کور / تازه خبرونه / کرزى: اداري فساد، مخدره مواد او عامه وژني ستونزي دي

کرزى: اداري فساد، مخدره مواد او عامه وژني ستونزي دي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چي نن يې د افغانستان د ملي شورا د څلورم کال په پرانيستونکې غونډه کي ګډون کړى وو، وويل اداري فساد، مخدره مواد او د عملياتو پر وخت د ولسي خلګو وژني اوس هم غټي ستونزي دي.
نوموړي د ملي شورا په غونډه کي د افغان حکومت پر يو کلنو لاسته راوړنو وږغېد، خو پورتنۍ ستونزي يې اوس هم يو غټ مشکل په ګوته کړ.
ښاغلي کرزي پر ولس ږغ وکړ چي د اداري فساد او مخدره موادو په له منځه وړلو کي ورسره مرسته وکړي او د شکايتونو هغه د کمېسون سره چي تېره اونۍ يې د اسدالله وفا په مشرۍ اعلان کړ، خپلي ټولي ستونزي شريکي کړي.