کندهار: چاودني مرګ ژوبله واړوله

34 | جنوري 20th, 2009


د کندهار په مرکز شپږمه ناحيه کي يوې چاودني مرګ ژوبله واړوله.
عيني شاهدان وايي چاودنه د شهيدانو د چوک په سنځري اډه کي د ژيړۍ په ولسوالي پوري اړوند د پوليسو پر يوه رنجر موټر وسوه، چي څو تنه يې مړه او ټپيان کړل.
د کندهار په امنيه قومنداني کي د پوليسو يوه افسر لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي دغه بم د سړک پر غاړه له مخکي ځاى پر ځاى سوى و، چي د چاودني دپاره يې له ريموټ کنټرول څخه استفاده سوې ده.
د لر او بر ويبپاڼي د کندهار خبريال د پېښي ځاى له نيژدې کتلى او وايي د يوه تن سر چي ويل کېږي پوليس دئ اوس هم په سيمه کي پروت دئ، او د پېښي په ځاى کي د انسانانو د بدن غوښي او ويني پر دېوالونو پاتي دي.
د ميرويس روغتون  ډاکټران وايي روغتون ته يې د دوو پوليسو مړي ور وړي، چي د يوه تن يې سر نسته او دوه ټپيان ورغلي چي يو يې لاروى دئ.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي هم له مطبوعاتو سره په مرکه کي پورتنۍ چاودنه تائېد کړې او وايي چي له امله يې دوه پوليس مړه او د يوه لاروي په ګډون دوه پوليس ټپيان سوي دي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024