ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | جنوري 17th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا سپارښتنه راغستې چې اوباما باید د افغانستان په اړه د امریکا روانې پالیسۍ ته بدلون ورنکړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د څارنې د ادارې په نقل لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي اراده نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په نیمروز ولایت کې د یو شمیر کسانو نیولو ته په اشارې چې ښوونځیو نه د انجونې د نه تګ په اړه تبلیغاتي پانې ورسره وې لیکلي دي چې  د ښوونځیو تړل یوه توطعه ده او دا توطعه باید شنډه کړاې شي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ښې ښوونې او روزنې د ودې لپاره د ښه ښوونکي کتاب او ښوونځي ترڅنګ ښه امنیت هم ضروري بللې دې.

ورخپاڼې پخپل لومړي مخ کې د هیواد د یو شمیر ولسوالانو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر ورکړې دې او د ښاغلي کرزي به حواله يې لیکلي دي چې ولسوالان باید خلک د ترهګرو او نورو جنایتکارانو له شره وژغوري.

ورځپاڼې د سولې د ملي جرګې د وروستۍ غونډې په حواله لیکلي دي چې تفقاهم د افغانستان د مسلې د حل غوره لار ده.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د فرانس پریس خبري اژانسد یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې  د ولس مشر کرزي په حکومت کې فساد زیات شوې دې.

ورځپاڼې د همدې رپورټ په نقل وړاندې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې پخپله تیره اووه کلنه دوره کې ندې توانیدلې چې له دولتي ادارو نه د جنګي جنایت کارانو لاسونه لنډ کړي.

ورځپاڼې د ه۸مدې مخ په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې چې بیا هم د سرپل ولایت په مرکز کې په یو اته کلن ماشوم جنسي تیرې شوې دې.

ورخباڼې په یو جلا مطلب کې د کرچسن سائنس مانیټور ورځپاڼې د یو رپورټ به استناد لیکلي دي چې د پاکستان د کراچۍ ښار د طالبانو په مرکز بدل شوې دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سعودي عربستان په منځګړیتوب  تبصره کړې او پوښتلې دي چې له دې وساطت نه څوک ګټه پورته کوي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د برطانیې ددفاع وزیر به حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې ټول کارونه باید امریکایانو ته پرینښودلې شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړې چې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د ښاروالې  په توګه انتخابه شوې ده.

ورخپاڼه وړاندې لیکي چې دا ښځه عذرا جعفري نومیږي او د سیمه ایزو ادارو لخوا د داې کنډي د مرکز د ښاروالې په توګه ټاکل شوې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د برطانیې ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې د ناتو په اروپايې متحدینو انتقاد شوې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د نا امنۍ د روان بحران حل د خلکو د همکارۍ او باور په جلبولو سره ممکن دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ناټو له اروپايې غړو نه د برطانیې د دفاع د وزیر په انتقاد تبصره کړې او لیکلي دي چې یوازې په خبرو سره طالبانو او القاعده ته ماتې نه ورکولې کیږي.

په ورځپاڼه کې په کابل کې د جنسي تیرې د یوې دوسیې په اړه د محکمې په حکم چې په کې تیري کوونکي ته شپاړس کاله بند ورکړل شوې  د جنسي تیري د قرباني شوې انجلې انتقاد راغستې او ویلي دي چې تیرې کوونکې باید په اعدام محکوم شوې واې.


د  پیمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د خبریالانو په روان حالت  د بې سرحده خبریالانو د ټولنې  اندیښنه راغستې او ددې ټولنې په حواله يې لیکلي دي چې په افغانستان کې خبریالان په یو تور ټکي بدل شویدي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د افغانستان صادراتو ته کتنه کړې او د ځینو سوداګرو په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان سوداګرۍ د ګاونډیو هیوادونو تر اغیزې لاندې تللې.

Copyright Larawbar 2007-2024