کور / راپور / کندهار: د نوم ليکني پروسه بريالۍ روانه ده

کندهار: د نوم ليکني پروسه بريالۍ روانه ده

 



په کندهار کي د جمهوري رياست د انتخاباتو نوم ليکنه روانه ده.


دغه پروسه چي د دلوي پر لومړۍ نېټه په جنوب لوېديځ زون کي پيل سوې وه، د انتخاباتو د کمېسون د مسئولينو په وينا په زرونو کسانو نومونه پکښي ثبت کړي او په برياليتوب سره پر مخ ځي.
د جنوب لوېديځ زون دپاره د انتخاباتو د کميسون مسئول عبدالقاهر واصفي وايي د کندهار په ولايت کي يې ٣٧ مرکزونه د ښځو او نارينه وو دپاره په بېلابېلو ځايونو کي په نښه کړي دي.
د ښاغلي واصفي په وينا د کندهار په ښار کي يې لس او په ولسواليو کي يې ٢٧ مرکزونه پرانيستي دي، چي د کندهار د غورک او ميانشين ولسوالۍ د امنيتي ستونزو له کبله د نوم ليکني له پروسې څخه بې برخي دي.
په کندهار کي د نوم ليکني د پروسې د شروع کېدو خبر پر داسي وخت ورکول کېږي، چي د کارپوهانو په وينا په پښتني او په ځانګړې توګه جنوب لوېديځ زون  کي د جګړو او نا امنيو له کبله د انتخاباتو دپاره زمينه مساعده نه ده.
تېره مياشت د افغانستان په ملي شورا کي ځينو وکيلانو هم د روانو نا امنيو له کبله د انتخاباتو د ځنډ غوښتنه کړې وه.