کور / راپور / دمېرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد یودېرشمې اوونیزې غونډې رپوټ

دمېرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد یودېرشمې اوونیزې غونډې رپوټ

د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷ لمریز کال د مرغومې په (يووېشتمه نېټه د استقلال لېسې د فرانسې کلتوري مرکز په کوچني تالار کې د آغلې توباندا ساپى په ویاندۍ پیل شوه .     

د غونډې په لومړی برخه کې د آغلې راحلې نوري لخوا د تیرې اوونۍ دغونډې رپوټ ولوستل شو ، چې د غونډې ګډون کونکو پرې  خبرې وكړې . اغلې خاطرې اسحاقزۍ وويل چې رپوټ عنوان نه درلود ، دې وويل چې عنوان بايد داسې وى ( د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير د دېرشمې اوونيزې غونډې رپوټ ) . اغلې حميراكاوون وويل چې د ( مېرمن كلتوري ټولنيز بهير ) د تكرار پرځاى ټولنه راغلى وى ، نو ښه به وو . سپوږمۍ وويل چې په رپوټ كې خبرې اختصاري نه ، بلكې بايد چې بشپړې وليكل شي . آغلې لطیفې وويل چې په رپوټ کې باید ټولې هغه خبرې چې په کره کتنه کې شوې راشي ، ترڅولوستونكى يو څه ورڅخه زده هم كړي .

اغلې توبا وويل چې د بهير رپوټ دې يوازې د مېرمن بهير په سايت كې خپور شي . ښاغلي ډاكټرخوشحال روحي وويل چې كه رپوټ په نورو سايټونو كې خپور شي ، نو بهيرته به د مېرمنو د هڅونې لپاره ګټوره بڼه ولري .

د غونډې په دويمه برخه كې چې په كاري مسائلو خبرې دي ، ښاغلي ډاكټر روحي وويل چې په جرمني كې شل پښتنې خويندې چمتو دي چې د مېرمن بهير يوه څانګه پرانيزي . نوموړي وويل چې ډېرې دغه خويندې ښې ليكوالې او شاعرې هم دي . هغه زياته كړه چې په جرمني كې دماشومانو لپاره يو روزنيز كتاب ليكل شوى ، چې یوه خور هغه ژباړي مصور خپرونديه ټولنه په پام كې لري ، دغه كتاب چاپ كړي . اغلې توبا وويل چې مېرمن بهير چمتو دى چې دغه كتاب چاپ كړي ، د نوموړې دغه وړاندېز د ګډونكوونكو لخواهم ومنل شوه . 
 
 


ډاكټرخوشحال روهي د پكتيا په ګرديز كې د څانګې د پرانېستنې خبر هم وركړ . ده وويل چې د دولتي چارواكو لخوا هم په دې برخه كې د همكارۍ ژمنې شوي دي . وپتییل شوه چې میرمن ساهره شریف ، اوږۍ امیل او مینه منګل د پکتیا د میرمن کلتوري بهیر د پرانیستنې غونډه کې د ګډون لپاره پکتیا ولایت ته سفر وکړي .

ښاغلي ډاكټر روهي وويل چې په هره غونډه كې دې د لسو دقيقو لپاره د هرې خور لخوا د يوې موضوع په هكله پريزينتېشن وركړل شي . سحر صيب هم د نوموړي د خبرو په دوام سره وويل د موضوع ټاكل حتمي نه دي ، كېدى شي چې كومې خور په اونى كې كتاب ، مقاله او هرډول ليكنه يي چې لوستي وي په اړه يي دې پرېزنتېشن وركړي ، چې په راتلونكې اونى كې اغلې حميراكاوون ته دنده وسپارل شوه چې د مطالعې په اړه پریزینتیشن وړاندې کړي .

اغلې توبا وويل چې بهيرته دې د خويندو د هڅونې په موخه يوه تفريحي لويه غونډه جوړه شي ، چې د غونډې ګډونوالو هم ومنله . د مېرمن بهير د سايټ په هكله يي وويل چې په تېره اونى كې د ورپېښو ستونزو له امله يي ونه شوى كړى چې غونډې ته روپوټ وركړي . په راتلونکې اوونۍ کې به د ویبپاڼې په برخه کې د میرمن بهیر د غړو کارونه وارزوي او غونډې ته به رپوټ ورکړي .

د غونډې دريمه برخه چې كره كتنې ته ځانګړې شوې ده ، د اوږۍ امېل د ( اوښكو باران ) شعر كره كتنې ته وړاندې شو . چې په هربيت يي خبرې وشوې . 


