کور / اسلامي / مينا ، د حج يونليک ( لومړۍ او دوهمه برخه )

مينا ، د حج يونليک ( لومړۍ او دوهمه برخه )

مینا/ د حج یونلیک/ لومړۍ یرخه

د حج یونلیک/ لومړی برخه
لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ

د حج د دې یونلیک نوم مینا دی دا چې ما ولې مینا نوم پرې ایښی دی غوره ګڼم چې دغه راز زما سره په خپل زړه کې همداسې پټ ساتلی وي خو یوه خبره درته کوم هغه دا چې موږ د دې مبارک سفر هغه ټولې شپې په مینا کې کړې دي چې په مکه مکرمه کې اوسیدلو.
هیله ده چې زما دغه سفرنامه تاسو ته د لوستلو پر مهال د ستړیا احساس درنه کړي ځکه زه یې له هغه ځایه پيل کوم کله چې ماته د دې مبارک سفر خبر را ورسید، هغه ځکه ورسره شریکوم چې زه یې په ژوند کې تر ټولو غوره زیری ګڼم او نور ګامونه یې نو ټکي په ټکي له تاسو سره شریکوم. که خدای کول ددې یونلیک په لړ کې به د حج ځینې ضروري احکام او آداب هم له تاسو سره شریکوم او د یونلیک په وروستۍ برخه کې په لنډه توګه یو ځل بیا هم هغه ټول احکام او آداب بیان کړم چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره اړین دي. د دې خبرې یادونه باید وکړم چې ما په کابل کې  د سعودي سفیر ښاغلی عزم ملحان د روان کال په جریان کې څو ځلې لیدلی وو او هغه ژمنه راسره کړې وه چې که چیرې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره زموږ د میلمنو پروګرام برابر شو نو تاسو به پکې شامل وی چې د همدې یونلیک په سریزه کې ځانګړې مننه ترې کوم. نور نو ستاسو او د دې یونلیک تر منځ فاصلې ته د پای ټکی ږدم او هغه کسان به وروسته درته معرفي کړم چې له ماسره د حج په دې مبارک سفر کې ملګري وو.

د یونلیک پيل
ناڅاپي زیری
هیڅ مې په خیال کې نه راتلل چې د داسې یوه ناڅاپي زیري سره دې مخ شم چې د ژوند د لویو آرمانونو څخه مې ګڼل کیده. د چارشنبه ورځ د ۱۳۸۷ د لیندۍ د میاشتې ۱۳ چې د ۱۴۲۹ د ذوالحجې د شپږمې نیټې سره برابر وه د معمول په څیر په خپل دفتر کې په روځنیو چارو بوخت وم چې زما د دفتر یوه ملګري ښاغلي رفیع الله راته تیلفون وکړ چې وروره بلال وویل چې یو ځلې د سعودي سفارت ته تیلفون وکړه او د هغه سکرتر ښاغلی حبیب  درسره کار لري، هغه څو ځلې تیلفون درته کړی وو خو ستا تیلفون لکه چې ګل دی هیڅ ځواب یې نه دی ورته ویلی. ما ویل یاره چې د حبیب به څه کار درسره وي خو سودا مې شوه او په منډه منډه مې حبیب ته تیلفون وکړ.
حبیب راته تر سلام او جوړ په خیر وروسته وویل: وروره چل داسې دی چې که حج ته ځې ټکټ به په خپل لګښت اخلې، تاسو د سعودي د سفارت د میلمنو په توګه حج ته لیږل کیږی او هلته به د رابطه العالم الاسلامي یا Muslim World League  میلمانه وی. باید ووایم چې په دې پروګرام کې له افغانستان څخه څلور کسان شامل دي. که چیرې ځی نو مهربانی وکړی او د یوه ساعت په موده کې موږ ته بیرته احوال راکړی چې آیا تاسو ځی او که نه او که چیرې نه ځی چې بیا موږ بل څوک انتخاب کړو. حبیب دا خبره هم وکړه: زه باید زیاته کړم چې که مو موافقه وشوه نو په منډه خپل  پاسپورت په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ته راوړی، د آریانا افغان هوايي شرکت ټکټ واخلی او ځان تیار کړه چې پنجشنبه سبا ته پرواز دی.
د دې خبرې په اوریدو سره دومره خوښ شوم چې اندازه یې زه اوس په دې لیکنه کې تاسو ته په هیڅ شکل نه شم انځور کولی او په څو لحظو کې مې هغه هیلې، شوق او آرمانونه د ذهن په نړۍ کې په خوځیدو شول چې د سپیځلې کعبې، مکې مکرمې، مدینې منورې او نورو سپيڅلو اماکنو سره مو د وړکتوب څخه په ذهن کې ناست وو.
د خپل دفتر رییس ته ورغلم، کیسه مې ورته وکړه او له اجازه مې ترې وغوښته  چې هغه هم په ډیره مهربانۍ، ورین تندي او خوښۍ سره زما غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او په دې منځ کې به لا نیم ساعت نه وو تیر شوی چې حبیب ته مې تیلفون وکړ او هغه راڅخه د پاسپورت غوښتنه وکړه او هم یې وویل چې زه باید د آریانا افغان د هوايي شرکت ټکټ واخلم او ځان تیار کړم.
له دفتر څخه په منډه منډه راووتم او د کور خوا ته ولاړم، له کور څخه مې پاسپورت را واخیست او په منډه مې د سعودي سفارت ته ویزې په موخه و سپاره او زه په بیړه د آریانا افغان دفتر ته ورغلم او ټکټ مې واخیست. په نوموړي دفتر کې قاضي محمد قاسم حلیمي هم ولیده چې ټکټ یې اخیست او زموږ د سفر د ملګرو څخه وو.


