کور / شعر / غزل

غزل

دعزت الله ځواب د يوې غزلې په طرحه

ستا په تور مې وړي تر داره زړه مې ستړی ستړی کېږي

راپسې راوځه ياره زړه مې ستړی ستړی کېږي

ترنم کې به دې ستایم په وعده باندې پايم

چې وانه وړې له اقراره زړه مې ستړی ستړی کېږي

د چمبې درزا يې نشته د ټيکيو مالت سوړ دی

لاړه مړه شوه سندرماره زړه مې ستړی ستړی کېږي

ساه نيولی غوندې راشم زه د کلي ړنګ ګودرته

تاته وژاړم چيناره زړه مې ستړی ستړی کېږي

مازيګر دی ښېرې مې کړه يو بې څوکه خوار اتل يم

ډېر وېرېږم له ازاره زړه مې ستړی ستړی کېږي