د اوښكو باران

مانه امېدونو چې مخ واړول

ما هم ډك جامونه په سرواړول

ما نه د نجات ساحل چې وركه شوه سلسله

ما د غم درياب كې طوفانونه په سرواړول

يارچې مې اغيار شو په لفظونو كې

سترګې مې د اوښكو بارانونه په سرواړول

دا ماشوم زړګى چې مې زندان د لوى غمونوشو

ماپرې زندان كې زنځيرونه په سرواړول

خوب ارام چې لاړل زما سترګونه

ماپه تورو شپو كې شوګيرونه په سرواړول

تامې كه نازك زړګى له درد ځينې زخمي كړلو

ما هم د غاټول غوندې داغونه په سرواړول

خيردى كه ايمل شوم او دغم غاړې نه ولوېدم

ګوره چې مې څنګه فريادونه په سرواړول 
 


لومړى بيت :

مانه امېدونو چې مخ واړول

ما هم ډك جامونه په سرواړول

اغلې حميرا وويل چې شعر ښكلى ليكل شوى دى ، خو رديف يې ځينې نيمګړتياوې لري . ښاغلي ډاكټر وويل چې په شعر كې په ( سرواړول ) ټول رديف دى او ( زنځيرونه ) ټول قافيه دي ، خو په لومړي فرد كې هم بايد داسې څه راوړل شي چې پكښې په ( سرواړول ) راشي . ادیبې ادیب وويل كېدى شي چې د لومړي بيت لومړى فرد يي مطلع ونه لري .

دويم بيت :

ما نه د نجات ساحل چې وركه سلسله شوله

ما د غم درياب كې طوفانونه په سرواړول

اغلې توبا وويل چې سېلابونه يي ستونزه لري او درى څپې پكې ورزيات شوي دي . چې په دې بيت باندې واوښت : مانه چې د نجات ساحل چې ورك شولوغمونو سمندرمي – ماد غم درياب كې طوفانانه په سرواړول 


دريم پيت :

يارچې مې اغيار شو په لفظونو كې

سترګې مې د اوښكو بارانونه په سرواړول

اغلې حميرا وويل چې د شعر د هر بيت لومړى فرد لس او دويم يي پنځلس څپې دي . اغلې خاطرې اسحقزۍ وويل چې كه لومړى فرد يي ( يارمې چې د مينې په اغيار كې ) راشي نو ښه به وي .

يارمې جې اغيار شو په لفظونو كې – سترګومې داوښكو پارانونه په سرواړول

څلورم بيت :

دا ماشوم زړګى چې مې زندان د لوى غمونوشو

ماپرې زندان كې زنځيرونه په سرواړول

د دې بيت په هكله سپوږمۍ وويل چې كه د لومړي فرد څخه لوى لرې شي نور بشپړ دى .

داماشوم زړګى مې چې زندان د لوى غمونو شو – ماپرې زندان كې زنځيرونه په سرواړول

پنځم بيت :

خوب ارام چې لاړل زما سترګونه

ماپه تورو شپو كې شوګيرونه په سرواړول
 


سپوږمى وويل چې كه لومړى فرد يي ( خوب ارم چې لاړ له سترګو ) وويل شي نو ښه به وي . راحلې نوري وويل چې ( خوب ارام چې لاړ زمال له سترګو ) ښكلى دى ، خو اغلې توبا ندا وويل چې خوب پخپله ارام دى .

شپږم بيت :

تامې كه نازك زړګى له درد ځينې زخمي كړلو

ما هم د غاټول غوندې داغونه په سرواړول

دغه بيت د خويندو لخوا وستايل شو . اغلې حميرا وويل چې بيت په ښكلو ټكو ويل شوى دى ، خو كه د دويم فرد څخه( هم )لرې كړل شي نو نورهم ښكلى كيږي . اغلې توبا وويل چې كه وويل شي چې ( تامې چې د ګل په شان نازك زړګى زخمي كړلو ) وويل شي نو ښه به وي ، خو اغلې اوږۍ وويل چې غاټول هم ګل دى . اغلې حميرا وويل چې په دې ځاى كې زړه او ګل سره تشبه شوي دي كه وويل شي نو ښه دى . اغلې امېل د دغه بيت لومړي فرد داسې بشپړكړ

( تامې دګل غوندې نازك زړګى زخمي كړلو – ما هم د غاټول غوندې داغونه په سرواړول )

اووم بيت :

خيردى كه امیل شوم او دغم غاړې نه ولوېدم

ګوره چې مې څنګه فريادونه په سرواړول

وروستى بيت د ټولنې د ګډونوالو لخوا وستايل شو . نطیفې نیازۍ وويل چې امېل په شعر كې ډېر ښكلى راغلى دى .

د غونډې وروستى برخه چې د مشاعرې برخه ده ، د سپوږمى ، خاطرې ، برېښنا ، حميرا کاوون، اديبې ، لطيفې ، توبا ،نظیفې نیازۍ په وار سره شعرونه ولوستل .

د غونډې په وروستى برخه كې د كاروان ټولنې لخوا يو كتاب د بهير نېكمرغه نجلى ته چې دپچې له مخې اغلې حميرا كاوون وټاکل شوه ، وركړل شو .  غونډه له ارزونې وروسته د مازيګر په څلورو بجو پاى ته ورسېده .