کور / تازه خبرونه / امريکا: افغان جنګ به شدت پيدا کړي

امريکا: افغان جنګ به شدت پيدا کړي


امريکا وايي د روان کال په اوږدو کي به افغان جنګ تر برياليتوب مخکي ډېر شدت پيدا کړي.
دغه څرګندوني د امريکا د منتخب ولسمشر مرستيال جوزيف بايډن افغانستان ته تر سفر وروسته کړي دي.
جوزيف بايډن چي تېره اونۍ کابل ته راغلى و او د افغانستان له ځينو نورو ولايتونو څخه يې هم ليدني وکړې وايي له دې امله چي افغانستان ته به ٣٠٠٠٠ امريکايي تازه دمي عسکر ولاړ سي، جګړې او ښايي د امريکايي عسکرو تلفات به هم ورسره ډېر سي.
نوموړي وويل مخکي له دې چي امريکاي عسکر د طالبانو په مقابل کي برياليتوب ته ورسېږي، ښايي طالبان پر امريکايي اهدافو خپل بريدونه نور هم ډېر کړي.