کور / تازه خبرونه / یو برتانوی پوځی ووژل سو

یو برتانوی پوځی ووژل سو

د برتانیې د دفاع وزارت نن رسمأ ومنل چی د دوی یو پوځی پرون د هلمند په موسی کلا کی د سړک ماین وواژه . خبر نور تفصیل ور نه کړ چی څو نور زخمیان سوي دي . د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړی ویل کیږی چی امریکا غواړی د جنوبی کوریا څخه ( ۲۰ ) اپاچی هلیکوپترونه عراق او افغانستان ته ولیږی . دا هلیکوپترونه به په نوي کال کی لیږل کیږی خو معلومه نه ده چی هر هېواد ته به څو څو ولیږل سی .
د اسوشیټیډ پریس د یو بل خبر له مخی پاکستان هغه اوږد اکمالاتی قطار درولی دﺉ چی په افغانستان کی یې د امریکایی پوځ او ناټو لپاره تېل او نور اکمالاتی مواد بار کړي دي . اسلا آباد وایی چی دا کار یې په خیبر دره کی د امنیتی وضعی د خرابۍ له امله کړی خو څیړونکي وایی چی دا د اسلام آباد لخوا پر امریکایی پوځ د فشار یو تاکتیک دی تر څو هغوی پر قبایلی سیمو د بې پیلوټه طیارو د بم وریو لږولو ته اړباسی . خو په افغانستان کی یو امریکایی پوځی نطاق وویل چی دا کاروان به افغانستان ته راځی او هیڅ کوم خنډ به نه پیښیږی .