کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شننونکي: ددولت ضد کسانواعدامول دسولې خبرې له خنډ سره مخ کوي

شننونکي: ددولت ضد کسانواعدامول دسولې خبرې له خنډ سره مخ کوي

دسياسي چارو شننونکى اودکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو دپوهنځى استا پوهندوي نصرالله ستانکزي وايې چې  دقوانينو له مخې په کار ده چې ا فغان دولت مجرمينو ته هرډول سزاګانې چې دمحکمو لخوا ورکړل شوي وي هغه پلي کړي .

نوموړي وويل چې يوه ټولنه کې به هغه وخت امنيت محکم شي چې دمحکمو لخوا مجرمينوته سزاګانې ورکړل شي .

خو ستانکزي وويل چې که چيرې دولت دخپلو مخالفينو هغه غړي چې په زندانونو کې بنديان دي اعدام کړي نوهغه دسولې خبرې به له خنډ سره مخ شي کومې چې په هيواد کې درامنځ ته شوي کړکيچ دختميدو په خاطر له دولت ضد مخالفينو سره پيل کړيدي .

دده په وينا ددولت لخوادمخالفينو اعدامول په مستقيمه توګه دمذاکراتو پرخبرو منفي اغيزه کولاي شي .

   افغان دولت وروسته له هغې چې نيوکې پرې ډيرې شوې چې ولي په درندو جرمونو ککړکسانوته سزانه ورکول کيږي  په تيرو دوو اونيو کې نهه تنه هغه کسان چې په درنو جرمونو ددري ګونو محکمو اودولسمشر حامد کرزي لخوا مجرم پيژندل شوي وو په پټه توګه اعدام کړل .

د وروستيو را برسېره شوو معلوماتو له مخې په اعدام شويوکسانوکې درې تنه القاعده او طالبانو ته منسوب کسان شامل وو  .

 د وزيرانو د شورا د سرچينو له قوله ويل شوي چې  درې اعدام شوي د دولت ضد مخالفين وو  چې له شواهدو او اسنادو سره لاس په لاس نيول شوي ول .

په دې وروستيو کې دافغان دولت لخوا دمخالفينو سره دسعودي عربستان دچارواکيو اودطالبانودپخوانيو چاروکيو ترمنځ دخبرو اترو په اړه مطبوعاتو خبرې رابرسيره کړي دي .

په همدې موخه تيره مياشت يولوړپوړي دولتي چارواکي چې په اسلا م اباد کې دطالبانودامارت دوخت   سفير مولوي عبدالسلام ضعيف اودمولوي ارسلان رحماني په ګډون ګڼ شمير چارواکيو په کې ګډون کړي وو .

دسياسي چارو يوبل شننونکي پروفيسور ودير ساپى هم ددولت ضد وسله والو کسانو وژنه دمخالفينو سره دسولې په لاره کې دخنډ دراپيداکولو په معنى بولي .

ودير صافى وايې چې کيداي شي چې ددولت ضد کسانوپراعداموولو کې هغه کړى لاس ولري چې غواړ طالبانودسولې له پروسې بيرون کړي .

صافي وويل : ((فکر کوم پرداخلي کړيو سربيره بهرني لاسونه هم هم وي اوغواړي چې طالبان له روغې جوړې لري وساتي اوغواړي دوي چې په قدرت کې پاتي دي همداسي پاتي شي اوپه خپلو چوکيو ځانونه ميخ وساتي . ))

دسياسي چارو دشننونکيو په انددولسمشر لخوا داعدام حکم په داسي وخت کې پلى کيږي چې راتلوونکيو انتخاباتو ته کمه موده پاتې ده اود ولسمشر يوه بله هڅه هم ده ترڅو دخلکو ملاتړ ترلاسه کړي

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهدوايې چې دکابل دادارې لخوا دهغه دري تنو اسيرانو وژنه غندي  .

مجاهد وويل چې دکابل داداری څارنوالي دغودريوتنو ته د جنائی مجرمونواوجنسي تيريوکوونکيونوم ورکړ خو دمجاهد په ژ به ، حقيقت دادي چي دادري کسه هريوميرزاخان د عبدالسلام زوی دننګرهاولايت دروداتودولسوالي اوسيدونکی اوعبدالرحمن  دبهادرشاه زوی دپروان ولايت دغوربنداوسيدونکي اوفريدون دمحمدنسيم ځوی دکونړولايت دمرکزاسداباداوسيدونکی داددوي ملګري وو  چې د خپلي خاوري د ازادۍ او د اسلامي نظام د راتلو لپاره په ژبه قلم او توپک سره د مبارزي په تور نيول شوي وواودکابل په پل چرخي کې بنديان وو .

مجاهد وويل چې دکابل چارواکي غواړي  داخلک جنائی مجرمين معرفي کړي اودخلکوپه سترګوکي خاوري واچوي دوي غواړي چي طالبان په اعدامونواوزندانونو وويروي خوپه افغانستان کي دطالبانو روانه مبارزه دصليبيانواودهغوي دلاس پوڅوپه ضدروانه ده .

مجاهد وويل چې دوي يوځل بيا دتيرکال په څيرخپلي غوښتني په لاندی ټکو کی تکراروو 

لمړى داچې دوي د کابل په ادارچيانو ،  خاصة په قاضيانو او څارنوالانو په ټينګه غږ کوي چې ددي ناځوانمردانه  عمل څخه دي ډډه وکړي او بي وزله طالبان  دی دکفارودخوشالولوپه خاطر نه وژني او

 دا ډول اعمال د ټولو هيواد والو په مينځ کې د ډيرو ناوړو دښمنيو, سترو اختلافاتو او  نفرتونو د رامينځته کولو لامل ګرځي ،  نو په کار ده چی ټول جهادی،روحانی اوملی شخصيتونه  په دي برخه کې خپل مسؤوليت ته متوجه او په مخنيوي کې يې په جديت سره هڅه او كوِِِښښ وکړي .

طالب وياند داهم وويل چې دکرزی په شمول  ټول هيواد وال اونړيوال په دی خبره اقرار کوی چی دکابل فاسده اداره له سره ترپايه له فاسدواورشوت خوروډکه ده دحقيقت اوعدالت هيڅ څرک پکښی نسته   دملګرو ملتونو ، اروپايې اتحاديي ،  سورصليب او د بشر د حقوقو د ټولنو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ددې وحشي عمل په مخنيوی کې په جديت سره قدمونه پورته کړي او د مظلومو بنديانو د ظالمانه وژني مخه دی ونيسي .

 مجاهددرسنيو دچلونکيو او خبريالانوڅخه غوښتي چې په دي برخه کې دروند مسؤوليت لري  چې په دي برخه کي  خپل رسالت ادا کړي او ددوی د مظلوميت او از پورته کړي .

مجاهد ګواښ وکړ چې اسلامي امارت په ډير ښکار ه ډول خبر داری ورکړي  چې ددې غير اسلامي ، غير افغاني او غير انساني عمل په ترسره کولو  به موږ بي تفاوته نه پاته کيږو ، په ټول توان او طاقت سره به په دي ناروا عمل کې دد خيلو لوريو او اشخاصو په ضد ګامونه پورته کړي او پلټـني يې پيل کړی  .