کور / تازه خبرونه / طالبانو شپږ کسه د جاسوسۍ په تور ووژل

طالبانو شپږ کسه د جاسوسۍ په تور ووژل

له ميرانشاه څخه خپاره سوې خبرونه وايي چي قبايلي طالبان شپږ کسه امريکايانو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
راپور وايي طالبانو پنځه نارينه په دې تور ووژل او يو بل يې په دار وځړاوه چي د امريکايي پوځونو دپاره جاسوسي کوي.
ځايي چارواکي وايي د دوو کسانو مړي يې د ميرانشا په مرکز کي په يوه خوړ کي وموندل او څلور نور کسان د جنوبي وزيرستان له مرکز ميرانشا څخه ٢٥ کيلومتره ليري د ميرعلي په سيمه کي موندل سوي دي.