دي پيښوكي يادكړل ، دكورينو چارو وزارت دپلاوي دراپور په اساس دولايت په مشرتا
    به كي له بدلون پرته بله دحل لاره نسته داد دي ماناوركوي سي چار واكي په دي ګډوډيو
    كي لاس لري ، ځه مهال وړاندي هم هراتيانو دوالي سر ټكاوو سي دي غواړي دنور چارواكو
    په ملتيا دهرات  ځمكي و هزاره ګانوته وويشي ډير كورونه يي [ځاي په ځاي هم كړل
    چي د هراتيانو او نور و هيواد والو دسخت غبرګون سره مخامخ سول .كار پوهان وايې
    ايران غواړي په هرات كي هزاره ګان ميشته كړي ترځو اوږد مهاله دايران دپراختيا
    غوښتني ساست په راتلونكي په ښه دول په افغانستان كي پلي كي او افغان حكومت تر يو
    ډول اغيز لاندي راولي ،
    كله سي هراتيانو دهزاره ګانو له ميشته كيدوسره په هرات
    كي سخت مخالفت وشود نو له هغه ورسته دايران جاسوسانو په هرات كي ګډ وډي ته لمن
    ووهله او دهرات وضعه يي خرابه كړه كه چيرته هراتيانو وروټو له هزاره ګانو او دايران
    د دي پلان سره مخالفت نه وايې ښودلي نو په هرات كي په هيځ ډول سره ګډو ډي نه راتله
    ، افرين په هراتيانو سي دداسي لوي طوطيې دمخنوي لپار ه يې مټي راو نغشتي ،ددوي ددي
    شهامت ملاتړټول افغانان كوي ، هسي خو زموږ حكو مت يو ګوډاګي د مصلحتونو حكومت دي ،
    سياسي لري ليد نه لري ،او هم  ملي داسي كړنلاره لري سي دهغي په سطه دي ملي ګټي
    وساتلي سي ،دپردو په اشار ه نځا ګاني كوي ،
    اوس په هرت كي دبد لون راوروسته
    هراتيانو لږ ارام خوب وكاوو ،خوبياي هم زړه ريږدي ځكه والي لا دخپلي تنګ نظري ايران
    پلوي ډلي سره پر ځاي پاته دي ،
    دادسي اوريدل كيږي چي اسدالله خالد به دهرات والي
    سي ، په دي اړ دلر اوبر په پاڼه كي ليكل سوي وو سي هراتيان اسد الله خالد نه غواړ
    ي، سي ددي خبري په اساس مي دا ليكنه وليكله ، اول به دا خبره سمه نه وي نو بيا كه
    سمه وي نو هراتيان سي اسد الله خالد نه غواړي نو ولي له اوسني هزاره ايران پلو ه
    والي نه سر ټكوي  ، فكر كو م سي دابه سمه نه وي او دا خبري به يوازي ايران پلو
    ه  پلورل سوي خلك كوي و
    اسد الله خالد كه هر ډول دي خو يو تكړه او پياوړي
    كار ي سړي او بيا پښتون دي ، دده دولايت په مهال په كند هار كي په رټا ورخ د ښونځي
    د جنكينو په مخ چا تيزاب نه دي شيندلي ، دواليتي شورا تر مخ چاودني نه دي سو ي
    دكندهار امنيت تر اوس ډئر ښه وو،خو كندهاري كي هم داسي كړي وي سي له ده سره يي د
    قومي مسايلو په اساس مخالفت درلود،
    كومي دبيا رغوني چاري چي پاته شوي دي نو داد
    ه ګنا نه ده بلكي دولايت دنو ر مسولينو دي ، دي په امنيتي چارو بوخت وو ،دكند هار
    يو ه اوسيدونكي سي شاولي كوټ اوسيدونكي وو وويل په شاولي كوټ كي  امريكايانو
    په يوه كور باند ي بم بارد وكوي سي دكورني غړ ي پكي شهيدان سو ل نو شهيدان ي ولايت
    ته راوړل خواسد الله خالد ورسره له ليدلو ډهډهوكړه دوي ولايتي شوراته شهيد يو وړي ،
    هلته دكندهار ګڼ شمير مشران او سپين ږيري را ټول سوي وو هر يوه خبري وكړي او له خا
    لد نه يي ګيله وكړه سي ولي له موږ سره ونه ليدل .وروسته دي راولاړ سو په خبروي پيل
    وكو ده په ښكاره وويل : كله چي طالبان په شاولي كوټ كي په يوه كور كي ميشته سول ما
    ودغه دولايتي شورا ريس احمد ولي كرزي ته وويل دادي مخامخ ناست دي سي طالبانو په
    شاولي كوټ كي په پلاني كوركي ځاله جوړ ه كړيده نو ته دا مشران او سپينږي راو غواړه
    ورته ووايه سي دوي ته ځو اب وركړي سبا داسي نه شي چي دا كور بم باردسي بي ګنا خلګ
    ورپكي مړه نه سي ، ده راته وويل ښه ده خو ځو واري مي ورته وويل مګر ده خلګ را وه نه
    غوښتل او هغه ووسي كور بم بارد سو
    نو ستاسو مسول زه نه يم بلكي دا كرزي دي له ده
    بايد پوښتنه وكړي سي ولي تاسو نه را غوښلاست ،تاسوته ځكه نه راووتم سي ځو واره مو
    درته وويل سي طالبانوته وواياست په كورونوكي مه پټيږي خلګو ته زيان اوړي تاسو هيځ
    ونه كول ،نوماته دامالومه سوه سي ستاسو سپينږيريتوب په دروا غو دي  او زما
    ولايت په دروا غو دي كله سي بم بارد وسوپه داسبايي زه خپله هغه ځاي ته ورغلم كور مي
    وليد په يوه سراي كي ديوال وهل سوي يو ي خواته طالبان او دي بلي خواته يي كور ژوند
    كاوو او هره ورځ مو مږان ورته حلالول هغه سپيږي په هغه ورڅ هلته او به لګولي زه
    ورغلم ورته ومي وويل كاكا په ځه شي او به لګوي ده راته وويل بنګي مي كرلي دي 
    عسكر جانه هغه سړي هم دا ومنله سي ماته يو عسكر را غلي او به يي وڅښلي ،او س نو
    تياره دسړي په لاس نه ده سي دديوال دي خواته دي بم وا چوي دا بله خوادي پاته سي ،
    كه طالبان په كوركي نه وو تاسي وواياست ،
    همداسي ډيرنورمثالونه سته ، سي خالد په
    امنيتي كارونوكي ځونه بريالي وو ، او همدا خبري هم بي ځايه دي سي په ليكنه كي ويل
    سوي وو بهرنيو ځو اكونو هم له خالد سر ټكاوو .دبهرنيو ځوا كونو خبري خو دامام صاب
    فتو انه ده سي سړي به يي حتمي مني ، دهغو خبره د ډبري ليك دي او دوي زموږ دوستان دي
    ، كه داسي وي نوولي هره ورځ بئ ګنا خلګ وزني ، دوي په خپلو ګټو پسي را غلي دي 
    ،دخپلو هد فونو دتر  لاسه كولو لپاره را غلي دي ،خبره داده سي اسد الله خالد
    يوتكړه امنيتي سړي دي په هرات كي به ډير زر او ښه امن راولي هراتيان به ډئر ورسره
    خوشاله وي ، خالد دنو رو په شان رشوت خور ، غل ،دخلګو دجيبو دپيسي را ايستونكي نه
    دي ، هغه كار كر دي ، او كار كولاي سي ، ټولوهيواد والوته په كارده  سي مو ږ
    هځي وكو دداسي كسانو نه ښه خلګ جوړ كو كه كومي غلتياني ولري نو دهغو دسمولو لارښونه
    ورته وكو ،نو ر لرګي تراشي سړي تري جوړوي ، موږ له سړو لرګي جوړه وو سي دامو لويه
    تير وتنه ده
    كه خالد دهرات والي سي ډير دوطن په ګټه دي يو به ددي ايراني پلو
    جاسوسانو مخه ونسيږئ ، امنيت به راولي ، او د غلو لاري به ډب كي ،
    هرا تيان
    يوازي سولي او امن ته اړتيا لري ، نور په ځه كارنه لري و او ايد الله خالد كولي سي
    ددوي داغوښتني پوره كړي ، هو بايد هرا تيان هم ورسره مرسته وكوي ديوه لاسه ټك نه
    خيزي
    په  هرات او ټول هيواد كي دسولي په هيله ،
    خداي دي موږته داسي تكړه
    او په وطن مين سړي راكړي چي له دي ستونزمو هيواد او خلګ وژغوري ،دا هيله به حتما
    پوره كيږئ ،
    په دره ناوي .

