د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږۍ پيغام
د ارواښاد څيـړونکي عبدالهادی هاند د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چي د هېواد يو نامتو علمي او فرهنګي شخصيت خداي بخښلي عبدالهادی هاند په حق ورسيد.
ارواښاد د افغانستان د علومو اکاډيمي علمي او مسلکي غړي او د هېواد يو خواخوږی فرهنګپال شخصيت په توګه د ولس په علمي او فرهنګي بهير کي تل مدام ونډه اخيسته او ډېر علمي او څيړنيز اثار يې ليکلي او خپاره کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ضايعه ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درني کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی