کور / تازه خبرونه / عثمان كاكړ : مرګ دي وي پر اسرائيل او د هغه پر ملګرو

عثمان كاكړ : مرګ دي وي پر اسرائيل او د هغه پر ملګرو


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسرائيل پر ضد لاريون وكړ



پښتونخواملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا په مركزي ښار كوټه كې له فلسطيني اولس سره د يوالي او د اسرائيل پر ضد يو ستر لاريون ترسره كړ .


 دغه لاريون چي په كې په زرګونه خلكو برخه درلوده په كوټه كي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مركزي دفتر څخه روان سو او له كلب روډ او كندهاري بازار څخه له تېرېدو وروسته په باچاخان څلور لاري كې په يوه احتجاجي جلسه بدل سو


د جلسې مشري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا ايالتي مشر عثمان خان كاكړ كوله . وياند نصرالله زېرى و او لومړۍ وينا د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن لومړي سكرټري احمدجان وكړه . ورپسې د ګوند ايالتي سكرټري عبدالرحيم زيارتوال او د ګوند د مركزي كمېټۍ غړي عبدالرؤف لالا خبري وكړې .


 هغوي په خپلو خبرو كې داسرائيل له خوا پر غزه د روانې بم ورونې په كله غندنه وكړه او د هغوي د دې عمل د مخنيوي غوښتنه يې وكړه .


 د جلسې مشر عثمان خان كاكړ پر خپل نوبت په تفصيل خبري وكړې او د اسرائيل تر څنګ يې عرب واكمن او د پاكستان مذهبي ګوندونه په سخته سره وغندل . هغه وويل چي اسرائيل د نړۍ په هيڅ يوه قانون كې د حق نه لري چې د فلسطين پر بې ګناه اولس دي بمونه ووروي او د هغوي پر خپله خاوره دي يرغل وكړي .


هغه وويل چې د اسرائيل دغه كار له بشريته وتلى او په داسې غندنه ارځي چې بل نو ثارى نه ولري . هغه زياته كړه چې د اسرائيل په دې جبر كې د عربي نړۍ ټول واكمن سل په سل كې شريك دي .


د هغه په وينا دا ځكه چې له شلو ورځو را هسي د فلسطين بې ګناه او بې وزله خلك د اسرائيل له خوا پر خپله خاوره په سرو لمبو كې سوځي او ټوله عربي نړۍ په يوه سلا په پټه خوله ده . هيڅ يوه هيواد د اسرائيل پر ضد هيڅ هم ونه  ويل او نه په هيڅ يوه هيواد كې داولس له خوا كوم عكس العمل تر سترګو سوى دى .


 هغه زياته كړه چې  پښتونخواملي عوامي ګوند د نړۍ پر مخ د هر ازادي غوښتونكې سړي ملاتړى او تر خپله وسه مرستندويه دى .


هغه وويل چې كله د ياسرعرفات  له خوا اعلان وسو چي ګواكي دوي په افتصادي توګه كزوري سوي دي نو پښتونخواملي عوامي ګوند د خپل وس او توان  سره سم هغوي ته نغدي پېسې ورلېږلي وې . د هغه په وينا بيا چي كله امريكا پر عراق تېرى وكړ نو پښتونخواملي عوامي ګوند د ټپي عراقيانو دپاره پنځه زره ګوډې وينه وركړې وه .


هغه په ډاګه كړه چې دوي په هر حالت كې د فلسطين د خپلواكۍ غوښتونكي اولس  پلوي او ملاتړي دي . نوموړي د عربي نړۍ ترڅنګ پر ملګروملتونو او د نړۍ پر ټولو جمهوريت غوښتونكو هيوادونو او اولسونو نيوكي وكړې چې د اسرائيل پر دې ستر وحشتناكه عمل چې له شلو ورځو راهسي پر غزه بمونه اوروي  سترګې پټي كړي دي .


 هغه د پاكستان مذهبي ګوندونه هم تر نيوكو لاندي كړل او ويې ويل چې كله د يوه اونۍ وړاندي د سعودي عرب د استخباراتو مشر اسلام اباد ته راغلى و نو ټول مذهبي مشران ورسره پر يوه مېز ناست و شنې او توري يې كولې .


 عثمان خان كاكړ وويل چي دوي له يوې خوا د اسلام پر سپېڅلي نامه زموږ اولس غولوي او بلي خواته بيا له هغه چاسره يوه خوله دي څوك چي هر څه د دنيا د سترو جابرو هيوادونو لكه امريكا او اسرائيل په خوښه كوي .


هغه وويل چي په نړۍ كي چيري هم پر مسلمانانو ظلم او تېرى سوى او كيږي نو د عربي نړۍ واكمن په كې پوره پوره ونډه لري . نوموړي غوښتنه وكړه چې نړيوال دي د اسرائيل پر ضد راپورته سي او د هغوي د ظلم او بربريت مخنيوى دي وكړي او فلسطين دي يو خپلواك رياست اعلان او ومني . د هغه په وينا دا د فلسطيني اولس هغه حق دى چي د نړۍ يو قانون يې هم مخه نه سي نيولائ .