کور / سياسي / دوه زره نهم کال امريکا په افغانستان کښي

دوه زره نهم کال امريکا په افغانستان کښي

په دوه زره يوکال په افغانستان کي دطالبانوواک دامريکاپه مشري نړيوالوکفري طاقتونوپای ته ورساوه اودافغانستان پرفضااوځمکه يې خپلې ناولې منګولې ښخې کړې . هغه مهال  دامريکاپوځ د خبري رسنيوله لوري دومره پړسول شوی ووچي هرچايې له ټکرڅخه ځان ژغوره . دامريکايانواشاره نړيوالودحکم په معنی تعبيروله همداوجه وه چي امريکاپرافغانستان بريدوکړ،هيواديې لاندي کړ، د سيمې واکمن حکومت يې رانسکورکړخوعين دجنګ پرمهال دروسي پوځ قومندان ګروموف امریکا ته دنصيحت په توګه په دووجملوکي لنډه لارښوونه وکړه . هغه وويل : افغانستان دخټې په څېردی څومره چي پکي خوځیږي هومره پکي ننوزې ځکه نوبايدپه افغانستان کي نظامي قطعات  پلي نه کړئ که نه بدې پايلې به ولري .


امريکادواک نشې دومره مسته کړې وه چي دايې هسي دويرولويوپلان وګاڼه اوهيڅ اهميت يې ور نه کړپرنړيوالودزيات رعب اوډاراچولولپاره يې تبليغاتي وسايل اوذرائع پرکارواچول . په هيوادکي دننه يې هلته اودلته خپل سري عمليات وکړل خوبل لورته مجاهدملت چي په تاريخ کي  هيڅ ځواک نه دی لاندي کړی اودخپلواکۍ بيرغ يې تل رپانده ساتلی دی هم لاس ترزنې ناست نه وو.


لږوخت وروسته يې په جهادي عملياتولاس پوري کړخوخوځښت ډېروروووهمدې ته په کتلوامريکايانودنوررعب او دبدې اچولولپاره يوبل اسلامي هيوادعراق هم ترکنټرول لاندي راووست . امريکايانولادارامۍ ساه نه وه اخيستې چي په يووخت کي له دواړوهيوادونودپاڅون توندې څپې  راوالوتې هرڅه چي په مخ ورتلل هغه يې ګډوډکول اوپه توندۍ پرمخ روانه وه په ترڅ کي يې دامريکادپوځ حوصلې چي دي بري اوچتې کړې وې ورو وروپه ټټېدوشوې . څومره چي دپاڅون زورزياتېده هومره امريکايې پوځ ته دګروموف نصيحت يادېده خوپه پيل کي امريکايانوداهرڅه پټ ساتل خواخيرخبره ترې ډانډوره شوه له عربي هيوادونواوچین څخه يې پورونه وکړل له يوشمېرنوروهيوادونوڅخه يې دپوځ غوښتنه وکړه چي د طالبانوپه وړاندي په افغانستان کي ددوئ ملاوتړي اوترهګري پرضدجګړه پرمخ بوزي څووخت مخکي لاځينوهيوادونودپوځ دورکړې ژمنې کولې خوپه ۲۰۰۸ م کال کي دافغان ولس تېزاوچټک پاڅون هغه هيوادونه ووېرول اوهغودپوځ له استولومطلقاًانکاروکړ. همدارازچين هم دپورونوورکولو څخه په کلکه انکاروکړاوکوم پورونه چي يې مخکي امريکاته ورکړي ودهغودبيرته ژرورکړې غوښتنه یې هم وکړه .


خوبياهم دامريکااقتصادله پښوولوېددپيسې اهميت يې کم شوزرګونه خلک يې بېکاره شول په پوځ کي يې وارخطائي رامنځ ته شوه دپوځ رعب،دبدبه اودنړيوالوډارترې ختم شود ايران په څېرهيوادونه هم اوس امريکاته سپينې خبرې کوي امريکاته په سختوټکوکي ځواب ورکوي په ډاګه يې پرتګلارونيوکې کوي داله دوه زره نهم وړاندي پيښې دي خواوس چي دوره زره نهم پيل شو اودجنوري ۲۰ نيټه دامريکانوی ولسمشرواک ترلاسه کوي بل لورته په افغانستان کي ولسي پاڅون په تيزي نورهم پراخيږي هره ورځ دحکومت له کنټروله سيمې وزي دولسي پاڅون کوونکوپه واک کي راځي . دنوي کال په پيل سره په افغانستان کي زيات شمېرخارجي پوځيان وژل شوي دي له دې څخه څرګنديږي چي ۲۰۰۹ م کال به ترپخوازيات خونړی وي،ولسي پاڅون به دهيوادکونج کونج ته ورسيږي دحکومت دواک لمنه به ورټوله کړي اولادزياتوسختوپېښوتمه کيږي داسي پېښي چي پايله به يې دامريکایي پوځ ماتې وي،ځکه وړاندينيوپيښودامريکايي پوځ حوصلې ختمې کړې دي او دهغوئ همت يې پست کړی دی دنوروجګړييزوعملياتوځواک اوتوان نه لري خوبل لورته مقابل لوری دهرې ورځې په تېرېدوځواکمنيږي اوحوصلې يې اوچتيږي نوپه ډاګه معلومیږي چي په ۲۰۰۹ م کال کي به دامريکادپوځ مورال په افغانستان کي خورالوېدلی وي،هرلوستی اونالوستی پوهيږي چي ماتي دامريکايي پوځ په برخه ده هاخوادامريکااقتصادهم ورځ په ورځ په لوېدودی دادامريکالپاره يوه بله غميزه ده اوپه ۲۰۰۹ م کال کي به دامريکادپوځ دشرمناکې ماتې سبب شي .
په همدې هيله

تبصره نسته

  1. وروره محمد رسول خانه ډېره حسابی او دقیقه لیکنه دې کړې ده او سپینی خبری دې کړی دی . خدای دې امریکا او د هغه بچی ( اسرایل ) او نور اسلام دښمنه قوتونه تباه کړی چی په ګډه یی تر لس ملیونو زیات مسلمانان په نیمه پیړۍ کی شهیدان کړي دي .تاته دې خدای اجر درکړی چی واقعیت وایې .

  2. الله جلجلالهُ دي ظاليم قومونه خراب کي. فرعون،قارون،هامان الله دتل لپاره ورک کړه . داوسني زماني فرعونيان به هم الله ټوټي ټوټي کي . لکه انګليسان او روسان .