کور / تازه خبرونه / بش به نن خپله وروستۍ وینا واوروی

بش به نن خپله وروستۍ وینا واوروی

صدر بش پر جوتوں سے حملہ

دامریکا تلونکی ولسمشر جورج بش به نن  دامریکا خلکو ته خپله وروستۍ وینا واور وي ، ټاکل شوی چې نوموړی به د تیرو اتو کلونوپر لاسته راوړنو او ناکامیو خبر وکړي ، دیوې وروستۍ ټول پوښتنی له مخي چې په امریکا کې تر سره شوي بش دامریکا په تاریخ کې ترټولو ولسمشرانو بدنامه اودخلکو له نظره لویدلې کس په ګوته شوي ، دنوموړې په اته کلنه دوره کې دامریکا اقتصاد تر بل هر وخت ضعیف او نړۍ دترهګرۍ سره دمبارزی په نامه په یوه لوی او نه جبرانیدونکي غمزه واوښته ،ویل کیږئ چې بش دخپلي شخصي دښمنۍ پرسر پر عراق وروبلوسل او لکونه بې ګناه انسانان په دغه بهیر کې ووژل شول، همداراز بش دافغانستان په وړاندي هم دناسمی پالیسۍ له امله دزرګونو بې ګناه کسانو دمرګ ژوبلي  مسول پیژندل کیږئ

صدر بش پر جوتوں سے حملہ


   بش په داسي حال کې له خپلې چوکۍ لري کیږئ چې دم ګړئ هم  داسرائيلو له لوری پر بې ګناه فلسطینیانو مرګونه بریدونه روان دي ، دا په داسی حال کې ده چې داسرائیلو دبریدونو څخه بش ځانګړئ ملاتړ کړئ او څو ځله یې داوربندپریکړې  هم رد کړي دي،


صدر بش پر جوتوں سے حملہ


 منتظر الزیدی هغه خبریال وو چې عراق ته دبش دورستي سفر پر مهال یې هغه په بوټونو وویشت او بد رد یی ورته وویل ،شنونکي په دې باوردي چې دالزیدي  له کړني څخه دبش په وړاند دعراقی ولس غبرګون په ډاګه کیږئ .، یاده دې وی چې دبش دواکنۍ پرمهال په نړۍ کې ډېرې پیښی شوی چې وروسته به لسګونه کتابونه او څیړنې پرې ولیکل شی