  4. دا څنګه چل دی چي کرزی صاحب خالد له ځانه نه ليري کوي ، څه بل واده ته خو به يې نيت نه وي ؟؟

  5. سلامونه اونيكي هيلي
    ريښتاهم چي په هرات ولايت كي پدي وروستيوكي ډيره بي امني راغلي ده هيله ده چي پدي ادلون اوبدلون باندي به په هرات ولايت كي دي بي امنيوته دپاي ټكي كيژدي .
    مګرنه پوهيژوچي لكه چي په مخكي ليكنه كي ويل شوي دي چي محترم اسدالله خالديوازمويل شوي سخص دي اوپاراماني چاروته هم كانديدشوي ووځنګه بيرته هرات ته وليژل شو………دادسوال خبره ده.

  6. رحمتي صاحب ويده يې!
    دا منم چې اسدالله خالد ځوان دى، خو د كندهار لپاره يې نه يوازې دا چې كار نه دى كړى، بلكې د طالبانو غېږي ته يې پرېښاوه، د دې ښاغلي امنيتي بوختيا وه چې طالبان د كندهار ښار لمنو ته راورسېدل، د دې ښاغلي پاخه امنيتي تدابير او جنګي وړتيا وه چې د پنجوايي په ولسوالۍ كي امريكايي الوتكو د يوه كور ۱۷ تنه په وحشيانه بمباريو د اختر پر دوهم سهار شهيدان كړل او بالاخره د دې ښاغلي سياسي ځراكت وو چې د كندهار په ولايت كي په اوو ورځو كي ۱۱ ځانمرګي بريدونه وشول، اوس نو ستا خوښه چې اسدالله خالد ځوان او كه ناځوان بولې!