کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان بچيان خپلو کښي سره وژني

افغان بچيان خپلو کښي سره وژني

پخواه يعنې د روسانو ضد انقلاب په دور کې ډير افغان بچيان په ډول ډول نومونو لکه اشرار، خلقي، افراطي، حزبي، اخوانې، ملحد او داسی نورو نومونو په نامه ووژل شول چې په زرهاوو د غم کيسې يي له ځانه پريښې، او حتی په ډيرو کورونو کې يي د غم اور لا تر اوسه بل دۍ او غمځپلی کورنۍ په کې سوځي. 


ورپسې بيا چې د اسلام مبارک نوم تر لاندې زمونږ دغو خپلو مشرانو، رهبرانو، او مولويانو په څه ډول په زرهاوو افغانان ووژل او نور څه- څه يي وکړل نو ټوله نړۍ پرې شاهده ده. او بالاخره دغې د اسلام هسې په نوم سپاهيانو داسې غم و کاره چې له وجهې يي نن هر مسلمان د نړۍ په هر ګوټ کې نارامه دۍ.                              


د مثال په توګه طالب مشرانود اسلام د هيرو ګانو په نامه، د اسلام داسې دښمنان د خپل کور په غولې کې کينول چې له وجهې يي نن صبا په هماغې غولې بمونه وريږې، داسې دښمنان چې له کبله يي نن صبا مسلمان د دنيا په هر ګوټ کې د نوم، ږيرې، خولۍ، پګړۍ، هره دسنت طريقه او د حق په وينا ربړول کيږې، او که وغواړې او که ونه غواړې د ټروريست نوم ورسره مل پاتې شو، او حتۍ چې له دې وجهې ډيرو سستو مسلمانانو خپل نومونه بدل کړل اوهم بعضې خلک له مجبوريته خپل اسلا مې هويت چاته نه ښکاره کوې.


او يو ښکاره مثال يي زما خپل د سترګو ليدلۍ حال دۍ چې په 2007 زيږديز  کال کې زه د دوه و نورو افغانانو سره هندوستان ته لاړم نو کله چې د نوې ډيلې نړيوال هوايي ډګر کي د پاسپورټونو د چک کولو ځای ته ورغلو هلته يي زمونږ يو ملګرۍ پدې شک چې د نوم سره يي د الله (ج) نوم مل و نژدې نيم ساعت تر پوښتنو لاندې نيولۍ و ان تر هغې چې خپل ټول تورکتابونه يي چک کړل او بيايي پريښود.


او همداسې يو ځل زه د خپل يو بل ملګرې سره د امريکې يو ايالت ته چې اوکلوهوما نوميږې لاړم نو په کوم رستورانت کې چې هلته ما معمولاً ډوډۍ خوړله نو د دې رستورانت کوربه به زمونږ ډير عزت کولو، خو بله ورځ دغې کوربه ماته ووييل چې ما ته مې يوې ملګرې وويل چې ددوی سره خبرې مه کوه ځکه چې دوې ټروريستان دې………


نو تاسې خپله فکر وکړۍ چې د مسلمانانو په وړاندې دغه افکار څه وخت او د چا دلاسه منځ ته راغلل؟


زه خو په دې اند يم چې دغه يواځينۍ او تر ټولو لويه ضربه اسلامې نړۍ ته يواځی او يواځی همدغو هيروګانو ورکړه. 


اواوس خو بيا هماغه پخوانۍ کاته شوه،    افغان بچيان د ملې اردو، پوليس، طالب، ترهګر، القاعده او داسې ډول ډول نومونو په نامه باندې زورول کيږې، ربړول کيږې، وژل کيږې او يا د تورو تمبو شاته د بند شپې او ورځې بيګناه تيروې.


پدې اړه د پردو نه خو ګيله نه لرم ځکه چې پردې هيڅکله زمونږ د غمه ندې مړه، خو د خپلو خو ګيلې ډيرې دې او ډيرۍ وخت داسې کارونه کوې چې زمونږ اسلامې، ملې او انسانې هويت ته ډير غټ تاوان رسوې د مثال په توګه ډير ځله داسي شوې او کيږې چې طالبان يو څوک په ځانګړې توګه افغان ونېسې که ډاکټر وې که انجينير، که کارګر وې او که بزګر نو پدې تور چې د دولت سره کار کوې او د دولت او امريکې جاسوس دې، حلالوې يي، پوستکې ترينه باسې،او يا خو اور ورچوې، تر ټولو دردوره دا چې ويډيويي فلم يي بيا د انټرنټ ويب پاڼو ته وراچوې او هغه هم پداسې ډول چي چاړه په لاس، د قران کريم د مبارکو ايتونو په وييلو سره له تنکو او خوارو غريب مسلمانانو نه سر پرې کوې. نو تاسې خپله قضاوت وکړۍ او ووايي که يو غير مسلمان دغه فلمونه وګورې او بيا ورسره دغه مبارک کلام واورې نو دی ته به اسلام او پاک قران څه معرفې شی؟

او که دې کله هم دا کلام اورې نو يواځينۍ شۍ چې د دې مغزو ته راځې نو صرف هماغه حلالوانه به وې او بس.

او همدا يو له هغو لاملونو څخه دۍ چې د نړۍ ډير خلک نن صبا اسلام او هغې ته اړونده هر څه ته د شک په سترګه ګورې او يا خو ترينه کرکه کوې، چې ترټولو ښکاره مثال يي دا دې چې، د امريکا په ټاکنو کې د اوباما دې سيالې ډلې يو د انديښنې او د بارک حسين اوباما پر ضد د تبليغ د پام وړټکۍ دا و،چې د هغه دوهم نوم د مسلمان دۍ.


