کور / شعر / ای دسولې سپينه بازه

ای دسولې سپينه بازه

 

ټول دونياته نظروکړه خوږ جانان په وينوسورشو
د عراق پلوری ګوره عراقيان په وينوسور شول

د غزی په کربلا کې  يزدي  لښکری  ګرځي
دسرووينوسيلابوکې مسلمان په وينوسورشو

پاڅه پاڅه ای پښتونه د غفلت له خوبه پاڅه
هم په لراوهم په برکې هرافغان په وينوسورشو

دلته هر قدم نفرت دی دلته هر قدم ويرونه
پښتنې ميندې شوې بورې ماشومان په وينوسورشول

نوردمينې احساس مړه ده ګلمکۍ اوموسی نشته
هره پيغله ځوانيمرګه هر يو ځوان په وينو سور شو

ای دسولې سپينه بازه راشه جنګ منګول کې واخله
په يوقب ترستونې تير کړه هرانسان په وينوسورشو

د حفيظ ښکلې ارمانه پاک الله ته په سجدو شه
ورته وايه قهر بس ده ټول جهان په وينو سورشو