مینا/ د حج یونلیک/ دویمه برخه


مینا
د حج یونلیک/ دویمه برخه
ځورونکی خبر او دردونکې اندیښنه
د زیاتې خوښۍ او رنګینو خالونو په ملتیا له ټکټ اخیستلو وروسته بیرته د خپل دفتر په لور و خوځیدم او په دې ورځ دومره خوشحاله وم چې حتی د غرمې ډوډۍ راڅخه هیره شوې وه. زموږ د کور غړي او د دفتر ملګري ټول حیران وو چې دا څنګه حج ته تګ دی، خلک څومره تکلیف باسي او حتی یو کال یا شپږ میاشتې مخکې خلک خبروي، تیاری نیسي، خلک د دعاوو غوښتنه ترې کوي او ستا تګ؟ د دفتر ځینو ملګرو خو دا هم راته وویل چې ځه خدای پاک ور غوښتی یې او موږ به له خپلو دعاګانو او ډالیو څخه نه هیروې. یوه ملګري راڅخه هیله څرګنده کړه چې یو ټوک قرآن کریم به هدیه کوې او په دې نیت  به یې د مدینې منورې په جومات کې ږدې چې ثواب یې ماته را ورسیږي ځکه چې هلته یې حاجیان او زیارت  کوونکي تلاوت کوي.
د دفتر ضروري چارې  مې ژر ژر سره راټولې او خپلو ملګرو ته مې و سپارلې. خپلو وروڼو ته مې تیلفون وکړ چې یارانو زه خو سبا حج ته ځم تاسو دې خبر وی. هغوی هم د دې خبر په اوریدلو سره د حیرانتیا احساس وکړ خو ډیره خوښي یې څرګنده کړه ځکه چې هغوی ته مې هم څو څو ځلې ويلي وو چې د حج د فریضې ادا کول مې د بل هر مسلمان په څیر د ژوند لویه هیله ده.
زه لا په همدې فکرونو او سوچونو کې غرق تللی وم چې د حج د سفر لپاره به څنګه په دې کم وخت کې ټول لازم څیزونه چمتو کوم او ترتیبات به نسیم چې د آریانا افغان هوايي الوتنې  له دفتر څخه راته تیلفون وشو چې سعودي عربستان ته ستا ویزه څرنګه ویزه ده؟ ما ورته وویل چې یاره زه تراوسه په ویزه میزه نه یم خبره بلکي زما پاسپورت تر اوسه پورې د سعودي عربستان په سفارت کې دی خو شاید چې د حج ویزه به وي ولې څه خبره ده؟ دوی راته وویل چې یو ځلې د یوې مهمې خبرې د معلومولو لپاره په منډه په همدې ماښام زموږ دفتر ته راشه او پام چې سبا د کابل هوايي ډګر ته ولاړ نه شې بلکي یو ځلې دلته راشه.
ډیره مې سودا شوه او له ځان سره مې وویل چې خدایه خیر کړې چې څه خبره ده خو سیخ د کابل په وزیر اکبرخان مینه کې د آریانا افغان د هوايي الوتنې دفتر ته په هماغه ماښام ورغلم.
کله چې د آریانا دفتر ته ورسیدم چې نو د دفتر یوه چارواکي راته ویې ویل چې پاسپورت راکړه ما ورته وویل چې پاسپورت خو مې تراوسه پورې د سعودي په سفارت کې دی ولې څه خبره ده؟ د نوموړي دفتر چارواکو راته وویل چې هغه افغانان چې د حج د تللو لپاره یې ټکټونه اخیستي دي، نو ټکټونه یې بیرته کنسل یا لغو شوي او د سعودي عربستان حکومت همدا نن موږ ته بریښنالیک رالیږلی دی چې یوازې له لس نفرو افغانانو پرته چې د حج لپاره منل شوي دي نور نو یو شخص هم د حج د ادا کولو لپاره سبا د آریانا افغان په وروستۍ الوتنه کې نه شي تللی. هغوی همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان کوم تړون چې په دې هکله د سعودي عربستان له حکومت سره کړی  وو هغه پوره شوی دی او په جده کې د افغانستان د حاجیانو کونټر یا د چارو د سمون دفتر تړل شویدی. نو ته داسې وکړه چې ټکټ بیرته راکړه او خپلې پيسې زموږ له مالي څانګې څخه ترلاسه کړه. که موږ یو حاجي راسره په الوتکه کې بیایو نو د سعودي حکومت مو په میلیونونو ډالره جریمه کوي. د همدې دفتر یوې قهرجنې ښځینه کارمندې ژر ژر هغو کسانو ته تیلفون کاوه چې د حج ته د تللو په موخه یې د آریانا افغان هوايي الوتنې ټکټونه اخیستي وو او همدغه یوه خبره یې ورته کوله چې پام سبا په یوه بجه د کابل هوايي ډګر ته ولاړ نه شی بلکي راشی او خپلې پيسې ترلاسه کړی. همدارنګه هغې به ورته ویل چې سبا یوازې هغه کسان د آریانا په الوتکه کې تللی شي چې د سعودي اقامې ولري.
تاسو به خپله پوهیږی چې د یوه لوی زیري په مقابل کې د داسې یوه درودونکي خبر اوریدل په انسان باندې څومره بده اغیزه کوي نور به نو څه نه وایم.
په همدې وخت کې مې په کابل کې د سعودي د سفارت سکرتر ښاغلي حبیب ته تیلفون وکړ چې یاره دا څه چل دی د آریانا افغان د هوايي الوتنې دفتر خو داسې وايي ستاسو نظر په دې هکله څه دی؟
ښاغلي حبیب راته وویل: ته یوازې ټکټ واخله او غم مه کوه، تاسو په دې ډله کې شامل نه یاست او ستاسو کار به هرو مرو کیږي.
ما ورته وویل: چې یاره ما خو ټکټ اخیستی دی خو د دې خلکو د څرګندونو څخه سخت وویریدم چې آیا زموږ کار به وشي او که یه؟
د آریانا افغان د هوايي الوتنې له دفتر څخه په داسې حال کې راووتم چې د هیلو او ناهیلیو نړۍ راڅخه کلکه تاو شوې وه او هغه احساس، شوق او پاریدلې مینې ته سخت زیان ورسیده چې څو لحظې د مخه را سره مله وو. د کور غړو هم چې په ډیره خوښۍ  سره یې زما له خولې څخه حج ته د تګ خبر اوریدلی وو زما د خفګان احساس درک کړ او کیسه مې ورته وکړه چې خدای خبر دی چې څه به کیږي؟
د هیلو او ناهیلیو په همداسې یو نامعلوم ماحول کې مې یوه وړوکی بکس تیار کړ، اړین توکي مې پکې ځای په ځای کړل او د مختصر چمتووالي سره یو ځای د خپلو خیالونو نړۍ ته کډه شوم.
ستاسو به شاید باور را نه شي چې په دې شپه د خپلو فکرونو په نړۍ کې د همدې خبرې له کبله  دومره ډوب وم چې د شپې تر څلورو بجو پورې خوب رانغی خو په څلورو بجو ویده شوی وم او خوب مې لیده چې یو څوک راته په خوښۍ سره وايي چې ته به هرو مرو سبا د حج په مبارک سفر وزې او تیاري و نیسه.