کور / تازه خبرونه / د هرات د قول اردو قومندان په الوتکه کي مړ سو

د هرات د قول اردو قومندان په الوتکه کي مړ سو


د لوېديځ زون د ٢٠٧ ظفر قول اردو قومندان جنرال فضل الدين سيار د الوتکي د لوېدو له امله وژل سوى دئ.
د ملي دفاع په وزارت پوري اړوند يوه څرخکه الوتکه نن تر غرمې مخکي د هرات په ادرسکن ولسوال کي راولوېده پر جنرال سيار سربېره ١٤ کسه نور لوړ پوړي پوځي افسران پکښي وژل سوي دي.
چارواکي وايي د جنرال سيار په مشري د دفاع وزارت دغه هيئت له هرات څخه فراه ته د دغه ولايت د پوځي چارو د څېړني په خاطر روان وو، چي له دې پېښي سره مخ سول.
د هرات د چارواکو په وينا د هيئت غړي په دوو څرخکو الوتکو کي روان وو، چي د هوا د خرابوالي له امله يې يوه بيرته د هرات ولايت ته پر ګرځېدلو توانېدلې او دوهمه يې لوېدلې ده.