نو دا وييل غواړم چې زمونږ خپلو دغو په نامه مسلمان او افغان مشرانو، نوم او نښان خويي راختم کي اوس مو د پاک قران د ايتونو نه هم د خلکو کرکه پيدا کوې.


مطلب دا دۍ چې هره خوا ګورې بس د همدغې خوار وطن بچې، افغانان وژل کيږې، او يواځې ورباندې يو نوم لکه ملې اردو، طالب او ملې پوليس کيښول کيږې او حلالې ته برابريږې .


يوه ډيره د خواشينۍ، بدبختۍ او ملامتۍ خبره دا ده چي زمونږ ډيرې خلک تل مدام بهرنيان ملامتوې او هر څوک چې وينې که باچا دي که ولس که پوه دۍ که نا پوه بس همدا يوه خبره کوي چې د بهرنيانو لاس دې چې زمونږ وطن نه پريږدې چې جوړ شې او تل مدام نور ملامتوې او وايي چې دا د دې د لاسه، او دا دهغه د لاسه، خو زه دا خبره نه منم، ځکه يو متل دۍ چې وايي ؛ خپل مال ښه ساته، همسايه غل مه نيسه؛ 


بهرنې مونږ ته نه وايي چې خپل وطن وران کړه، خپل ورور ووژنه، ښوونځې وسوځه، کابل په راکټو ووله، د خپلو ورونو په سر کې ميخونه ټک وهه، د خپل وطن په خويندو- ميندو هر ډول تيرۍ وکړه، د انګورو باغونه وسيځه،…..او يا که بهرنۍمونږ ته هم ووايي چه دغه کارونه وکړۍ، نو ايا په مونږ کې دومره احساس، ضمير، عقل، اسلاميت، افغانيت، او بلاخره انسانيت نشته چې ته د پردو ومنو او خپل برباد کړو؟


نومونږ پخپله ملامته يو، همدا مونږ يو چې دا هر څه په ځان کوو، همدا مونږ يو چې پخپله بهرنيان راولو او بيا ملامتې هم ټوله په هغوې وراچوو، همدا مونږ يو چې خپل کور پخپله ورانوو او بيا ګيلي د شرق او غرب نه کوو             همدا مونږ يو چې ولس، حکومت، او مشران جوړوو، همدا مونږ يو چې داسې مشران ځانته ټاکو چې يو په بل مو سره خورې، په خونخوارو مو پلوري، په وينو، ارمانونو، عزت، عفت او حيا مو لوبې کوې، داسې مشران چې    چې ايمان يي څه چې د دوې په انسانې ضمېرکې هم شک دۍ، مونږ هغه خلک خپل رهبران ګرځوو چې هره ورځ په ډير وياړ سره خپلو بادارانو ته راپور ورکوې چې، نن مو صيب دومره ملې اردو، طالبان او يا ملې پوليس ووژل، او د خپلو دغو باطلو باطورېو په توصيف ورته نه مړيږې، او دې پسې خولا سر نه ګرځوې چې دا خو د هغو شهيدانوبچيان دې چې تاسې يي د وينو په زور اوس ډالرې او کلدارې ټولوۍ، بنګلې جوړوۍ، په کورنې او بهرنيو بانکونو کې سرمايي اچوۍ، او هاغه د شهيدانو وينې، د کونډو سپيره مخونه، د يتيمانو اوښکې، شليدلۍ ګريوان او د هجرتونو سپپرې دښتې او سختې او تنګې مو ټولې هيرې کړې دې. او نن صبا د نيکټايي ګانو، پګړي ګانو، پکولونو، ږيرو او د اسلام ، ډېموکراسۍ،او ازادۍ په نوم د هيواد پاتي شونې پسې هم په خپلو بادارانو پلورۍ او يو څو يتيمان چې خوارې کونډې ته پاتې دې هغه هم ورته په هغه او دغه وژنۍ.


له يوي خواه نه هم دا غږ نه کيږې او يو مشر هم دا نه وايي چې ولې؟ ولې افغان بچې په هغې او دغې نوم مرې؟

د چا دپاره مرې؟

او د څه د پاره مرې؟


نو، د يو درديدلې افغان ځوان په توګه له خپل ګران ولس او د ښکيلو خواو بېخبره، بېګناه، مجبوره، د ېتېمانو پالونکې، د کونډو بچېان چي د يوڅو پيسو لپاره دواړو خواوته په مزدورۍ بوخت دې او نورداسې جزباتې ځوانانو او د ټيټو رتبو خاوندانو نه يوه غوښتنه لرم چې د خدای(ج) په خاطرفقط يو ځل دپاره په خپل وروڼو باندې ډزې ودروۍ او شاته وګورۍ چې څوک مو په ولي ټپوې، او لږ په ګريوان کې سر کوز کړې او فکر وکړۍ چې څه کوۍ؟ د چا دپاره يي کوۍ؟ او ولې يي کوۍ؟

تر څو به له دنيا وروسته پاتې يو، تر څو به د پردو احتياج يو، تر څو به مو خويندې او ورونه د هيواد  دننه او بهر کې د عذاب نه ډکې ورځې او شپې تيروي.

تبصره نسته

  1. كور دي ودان حقيقت دي ليكلي خو هيوادوالو ته غور لازم دي