کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د دفاع وزارت د افسرانو الوتکه ولوېده

تازه خبر: د دفاع وزارت د افسرانو الوتکه ولوېده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په حواله ورکړل سوي خبرونه وايي چي د هرات په ولايت کي يې يوه الوتکه نن غرمه لوېدلې او پکښي سپاره ١٦ لوړ پوړي پوځي افسران وژل سوي دي.
د خبرونو له مخي د دفاع وزارت پوري اړوند دوې څرخکي الوتکي له هرات څخه فراه ته رواني وې، چي هوا د خرابوالي له امله يوه بيرته هرات ته ګرځېدلې او دوهمه يې په ادرسکن ولسوالي لوېدلې ده.
د الوتکي سپرلي چي ټول افغان افسران په ګوته سوي دي، ويل کېږي چي د هرات د ٢٠٧ ظفر قول اردو قومندان هم پکښي شامل دئ.


د دې خبر جزيات به وروسته پر ليکه سي