ايتلاف د طالب مشرانو ، خو طالبان د کوچيانو د وژل کېدو ادعا کوي
زينهووا آژانس د ايتلافي ځواکونو په حواله خبر ورکړ چي د افغانستان په جنوب ختيځو سيمو کي يې د دوو قومندانانو په ګډون ٢٢ طالبان وژلي دي.
راپور وايي د ملا پتنګ په نامه يې په کاپيسا ولايت کي يو طالب قومندان د عملياتو په ترڅ کي وژلى او يوولس شکمن طالبان يې وژلي دي.
همدا راز د خوست په ولايت کي د جلال الدين حقاني د ګروپ څخه د څو طالبانو د وژني خبر ورکول کېږي، چي وايي د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژل سوي دي.
راپور زياتوي چي ملا عبدالرحيم په نامه يو طالب قومندان يې د کندهار په ولايت کي د خپل يوه ملګري سره وژلى چي د سړک د غاړي په بمي چاودنو کي يې لاس درلود.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لراو بر ته وويل چي ددوی په ياده سوې سيمه کي تېره شپه د کوچيانو پر کږديو بمونه غورځول سوي چي له امله يې دښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسه شهيدان سوي او وروسته امريکايي ځواکونه د کږديو دننه پلټني کړي دي .طالب وياند په وژل سوي کسان کوچيان بولي او وايي ددوی کسانو هلته هيڅ ډول شتون نه درلود . نوموړي د ايتلاف هغه خبره چي ګواکي سيمه ايز طالب قومندان يې وژلی درواغ وبلله .