کور / تازه خبرونه / سعودي شهزاده د سولي له خبرو ملاتړ وکړ

سعودي شهزاده د سولي له خبرو ملاتړ وکړ

د سعودي عربستان د استخباراتو رئيس شهزاده مقرن چي تېره ورځ افغانستان ته راغلى و، له افغان جمهور رئيس او يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره تر ليدني وروسته يې په دغه هيواد کي د سولي له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ.
شهزاده مقرن وايي سعودي عربستان د افغان حکومت د سولي له هغه پروسې څخه ملاتړ کوي، چي په دغه هيواد کي يې د خپلو وسله والو مخالفينو په وړاندي اعلان کړى دئ.
د سعودي عربستان په اړه له تېر يوه کال راهيسي ويل کېږي چي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ يې د سولي خبري پيل کړي دي، چي د سپټمبر په مياشت کي د طالبانو ځينو مشرانو د افغان حکومت له استازو سره د لومړي ځل دپاره مخامخ خبري وکړې.