کور / تازه خبرونه / امريکا: اېران په عراق کي سوله نه غواړي

امريکا: اېران په عراق کي سوله نه غواړي


د امريکا ددفاع وزارت په يوه خپاره سوي راپور کي وايي چي د عراق ګاونډى هيواد اېران په دغه هيواد کي د اوږدمهاله سولي غوښتنونکى نه دئ.
له پنټاګان څخه په دغه ٦٨ مخيز راپور کي راغلي چي اېران په عراق کي د دولت ضد جنګياليو ته وسلې او پيسې ورکوي، او دا کار يې له عراق سره د لاسليک سوو تړونونو خلاف دئ.
راپور زياتوي چي اېران د يوه آرام او مستحکم عراق له حکومتي جوړښت سره مخالف دئ، نو ځکه د دولت ضد جنګيالي د خپلو ګټو په خاطر کاروي.
په راپور کي پر اېران تور لګېدلى چي اېران په عراق کي د دغه د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کي لاسوهنه کوي او هغو وکيلانو ته مالي امکانات برابروي چي د اېران د پاليسيو ملاتړ کوي.